موږ وایو چې سوله د قرآنکريم د نص له مخې ډير غوره کار دی او باید چې وشي، خو وروسته بیا دا لستوڼي ور اچوو چې اوس د سولې لپاره غوره او مناسب وخت نه دی…!!!
که د صلحې او مصالحت د غوره والي په اړه د قرآن له نصه دليل راوړو، د خپل وروستني آند د تثبيت لپاره هم باید له قرآنکریمه دليل ولرو. په قرآن کريم کې چې د «والصلح خير» حکم راوړل شوی نو تر دې وړاندې د میرمنې او میړه ترمنځ د ناندریو پر بیلابيلو بڼو تفصيلي خبره شوي ده او په پای کې مؤمنانو ته امر شوی چې د دوي تر منځ په هر حالت کې سوله ور وکړي ځکه سوله د قرآن کریم د نص له مخې په هر حالت کې خير دی، ښيګڼه ده او ښه کار دی…!
په قرآن کریم کې سوله یواځې په یوه شرط سره مشروطه ده او هغه د دښمن له لورې د سولې د وړانديز شرط دی لکه چې په قرآن کریم کې فرمايي: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا
ژباړه: که دښمنانو مو د سولې خوا ته ميلان وکړ نو ته هم (ای پيغمبره) میلان ورته وښيه. بيا يې د ظاهري اسبابو د اختيار، د مصالحو د جلب او مضراتو د دفع تر څنګ پر خدای جل جلاله باندې د توکل امر راته کړی دی، لکه چې فرمايي: وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
ژباړه: نو (کله چې دې د سولې او مصالحت کار ته ملا وتړله او د مصالحو د جلب او مضراتو د دفع په برخه کې دې ظاهري اسباب غوره کړل نو بیا..) پر خدای جل جلاله توکّل وکړه. په ټینګار سره چې الله جل جلاله د دښمنانو د مجلسونو او مشورتي غونډو اوریدونکی او ستاسې پر نیّت او د دوي پر سازشونو خبر دی.
دلته ګڼ ملګري دا خبره کوي چې دښمن مکار دی، چالاک دی، پروګرامونه او پلانونه لري، مسلمانان یې تل د خبرو پر ميز تېر ايستلي دی، له دښمن سره خبرې ځکه باید ونکړای شي چې تېرباسي مو…!
کټ مټ د همدغو انديښنو او وسوسو په تړاو له پورته آیت نه په را وروسته آیت کې لوی خدای جل جلاله فرمايي:
وَإِن يُرِيدُواْ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ
او که دښمنانو اراده وکړه چې (د خبرو پر مهال) له تاسې سره چل وکړي (او تېر مو باسي) نو په ټینګار سره ای پيغمبره ستا لپاره د الله جل جلاله ذات کافي دی او د دې حقيقت ثبوت دا دی چې الله جل جلاله هماغه ذات دی چې ستا مټې يې پر خپل نصرت او د مؤمنینو په زیاتوالې سره غښتلي کړې.
دلته یوې بلې نکتې ته پام وکړئ چې د مقابل لوري (دښمن) د یادولو پرمهال د جمعِ صيغه راوړل شوي ده چې مانا یې د دښمنو جهتونو ډيروالی دی او دا په ډاګه کوي چې په یوه وخت له ګڼو خارجي او داخلي دښمنو جهتونو سره مذاکرات او مصالحه کيدلای شي.