عثماني امپراتوري چې د ترکي امپراتورۍي او عثمانیه علیه دولت په نومونو هم یادیږي د یوې واکمنۍ نوم وو چې د ۱۴مې او د ۲۰مې پېړۍ د لومړیو کالونو تر منځ موده کې یې د جنوب ختیځې اروپا ډېره برخه، لوېدیځه اسیا او شمالي افریقا تر کنټرول لاندې وه.

عثماني دولت د ۱۳مې پېړۍ په پای (۱۲۹۹) کې په شمال لوېدیځه اناتولیا کې په سوګوت (Sogut) ښار کې د اوغوز ترکي قومي مشر عثمان ۱ یا لومړي عثمان له خوا تاسیس شو.

له ۱۳۵۴ میلادي کال څخه وروسته عثمانیان اروپا ته پورې وتل،‌ او د بالکانونو په نیولو سره عثمانیه دولت د براعظمونو په سطحه امپراتورۍ باندې واوښت. په ۱۴۵۳ میلادي کال کې د محمد الفاتح له خوا د قسطنطینې (استانبول) په نیولو سره عثمانیانو د بیزانتین امپراتوري پای ته ورسوله.

د ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو په ترڅ کې، د واکمنۍ د زور پر وخت چې واک د سلطان سلیمان په لاس کې وو، عثماني امپراتوري یوه ګڼ ملتیزه، ګڼ ژبیره امپراتوري وه چې د جنوب ختیځې اروپا ډېره برخه، د منځنۍ اروپا څه برخې، لوېدیځه اسیا، د ختیځې اروپا څه برخې او قفقاز، شمالي افریقا او د افریقا ښکر (سیمه) یې تر کنټرول لاندې وه.

د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې، عثماني امپراتورۍ ۳۲ ولایتونه او ګڼ شمېر متعهد دولتونه لرل. د وروسته پېړیو په ترڅ کې د هغوی له ډلې څخه ځینې په عثماني امپراتورۍ کې جذب شول او ځینې نورو ته یې بېلابېل ډول خپلواکۍ ورکول شوې.

عثماني امپراتوري چې استانبول یې پلازمېنه وه، شپږ پېړۍ د ختیځې او لوېدېځې نړۍ تر منځ‌ د مواصلاتو مرکز وه، خو اکاډمیک تاریخپوهان په دې نظر دي چې د سلیمان له مړینې څخه وروسته چې امپراتوري مخ په ځوړ روانه شوه ورو ورو یې دا اعتبار له لاسه ورکړ، البته اقتصاد، ټولنه او پوځ په ټوله ۱۷مه پېړۍ او ان د ۱۸مې پېړۍ تر ډېر وخت پورې غښتلي وو.

د عثماني امپراتورۍ پوځي سیستم د سولې په اوږده دوره (۱۷۴۰ – ۱۷۶۸) کې د خپلو اروپایي سیالانو په وړاندې کمزوری شو او د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې یې سختې ماتې وخوړې، خو بیا یې د تنظیمات په نامه په پراخو ریفورمونو او عصري کولو لاس پورې کړ چې د ۱۹مې پېړۍ په ترڅ کې که څه هم چې ډېرې ځمکې په ځانګړې توګه بالکانونه یې له لاسه ورکړل، خوعثماني دولت ډېر قوي او منظم شو. اخوا په بالکانونو کې نوي دولتونه راوټوکېدل.

امپراتورۍ د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په دې هیله له جرمني سره لاس یو کړ چې که له سیاسي انزوا څخه، چې په نتیجه کې یې په وروستیو کې یو شمېر قلمروونه له لاسه ورکړي ول، ځان را وباسي. په دې توګه عثماني امپراتوري په لومړۍ نړۍ واله جګړه کې د مرکزي ځواکونو (د لومړۍ نړۍ والې جګړې یو لوری) په څنګ کې ودرېدله.

په دې وخت کې عثماني امپراتورۍ ته د هغو عربي هېوادونو له خوا چې تر کنټرول لاندې یې وو هم سرخوږی ورځ تر بلې په ډېرېدلو وو چې په لړ کې یې عربي انقلاب هم رامنځته شو. دا هغه وخت وو چې عثماني حکومت د ارمینیایانو،‌ اسیریایانو او پونتیک یونیانو پر ضد وحشتونه ترسره کړل.

د عثماني امپراتورۍ واکمنو د ۱۹۱۵ د اپریل له ۱۴مې پیل د ارمینیایانو عام قتل پیل کړ او د ښځو، ماشومانو، پوهانو او روشنفکرانو په شمول خپل تر یو نیم میلیون پورې اتباع یې ووژل. همدارنګه د لومړۍ نړۍ والې جګړې په ترڅ کې او ترې وروسته عثماني ترکانو له یو نیم لک څخه تر درې لکو پورې اشوریایان یا اسیریایان (افریقایي قبایل) ووژل، او هم یې د ۱۹۱۳- ۱۹۲۲ کالونو په ترڅ کې له ۴ نیمو لکو څخه تر ۷ نیم لکو پورې یونانيان ووژل.

د لومړۍ نړۍ والې جګړې په پای کې چې متحدینو د عثماني امپراتورۍ یوه برخه ونیوله د امپراتورۍ تجزیه پیل شوه او د منځني ختیځ ځمکې یې له لاسه ووتلې چې د برتانیا او فرانسې تر منځ ووېشل شوې.

په لنډه، عثماني دولت په ۱۲۹۹میلادي کال کې رامنځته شو، پورته شو، پراخ شو، امپراتوري شوه، وغزېده، راټوله شوه، منظمه شوه، عصري شوه، وشړېده او بالاخره د ۱۹۰۸ – ۱۹۲۲ کالونو په ترڅ کې منحل شوه او د متحدو ځواکونو پر ضد د ترکانو د خپلواکۍ د جګړې د بریالیتوب په نتیجه کې یې اوسنی د ترکیې جمهوریت وزېږاوه.

سرچینې: بېلابېلې انترنیټي ویبپاڼې

One thought on “عثماني امپراتوري| خان محمد ستانکزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *