تاند – د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ نن د شنبې په ورځ / د فبروري ۲۵مه/ د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا په غونډه کې وویل چې د پنجاب حکومت او پولیس کرکه خپروي.
هغه وویل، په پنجاب کې د پښتنو په وړاندې توپیري چلند کیږي (په پنجاب کې د پښتنو د سپکاوي په هکله راپور). نوموړي وویل چې د پنجاب حکومت د اساسي قانون خلاف عمل کوي.
ښاغلي کاکړ وویل چې د ترهګرۍ په برخه کې تر ټولو ډېرې قربانۍ پښتنو ورکړي دي.
کاکړ وویل چې، په پاکستان کې نه ازادې رسنۍ وې او نه اوس شته او نه یې دا خلک پرېږدي.
تحلیلګران وایي چې له «خلکو» نه یې هدف د پاکستان استخباراتي ادارې وې چې ویل کيږي پاکستانۍ رسنۍ مستقیما کنټرولوي او هغه رسنۍ چې د دغو ادارو د ترهګریزو فعالیتونو په هکله راپور ورکوي کارکوونکي یې یا وژل کیږي او یا په ژوندوني شکنجه کیږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه ايالتي مشر وویل چې پښتانه عوام هېڅکله ترهګر نه دي او مونږ ټول د ترهګرۍ خلاف یو.
د پښتونخوا تحلیلګران په دې باور دي چې د پښتنو سیمو ته ترهګر او ترهګري د پاکستان استخباراتي ادارو د دې لپاره راوړي وو چې د ترهګرۍ پر ضد د جنګ په نامه ازادو سیمو ته ورشي، ویې نیسي او خپل کنټرول پرې ټینګ کړي.
عثمان خان کاکړ وویل چې په پنجاب کې هره ورځ ګڼ شمېر پښتانه عوام نیول کیږي او په سلګونو پښتانه زندانونو ته اچول شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د دې مسئلې د حل لپاره دې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړای شي چې ویې څېړي او د حل لاره ورته راوباسي.
دپښتنو دمشرانو څخه هيله او آرزو ده چه نور دي ددې سياست څخه لاس واخلي چه وائي (موږ اول آفغانان يو او بياپاکستانيان يو او بياوائې موږ دپاکستان ماتول نه غواړو)
پاکستان يو حکومت دئ هغه هم دآنګريز په لاس جوړ سوئ حکومت .قانون ئې آنګريزي دئ مذهب ئې آنګريزئ دئ وجدان ئې آنګريزئ دئ سياست ئې انګريزئ دئ او دآنګريز ځيره خور دئ او ټوله واک ئې و تور پنجاب ته ورکړئ دئ چه دهغه په سر کي ايس آئ قرار لري او په ۱۹۴۷کي په مصنوعي شکل رازيږيدلئ دئ چه دزيږيدو په وخت کي ئې بلوڅ مخالف،سندئ مخالف،او يوازي تاسي پښتانه واست چه دپښتونستان پکيج مو ورته ايښئ هغه هم رد سو او تر داسورنا وهئ چه موږ اول آفغانان او بياپاکستانيان يو .دخپل شخصي جيب په خاطر او دخپلي خانئ په خاطر مو هيواد دپنجاب تر غلامئ لاندي راوستلئ او دپښتنو آکثريت مو دبربريت او وحشت تر تيرو چړو لاندي پريستلي او تر آوسه دالړئ آدامه لري.
بل آفغان قوم دئ چه ۵۰۰۰کاله تاريخ لري ۵۰۰۰کاله دمخه په پښتو ژبه خبري کيدلې پښتو مکمل ګرامر دجهان په ټولو ژبو کي لري.ستاسو دآکثرو پښتو ژبه ذده نه ده دا څه دي دا دغلامئ علايم نه دي؟
تاسي ياست چه پنجاب ته موداوخت ورکړئ دئ چه پښتانه اوس ددهشت ګر په توګه پيژني او مشران ئې دتور پنجاب په ذريعه او دآنګريز په دستور ترور ياشکنجه کيږي او هيڅ دانساني ژوند نښي اونښانې نه پکښي ليدل کيږي.تاسي ګل خانان ئې هم پر ميخ وهئ هم پر نال.
پښتنو ته پکار ده چه نور ددغسو ګل خانانو څخه لاس پر سر سي او ديوه آذاد آفغانستان په تلاش کي سي.تر څو چه آذاد نه ياست هيڅ انساني ژوند به ونه وينئ .
مړ او نابود دي وي پاکستان دا دآنګريز دشيطان ځاله او مړه دي وي هغه څوک چه وائي موږ اول آفغانان يو اوبيا پاکستانيان.هيڅ وخت فکي آفغان کيدائ نه سي.
دمحکوم آفغانستان دآذادئ پر لور.