نجیب الله علیزی

کله چي زه د روان کال د جولاي پر یوویشتم تاریخ هندوستان ته د ماسټرۍ په خاطر راغلم نو؛ په لیلیه کې ما او یوه بل ترکې محصل کوښښ وکړي چي په یوه اطاق کې سره ملګري سو. اصول داسي دئ چي په یوه اطاق کې باید دوه محصلین سره وه اوسیږي. زما سره په اطاق کې یو هندی محصل را سره ؤ او د ترکي محصل سره هم هندی ملګری ؤ، ددې لپاره چي زه او زما انډیوال (ترکی محصل) په یوه اطاق کې سره ملګري سو، دپوهنتون دلیلیې دچاروسمبالوونکي مدیر ته مو خپل عریضه ورکړل او خپل مشکل موداسی ورته ووایه :(مدیر صاحب هم زما سره او هم دده سره په اطاق کې هندیان دئ زه او دی غواړو چي په یوه اطاق کې سره یوه ځاي شو ستاسو د درانه حضور څخه غوښتنه کوو که چیرته زموږ د اطاق د تبدیلۍ امررا کړي ډیر به خوشحاله سو).

د لیلیو د چاروسمبالوونکی ډیر هیجانه سو رنګ یې په توروالي کې تک شین سو لکه بانجن چي دې په اوبو کې ایشولی وي. نوموړي په ځواب کې راته وویل: د دغه تبدیلۍ علت څه دی؟ موږ ورته وویل چي صیب موږ مسلمانان یو په مذهب، دین فرهنګ سره شریکان یو په خوی اوعادت سره پوه یو که چیري په یوه اطاق کې سره یوځای سو ښه به وي. مدیرصاحب یو څه چورتي سو خو لږ شیبه وروسته یې راته وویل سمه ده؛ خو تاسو به یو کار کوئ؛ هغه داچي نن ولاړسئ سبا د ځان سره د ګاندي صیب یوجلد کتاب چي (SWARAJ – سوراج) نومیږي وماته درسره راوړئ بیا به خبري وکړو. موږ هم په ورین تندی ومنله او د دفتره څخه یې راووتلو.

تاسولوستونکوته شاید سوال پیدا سي چي دا کتاب د چا دی او په دې کتاب کې څه شي لیکل شویدي؟ نو ځکه مي اړینه وګڼله چي لومړی په لنډه توګه دغه کتاب تاسو ته تشریح کړم.

 دا کتاب د هندوانو سترمعنوي پلار او د هندوستان د ازادي اتل (مهاتما ګاندي) په خپل لاس په ۱۹۰۸میلادی کال کې په کُجراتي ژبه باندي هغه وخت ولیکۍ چي هندوستان د انګریزانو تر استعمار لاندي و. په دي کتاب کې ښاغلي ګاندي خپل نظراوموقف د انګریزانو داستعمار په وړاندي څرګند کړیدئ او د دې ترڅنګ يې، هندوستانیان خپل په منځ کښ یو د بل د دین، مذهب اوعقیدي وزغملوته وربللي دي،اوهمدارنګه نوموړي غربی(western) مدنیت د هندوستان لپاره زهرتوصیف کړي دي. نوموړي پدي کتاب کې د هندوانو آزادي د انګریزانو څخه حتمي ګڼلي خو د عدم تشدد دلارې څخه؛ اوکله چي دا کتاب خپورشو د یو څه وخت لپاره انګریزانو د دې کتاب پرتوزیع بندیز ولګوئ.

 اوس به بیرته خپل اصلي خبرې ته راوګرځم، کله چي زه او ملګري مي دهغه د دفتر څخه راووتلو ډیر خوشحاله سولو چي ځه په یوه کتاب رشوت باندي مو راضي کړي سباته مو دیوه کتاب پرځاي د ګاندي صیب دوه جلده کتابونه رانیول. په دا بله ورځ باندي ورغلو اود دفتر مخته يې ودریدلو د لږ ځنډ وروسته اجازه راکړل سوه، ما او ترکي ملګري مي کتاب یو- یو د هغه د میز پر سر کښیښودل خودلیليې دتبدیلي پاڼه مو دده مخته ډیره نژدي کړل، ښاغلي لږشیبه وروسته خپل د میز د جابی څخه هم هغه د ګاندي  کتاب را وکښۍ او موږ ته یې وویل: تاسو هر یو خپل-خپل کتاب واخلي اته دیرشمه اوڅلویښتمه صفحې يې ولولۍ!.

کله چي مي کتاب خلاص کړي په اته دیرشمه صفحه کې داسي پوښتنه شویده:

آیا مسلمان او هندو په یوه کور یوه خاوره کې تر یوه چتر لاندي ژوند کولای شي؟ په څلویښتم مخکي ګاندي دغه سوال ته خپله داسي ځواب ور کړی ؤچي:

مسلمانانو او هندوانو په کلونو-کلونو یو د بل سره څنګ پر څنګ ژوند کړی دی، خوکه کوم وخت کوم ټکرراغلي وي یو بهرني فکټور یې حتما لرلي دۍ کنه نور نود (محمد خدای) او د (هندوانوخدای) یو دئ موږ فقط دوه مختلف سړکونه اخستي اما دا سړکونه په سر کې سره یوځاي سوي دي. نوموړي زیاتوي چي زموږ دښمن ددغه نقطي څخه چي مسلمان او هندو،ژوند نه شي سره کولای ګټه پورته کوي او سره ویشي مو. د سوال په دوهمه برخه کې پوښتل کیږي چي څنګه به هندو او مسلمان سره جوړ سي؟ ځکه چي هندوان د شرق خواته عبادت کوي او مسلمانان د غرب خواته، مسلمانان غواوي حلالوي او هندوان د غواووعبادت کوي؟

 ګاندي بیا هم دغه سوال ته ځواب ور کوي چي که مسلمان ورور(غوا) حلالوي نو اول عذر ورته وکړي چي دا کار ونه کړي خو که هغه دي کار ته ادامه ورکړي نوتاسودغوا دساتلو لپاره دمسلمان ورورد ژوند د اخیستولو حق نه لرۍ، او که دا کار وکړي هم د غوا اوهم د مسلمان دښمنان یاست.او بیا زیاتوي چي که هندو داسي فکر وکړي چي هندوستان معني د هندوانو کور دا اشتباه ده دا هغه وخت د هندوانو کور کیدلای شي چي ټول هندوان،ټوله هندوستاني ادیان ددي خاور مالکان وګڼي.

کله چي موږ دغه پورته دوي ذکر سوي صفحي ولوستلي دلیلیې د چارومسؤل مدیر ویل ښه هلکانو!

ستا سره په اطاق کې یوهندو اوسیږي هغه په خپله خاوره کې په خپل پوهنتون کې په کور کې په خپله لیلیه کې ستا سره په اطاق کې اوسیدلای سي تا زغملای سي!!! خو ته یې نه سي زغملاي! ولي؟ هیڅ هندوماته نه دي راغلي چي زه یا د مسلمان یا هم د کوم عیسوي سره نه اوسیږم خوبرعکس تاسونه باید دمحصلۍ په دوره کې شاهانه ژوند غوره کړي. زه په خپل هیواد کې  یواعشاریه دوه سوه دوه پنځوس بیلینه (1.252) نفوس لرم،او یوسلوددوه ویشت (122) ثبت سوی ژبي، دومره عظیم نفوس په هغه ډول چي تاسوعقیده پر لرۍ نه چلول کیږي، نوموړي زیاته کړل چي کلتوري او مذهبي تبعیض د مملکت لپاره زهر دي، ده وویل چي په بوسنیا، او کوسووکې د سربیانو نژادي لېونتوب، په سوډان کې د عربو مسلمانانو لخوا د عیسوي تورپوستانواو مسلمانو تورپوستانو ډلیزه وژني، او ترټولو وحشتناکه یې د نازي جرمني نژاد پرستي چي د خالص ((ارین نژاد)) دعوه یې کوله د هلاکت تر کندي ورسوله.لهذاتاسوچي ددغه ځایه څخه فارغه سي باید لویه مفکوره او لوی زړه در سره وي تاسو باید د افکارو،مذاهبو اوعقیدو تحمل ولري ملت جوړونه حوصله او تحمل غواړي. په اخرکې یې راته وویل چي خپل راوړل شوی کتابونو در سره واخلۍ او ښه ټینګ یې ووایاست. بلآخره موږ هم خپله عاریضه د ځان سره راواخستل او د هغه هندوستاني هلک سره موپه اطاق کې ژوند کولو ته دوام ور کړل یو څو ورځي وروسته مي د خپل ترکي ملګري څخه پوښتنه وکړل چي څه حال يې دي نوموړي را ته وویل چي بس سهار وختي زه د کعبي خواته لمونځ کوم او ملګري مي د خپل بکس څخه کوچني بګوان را وباسي او زنګولۍ ورته شرنګوي زه په ده کار نه لرم چي څوک پرستي او دی په ما، خو ستا څه حال دي؟. ما ورته وویل چي ما هم خپل داطاق هندي ملګري ښاغلي (وینۍ کومار) ته ویلي چي یاره بس (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ) او سره خوشحاله یو.

مننه

نجیب الله علیزی

د جواهر لعل نهرو پوهنتون،په نړیوالو اړیکوکې د ماسټري د لومړي کال محصل،نوی ډیلی ،هندوستان

6 thoughts on “عبرت ناکه درس/ نجیب الله علیزی ”
  1. علیزی صیب زمونږ مسلمانانو همدا دین او همدا عقیده ده د الله دین یوازی اسلام دی او بس مونږ په الله د هغه په رسول دهغه په کتاب ایمان راوړی مونږ ته امر همداسی شوی مونږ هله د پوره ایمان خاوندان کیدی شو چی خپلی عقیدی ته ژمن واوسو او دا کوم ایت چی تاسو لیکلی ددی ایت شان نزول وګوره او د کوم عالم نه ځان پری پوه کړه خدای مکړه هغه حدیث مصداق شی چی لمونځ اودس به کوی خو ددین نه به وتی وی . د ایمان د شروط ارکان باندی ځان پوه کړه په اسلام کی د چا سره مینه محبت دوستی کولو امر راته شوی او د چا نه د بیزاری او نفرت امر شوی راته باید ځان پری پوه کړو دا ایت هم درسره وګوره چی الله تعالی فرمایی : انما المشرکون نجس . او مشرکان هر هغه څوک چی د الله تعالی سره شریک نیسی که هغه په عبادت کی وی که په …………………………..

  2. په زړه کی راته ګرانه : ستادمضمون په لیدلو او لوستلو ډیرخوشحاله اوزړه می په روښانه شو. خو زویه په ډیرغورسره یی ولوله او بیا یی ولیکه چی دا نه یوازی یوه عملی اوتصادفی قصه ده . بلکی څواړخونه دزده کړی لری چی مهمه برخه یی همهغه ستاپه خبره دعبرت درس دی اوبل سیاسی او حقوقی زده کړی برخی هم لری . ددی او ددی کتاب لوستلوپه ښه ډول دحقوقو دیو شاګرد په حیث چی زه ستاسره داتوا ن او صلاحیت انشا الله وینم تحلیل او بیا یی راته تشریح کړه چی زما زړه نورهم ښه روښانه، ښاد اوخوشحاله شم . چی کومه برخه یی څه سیاسی او څه ډول حقوقی برخی لری ؟ چی سیاسون اودسیاسی ژوند ممثلین په هر وخت اوهرځای کی هغه مراعت او په نظرکی ونیسی ترڅو هم په سیاست کی بریالی او هم یی دحقوقود تامین وجیبه پرځای کړیوی ؟، . خپل هندی او ترکی ملګرو ته زما نیکی هیلی اوسلامونه ووایه بریالی اوسی خدای تعلی ج موو سا ته .

  3. ښاغلې علیزي صاحب ستاسې مضمون می ولوست او زما په نظر ددی مضمون پایله زه پخپل کمنټ کې تاسې او ټولو هیوادوالو سره شریکوم هیله ده چې د ټولو لپاره ګټور ثابت شې:
    لکه څرنګه چې ژوند مختلفي لوړي او ژوري لري چې د ژوند هر پیښه (حادثه) د انسان لپاره یو عبرتناکه قصه ده. د ژوند د ترخو او خوږو څخه باید انسان زده کړي چې سنګه د نورو زغمل او او دهغو سره د یوه چتر لاندي ژوند وکړي، د نړي ډیر هیوادونه د مختلفو نژادونو، قومونو، ژبو او مذهبونو لرونکې اتباع لری، که چیري دوی یو بل وزغمي یو د بل د مذهب، کلتور او اجتماعي اخلاقو درناوي وکړئ. نو همیشه به په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي او که یو دبل د مذهب ، کلتور او اجتماعي اخلاقو درناوي ونکړئ نو دوی به همیشه په جنګ، جنجال او دښمني کې وي دښمن ته به د دوي ترمنځ د بي اتفاقي او له منځه تللو ښه چانسونه پیدا کیږي ښکاره مثال یې هندوستان ، مالیزیا او ځنې نور هیوادونه دی چې ډول ډول نژادونه، مذاهب او عقیدي لرونکې خلک پکې ژوند کوي ولي په سوله او ثبات کې ژوند کوي منفي اړخ یې په تآسف سره زمونږ په هیواد کې تجربه کیږی چې دین مو یو دی کتاب مو یو دی پیغمبر مو یو دی ولي مونږ پدي کوچني هیواد کې په کم نفوس سره یو بل نشو زغملاي او همیشه بي اتفاقه او په یوه او بل نامه ددښمن ښکار کیږو.
    د ټول مسلمان ملت د یوالي په هیله
    تلوار ارین

  4. حقپال صیب سلامونه مي قبول کړه!
    الحمدا لله د خدای ج او دهغه پر محبوب رسول باندی پوره ایمان او عقیده لرم، ددغه ایات شانزول مي پوره ۱۵ کاله پخوا لوستي نه بلکي زده دي. دنیکه مرغه اسلام او په هغه باندي ځان پوهول د کوم چا انحصاري مال او ثروت نه دي، نه هم د چا دګټو افزار. که دی دپاکستان عاشي لوستي وي صفر نمره درکوم، او هیله کوم چي ځان په اسلام سم پوه کړه. زما مقاله سمه تحلیل کړه که یې وړتیا لري، ما نه دي لیکلي چي زه د کوم هندی سره دده د مشرکیت پر اساس مینه او محبت کوم ما نه دی لیکلي چي زه د هندو مذهب پیروي پیلوم ما نه دی لیکلي چي مشرک د خدای دوست دي. نو دادومره معنی ګانی له کومه کړلي؟

  5. نجیب الله علیزی! ستاسو دعبرت درس لیکنی په اړوندمی د حقپال صاحب تبصره ولوستل . زویه : دهرچا نظر دهغه شخصی نظراودقدروړدی او هرچاته دانظر باید دقدر وړوی. که دچا خوښ اویا یی ناخوښوی . ستاسو جواب می ددوی دنظر په اړوند ولوستی يوڅه داحساساتو تر تاثی لاندی معلومشو . خو هرڅه چی وی باید ډیرنرم او په ډیرو ښو اودخوښی په الفاظو کی نغښتی وی نه داچی تند او یا په ناخوښو الفاظو اوکلماتو . هرڅه په حوصله اوسنجش .، هیله چی هر څوک ستاحوصله اوزغم خپل سرمشق او مثال وګرځوی ترڅو هم ته اوهم هغه خوشحاله وی . هغه بریا اوسرلوړی چی په خوږه ژبه او نیکو الفاظو اوحوصله اوزغم کی شته هغه په هیڅ بل قدرت کی نشته . وایی پوهان اومجرب : یومثقال عقل تر یوخروار زور غښتلی دی اویا وایی چی زرواره یی وسنجوه اوبیایی ترخولی راوباسه . نوځکه زه په دی هیله یم چی ته باید دحوصلی بحر او دریاب واوسی ځکه دخلکو خوشحالی ډیر سسخت اوخفګان یی ډیر اسانه دی . ستا دسرلوړی بریا اوروغتیا په هیله . ستاپلار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *