تاند – په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی او قومي مشرعبیدالله بارکزی وایي،‌ کاغذي اتلان دې بدمعاشي نه کوي که نه ولس به یې یو ځل بیا پسې واخلي.

ښاغلي بارکزي په خپله فیسبوک پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، «اوس افغان ولس پوهېږي چې بعضې سیاسي مشران اخوا دې خوا غونډې او کرایي جلسې جوړوي، چېغې او نارې وهي، له دوی سره د افغانستان نه بلکه د خپلو جېبونو اندېښنه ده،»

داسې ښکاري چې د ښاغلي بارکزي اشاره هغو کسانو ته وي چې ویل کیږي په وروستیو کې ولسمشرغني د غلاوو او اداري فساد په تور پسې اخیستي او هغوی د ننګرهار، کندهار، خوست او بلخ په څېر ولایتونو کې د اصلاحاتو په وړاندې د مقابلې غږ پورته کړی دی.

په دې ډله کې له ننګرهار څخه حاجي ظاهر قدیر، قوماندان حضرت علي، له کندهار څخه عبدالرحیم ایوبي، له خوست څخه همایون همایون او له بلخ څخه عطامحمد نور تر نورو ډېر یادېږي.‌

د تورنو کسانو له ډلې عطامحمد نور چې ویل کیږي د اګست په نیمایي کې یې خپل یو سیاسي سیال او د بلخ د ولایتي شورا وکیل محمد آصف مومند ونیو، ویې واهه او بیا یې یو غږ ترې پرې کړ، پرون /یکشنبه د اګست ۲۷مه/ ولسمشر غني ته اخطار ورکړ چې د هغه د حکم پروا نه کوي او دا چې واکمني به یې نسکوره کړي. نوموړي همدارنګه د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ته سپکې سپورې وکړې.

عبیدالله بارکزي په خپله وینا کې چې تر ډېره یې تمرکز په عطامحمد نور برېښي، نوموړی او ډله یې د امریکا د بي ۵۲ الوتکو په زور واک ته رسېدلی ګڼلی او وریاده کړې یې ده چې ملا دادالله اخند هغه او ډله یې تر کولاب او استانبول پورې وځغلول.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي ولسمشرغني د نظام او جهاد رهبر ګڼلی او له بلواګرو نه یې غوښتي چې د ولسمشر او نظام پر وړاندې له درېدلو څخه دې لاس په سر شي که نه د ملا فاضل اخوند، ملا دادالله اخوند، ملا مشر اخوند په څېر اتلان او د هغوی د صف ملګري یوازې یوه امر ته انتظار دي چې بیا به بلواګر داسې پسې واخلي چې کولاب او استانبول ته به ورسېږي.

ویل کیږي چې په ۱۹۹۰مو کالونو کې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر وخت د پلازمېنې کابل په شمول په ټول افغانستان کې وهل، ټکول، وژل، غلاوې او داړې اوج ته ورسېدل،‌ وروسته د طالبانو په واکمنېدلو سره غله او داړه ماران وتښتېدل، خو په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د ایتلافي ځواکونو په راتګ سره یو ځل بیا د مجاهدینو په نامه واک ته ورسېدل چې اوس نظام ته په لوی سرخوږي بدل شوي دي.

One thought on “عبیدالله بارکزی: نظام او د جهاد رهبر ته ګواښونه مه کوئ که نه بیا به تر کولاب او استانبول پورې وځغلئ”
  1. د رسنیو مسولیت دی چی خلکوته رښتینی معلومات وړاندی کړی
    دا چی غله څوک دی؟
    د واک لیونیان څوک دی؟
    بی منطقه او زورواکی څوک دی؟
    د بهرنیانو اصلی جاسوسان څوک دی؟
    او د ګران هیواد افغانستان د یووالی دښمنان څوک دی؟
    دغه د پورته لرونکوو اوصافو خلک ددی هیواد دښمنان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *