امید اڅک

 امید اڅک  

زموږ همکار سیف الله حیات د پکتیا څخه د ننني افغانستان اونیزې لپاره خپل اونیز راپور لیږلی دی. 

راپور د پکتیا په ۷ ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو په اړه دی، چې په یادو ولسوالیو کې تر اوسه حتی یوه نجلۍ هم له دولسمه نه ده فارغه شوې. د ایډیټ او ارزونې په موخه مې راپور ښه دقیق ولوست، خدای شته ډير خفه شوم، په دې سهار کې یې زما موډ ګډوډ کړ. 

په راپور کې له نجونو سره هم خبرې شوي. عامل یې د دولت نه پاملرنه، نا امني او کلتوري ستونزې ښودل شوي.

په ځينو ځایونو کې خو بیخي د نجونو ښوونځي نشته، په هغه ځایونو کې چې شته هم، د کلتوري عواملو له کبله خلک خپلې نجونې له شپږم ټولکې څخه پورته ښوونځيو ته نه پریږدي، زه نه پوهیږم چې دا کلتور څه دی؟ دودونه څه شی دي؟ ایا دا رښتیا هم زموږ ارزښتونه دي؟ که همدا بدبختي مو ارزښت وي، زه دغه ارزښت تر خاورو لاندې کوم، ورک دې شي دا فرهنګ او دا رواج.

دا یوازې پکتیا نه؛ بلکې په ډیرو پښتون میشتو بدبختو سیمو کې همدا حال دی.

دولت خو هسې هم بې مسولیته دی، د ناامنۍ او طالب جان په اړه به هیڅ ونه وایو، خو د خلکو مسولیت او کاذب غرور د ماتولو لپاره یوه ډيره اسانه لاره هم شته.

دغه کار یوازې او یوازې وطنپال او بامسولیته نارینه او ښځینه ډاکټرانې کولی شي.

دوی باید اول یوه قوي اتحادیه جوړه کړي، بیا ځانته یو قانون جوړ کړي، هغه داسې چې که یو چا خپله ښځه، لور او مور د ښځینه حساسو ناروغیو د درملنې لپاره ښځينه ډاکټرې ته راوړه، ډاکټره باید ورڅخه لومړی پوښتنه وکړي، چې د کورنۍ نجونې مو ښوونځيو ته لیږئ  او کنه؟ که یې لیږلې خو ښه په قدر او عزت دې ورته درملنه او معیانات وکړي او که یې د خپل کور نجونې ښوونځيو ته نه لیږلې او اجازه یې نه ورکوله نو، یوازې دا نه چې درملنه دې ورته ونه کړي؛ بلکې د لعنتي کاذب غیرتي دې یو ښه عیاشه او له پخوا څخه پوه کړل شوي نارینه ډاکټر ته په دې شرط ولیږي، چې د قلب ګراف او د ښځې ټول معیانات به  ستا په مخکې نارینه ډاکټر کوي او ته هیڅ د خبرو کولو اجازه هم نه لرې، ځکه چې ددغسې بې غیرته انسانانو له نظره ډاکټر محرم وي. 

هلته دې ډاکټر له قصده قصده ددې د ښځې په اندامونو لاس ووهي، ته وګوره چې بیا دغه سړی خپلې نجونې مکتب ته لیږي او کنه؟ 

دا مې له قهره ولیکل، ځینې انسانانو ته بیخې سړی حیران شي، لکه په کومه بله سیاره کې چې ژوند کوي.

نارینه ډاکټر ته د خپلې ښځې، خور او مور په ښودلو نه شرمیږي، خو ښوونځي ته د خپلې لور او خور په ورتګ شرمیږي، بیا ګیله هم همدوی کوي. 

نو په دغسې کورمغزۍ سره به په هیواد کې نور قومونه څه چې د هغه پرمختللو پښتون میشتو قومونو سره د سالم رقابت له لارې د سیالۍ جوګه شئ؟ قسم په خدای که ښه ورځ ووینئ. 

په دې برخه کې ډيره ملامتي د اړوندو سیمو روڼ آندو، مدني ټولنو، فرهنګیانو او لوستلو نجونو او نارینه ځوانانو ته هم متوجه دی، چې د خپلو خلکو په پوهونه او ویښتابه کې یې غفلت کړی دی. 

ځوانان باید ویښ شي، خپل مسولیت ادا کړي، ناپوه و پوهوي، په هر قسم چې کیږي، ځینې ناوړه وچ دودونه باید مات کړي. 

خلک باید په دې پوه کړي، چې ښوونځي ته د نجونو ورتک بې غیرتي نه ده، بلکې نه ورتګ یې بې غیرتي ده.

 غیرت دا دی چې نجونې ښوونځي ته ولیږل شي، غیرت دا دی چې خپله ښځه، خور او مور ښځينه ډاکترې ته و ښودل شي، غیرته دا دی، چې په معمولي ناروغی مو د کورنۍ میرمنې خپل ژوند له لاسه ورنه کړي، غیرت دا دی، د سیالانو سره د ژوندانه په هره برخه کې سالمه سیالي وشي، غیرت دا دی، چې ښوونځیو ته د همدې وړو نجونو په لیږلو سره به زموږ په خپلو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې، د ښوونځیو معلمانې په خپله زموږ د سیمې وي.  

دا څه په وحشتونو او مردارو دودنو او رواجونو کې غرق یو، چې هیڅ ترې نه خلاصیږو، لعنت د خدای دې په دې غیرت شي، چې موږ یې لرو. 

خفه نشئ، لیکنه یوازې پکتیا نه، بلکې موږ ټولو ته متوجه ده، که په چا بده لکیدلي وي، نو دا ټولې خبرې دې ماته منسوب کړي، ځانته مې وویل. 

بخښنه او درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *