تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د جون د ۱۴ مې /جوزا۲۴مې/ تر دوهم ځلي انتخاباتو مخکې د امریکا د عامه اړیکو یوه کمپنۍ په پیسو ګومارلې ده چې د ده لپاره تبلیغ وکړي چې ولسواکۍ، سولې، ثبات او ازادو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دی.

دا خبره دې امریکايي کمپنۍ ( Sanitas International) افشا کړې او هغه فورمه یې هم څرګنده کړې چې د عبدالله عبدالله نوم او لاسلیک پرې لیدل کېږي.(د قرارداد فورمه)

عبدالله عبدالله، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي په وړاندې په دوهم ځلي انتخاباتو کې مخامخ کېږي، په واشنګټن کې له مېشتې سنیتاز (Sanitas International) کمپنۍ سره خبرې کړي چې د ده انتخاباتي کمپاین ته د لوړې سویې ارتباطي سلاکاران مهیا کړي.

سنیتاز کمپنۍ له عبدالله عبدالله سره د قرارداد د شرایطو په اړه د رسنیو ټېلفوني تماسونو او ایمیلونو ته ځواب نه دی ویلی.

خو یوه امریکايي سوداګر، جوریچي (Joe Ritchie)، چې عبدالله عبدالله ته یې په انتخاباتي کمپاین کې سلامشورې ورکړي دي، وویل چې قرارداد محدوده ساحه ورنغاړي او هدف یې تر یوه حده دا دی چې د اپریل د پنځمې /حمل شپاړسمې/ نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې پر بې نظمیو او بې قاعدګیو تمرکز وشي.

ده وویل:«هدف دا و چې په انتخاباتو کې پر بې نظمیو رڼا واچول شي او داسي وانګېرل شي چې عبدالله عبدالله په دې خاطر په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې لږې رایې یې ترلاسه کړې. بل دا چې هرڅوک په دې باوري شي چې تا (عبدالله) زیاتې رایې لرلې ځکه چا بې نظمیو ته پام ونه کړ. »

سنیتاز د ګڼو کاندیدانو د عامه اړیکو په برخه کې کار کړی دی. دې کمپنۍ د عرب د پسرلي په لړ کې د بحرین د حکومت پر ضد د اعتراضونو په مهال د دغه هیواد لپاره کار کړی دی.

د بحرین د څارونکې ډلې (Bahrain Watch) په وینا سنیتاز کمپنۍ د ۲۰۱۱ میلادي کال له اګست څخه د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پوري د تبلیغاتو په بدل کې د بحرین له حکومته ډېرې پیسې ترلاسه کړې.

0 thoughts on “عبداله عبدالله امریکايي کمپنۍ د ځان په ګټه تبلیغ ته ګومارلې”
  1. قدرت ته د رسیدلو په موخه هر شرم ، شیطانت او رسوایی ته حاضر دی خو چی دی قدرت وساتی او خپلی ډلی ټپلی ته خدمت وکړی.
    د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو نه هیله کیږی چی په انتخاباتو کی برخه واخلی او ښاغلی احمدزی ته رایه ورکړی تر څو له شر او فساد نه خلاص ملی او اسلامی – افغانی حکومت جوړ شی.

  2. د سنیتا نړیوالې کمپنی خبر کاملن په نړیوالو سوداګری وسولو پروپاګنډه ده

    مخکې له دې چې ددې کمپنی په اړه خپل نزر شریک کړم یو خبره غواړم وکړم چې زه د واړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني پلوی نه یم خو د عبدالرب رسول سیاف خبره به تکرار کړم کومه ورځ له پارلمان تلو دا خبره یې وکړه چې څه وکوم افغانستان داسې حالت ته راغلو چې زما غوندې کس هم د افغانستان ولسمشری ته ځان نوماندوي

    په پورتني خبر کې دا خبره څرکنده ده چې عبدالله عبدالله دې کمپنی ته د تبلیغ لپاره ددې خبر لپاره پیسې ورکړي چې…

    د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د جون د ۱۴ مې /جوزا۲۴مې/ تر دوهم ځلي انتخاباتو مخکې د امریکا د عامه اړیکو یوه کمپنۍ په پیسو ګومارلې ده چې د ده لپاره تبلیغ وکړي چې ولسواکۍ، سولې، ثبات او ازادو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دی.

    پورتنی خبر خو داسې دی چې عبدالله عبدالله د ښه تبلیغ لپاره کمپاین کړی په دې کې بد څه دي؟

    او بیا دا کمپني په کوم وسولو دا خبر عام خبروي یانې دا کمپني په عبدالله عبدالله پسې منفي تبلیغ لپاره له دې هم ډیرې پیسې اخیستي چې داسې مالومات رسنیو ته ورکوي؟

    د افغانستان لپاره چې څوک په خیر وي هغه دې خدای ولسمشر کړي

    د سوکاله او اباد افغانستان لپاره

  3. در این حرف کدام شئ جالبی وجود ندارد،وقتیکه در عقد بادار در آمد ، دیګر بادار هر امریکه برایش لازم میبیند منکوحه در اجرای آن ملزم است، اینک منکوحهء بیګانه خواهش خوش خدمتی دارد ومیخواهد که افغانستان را دو دسته تقدیم بادار خود کند بناعاً راه وچاه وطن فروشی را میجوید، آیا اینچنین افراد را میتوان انسان نامید؟ البته که نی! نمیدانم در چه جامعهء زندګی میکنیم؟ با این افراد بازهم تعدادی با دست دادن ، دستان خودرا ملوث میکنند ، با روبوسی روی خود را کثیف میکنند وبا موجودیتش جامعهء خودرا به تباهی میکشاند

  4. خا د مانو د خدمت رسي كره بنده تر. ملا
    ويلي نه به جور كرو نه جباول ، اونه به غلا
    وطن فرو شانو كري جوري دسيسي د دوي تر شا
    ورته كوري جه قتلونه شول بي شماره أوبي انتها
    دا به أصل نه بشتون وه نه تاجك أزبك،هزاره نه اريا
    دوي روزل شوي دي به روبلو، شنو. دا لرؤ دبل جا
    تو نعلت دي وي د دوي به تربيه أودّ دوي به تر بيه كننده أفغان هيخ وخت دبل غلامي نه قبولي مكر شمالي تل وآله دغلامانو غلامي ته لبيك وأي .

  5. پکتیکا: په برمل ولسوالۍ کې عبدالله عبدالله ته صندقونه ډک شوي

    Larawbar.com 2014-06-13
    د پکتیکا له برمل څخه عیني شاهدانو ویلي چې د ملي اردو یو ټولۍ مشر خپل سرتیري او د یوه محل کارکوونکي اړ کړي چې نژدې ۱۲ زره رايي د عبدالله عبدالله په ګټه وکاروي.

    د رایې اچونې رسمي وخت ته لا څو ساعتونه پاته دي خو د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د اصلاحات او همګاريي ټیم په ګټه د تقلب خبرونه رارسیږي.
    د افغانستان د دفاع د وزیر ښاغلي بسم الله خان په اړه لا له وړانې داسې ګنګوسې خپرې وې چې د عبدالله عبدالله په ګټه دولتي امکانات کاروي.
    نوموړی د عبدالله عبدالله او د هغه له ټیم سره په داسې ناستو پاستو کې هم لیدل شوی و چې د ټاکنو په اړه په کې بحثونه کېدل.
    حول:تر ټاکنو مخکي د رغلۍ سوي دي
    میوند مراد – لراوبر
    Larawbar.com 2014-06-13
    د تحول او تداوم ټیم وايې له بیلابیلو سیمو د درغلیو شکایتونه ورته رسیدلي دي
    ددې ټیم مبارزین وايې پوره هڅه کوي،چي د درغلیو مخه ونیول سي
    د تحول ټیم پر خپل رسمي ویب پاڼه لیکلي چي ددوي ناظرین د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم لخوا په وسلو ګواښل کیږي او نظارت ته نه پریښودل کیږي.
    ډاکتر اشرف غني د ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټيم ږغ کړي،چي د ملت رایو ته دي درناوي وکړي او ملت دي پریږدي ،چي خپل د خوښی وړ کاندید ته رایه ورکړي
    د تحول ټیم وايې داکتر عبدالله عبدالله له ماتي ویریږي،نو ځکه يې ټیم درغلۍ شروع کړي دي
    تر اوسه د اصلاحاتو او همپالني ټیم په دې اړه څه ندي ویلي.
    د بهسودو ولسوالی کی سر له اوسه تقلب روان سو
    میوند . کابل
    Larawbar.com 2014-06-13
    همدااوس دميدان وردگ ولايت دبهسودودولسوالى دلمړى برخى دپل افغانان اوآبدرى دسيمو په مركزونو كى صندوقونه نشته اونامعلوم ځاي ته له ټاكنو مخكي دډكولولپاره وړل شويدي. همدارنگه دهمدى ولسوالى دآبدرى په سيمه ايزمركزكي پوليس داشرف غني دناظرينودكاروخنډ گرځي. دانتخاباتوكميسيو
    چپرهار: تر ډزو وروسته صندقونه ډکیږي

    Larawbar.com 2014-06-13
    د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې عیني شاهدانو خبر راکړی چې د شپې پر ۱۰ نیمو بجو تر ډزو وروسته په دغه ځای کې د صندقونو ډکول پیل شوي دي.
    ویل کیږي چې دلته د مشرانو د جرګې مشر ښاغلي فضل الهادي مسلمیار کسان تر ډېره په واک کې دي.
    ښاغلی مسلمیار د استاد سیاف نژدې کس دی، چې څه موده وړاندې یې له خپلو ملګرو سره د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
    د نوموړي په اړه ویل کېدل چې له ترهګرو سره مرسته کوي، او دولت په پام کې لري چې تر ټاکنو وروسته یې په اړه څېړنې پیل کړي.

  6. په بولدک کي د عبدالله لپاره همدا اوس درغلۍ رواني دي

    Larawbar.com 2014-06-13

    په بولدک ولسوالۍ کي د عبدالله عبدالله پر ګټه پراخي درغلۍ له نن مازيګره پيل او تر همدغي شېبې رواني دي.
    د کندهار ولايت د باغ پل سيمي د يوه انتخاباتي محل کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل:
    له بولدک ولسوالۍ څخه انتخاباتي کارکوونکو راته وويل چي په څو محلونو کي صندوقونه د عبدالله عبدالله پر ګټه ډکيږي.
    د سرچينې په وينا چي هر صندوق ته د 300 رايو د اچولو لارښوونه سوې ده. ده دا هم وويل چي د دغو درغليو ساتنه د سيمه ييزو قومي مشرانو او زورواکانو له خوا څارل کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *