عدالت زه د نړۍ په هغه ځای کې اوسېږم چې هلته عدالت غوښتونکي ډېر دي، مګر عدالت کوونکي کم دي. نو زه اوس په دې پوه شوم، چې اصل کې عدالت په غوښتنه کې نه ده، بلکې عدالت په کولو کې دی، یعنې خپله دې هر غوښتونکی عدالت وکړي، بیا به عدالت رامنځ ته شي. عدالت برابري او مساوات ته ویل کېږي، ته چې عدالت چغې وهې، خپله عدالت وکړه.
فعل باید تر سره شي، غوښتنه او امر کول په کار کې د یو چا د کمزوري په مانا ده، لکه کار وکړئ، مطالعه وګړئ، ووهئ، عدالت وکړئ. دلته چې څوک امر او غوښتنه کوي، خپله دغه کار کې د کمزوري په مانا ده او که چېرته ووایم، زه کار کوم، زه معالعه کوم.
دلته فعل هغه څوک درسره کوي چې خپله قوي وي. زموږ خپل هیواد کې یوه لویه ستونزه همدا ده، چې دلته ډېر خلک امرونه او غوښتنې کوي، مګر خپله تر سره کول نشته، کله چې فعل خپله تر سره شي، هر څه جوړېږي.
هر څه چې له اصل څخه لرېوالی اختیار کړي، هغومره یې اغېزه او تاثیر کمېږي، هر څومره چې یو شی، خپل ځای کې وی هغومره یې اغېزه او تاثیر زیات وي، مثلاً که موږ د افغانستان عدالت چغي په نورو هیوادونو کې وکړو او یا که د افغانستان عدالت چغه موږ په خپله افغانستان کې وکړو او یا همدارنګه که موږ خپله عدالت په ځان ومنو یعنې خپله یې تر سره کړو.
په پورته مثالونو کې که اوس فکر وکړو، د کوم مثال اغېزه او تاثیر زیات وي، نو ضرور فیصله کوو، چې د دریم مثال اغېزه او ګټه زیاته ده. که چېرته پورته مثالونه یا داسې تشریح کړو، (د افغانستان عدالت) دلته دغه عبارت داسې تقسیم کوو. ( د ) د ملکیت توری دی، یعنې ملکیت ثابتوي. نو دلته(د) د افغانستان ملکیت ثابتوي. ( افغانستان ) دلته مضاف الیه دی او ( عدالت ) مضاف دی.
د (عدالت) نسبت د اضافت د (د) توري په واسطه (افغانستان) ته شوی او د (افغانستان) ملکیت ګرځیدلی دی. د پورته عبارت مثال څخه مې هدف دا شو، چې دلته عدالت ملکیت د افغانستان دی، ایا چې د یو شي مالک خپله ته یې، نو بل څوک به یې درته ساتي؟ نه، هېڅکله یې نه درته ساتي. که درته ساتي یې، نو په بدل کې به یې ضرور یو څه ورکوې. لکه څنګه چې موږ ډوډۍ ته اړتیا لرو او خپل لاس په خپله پسې ور اوږدو او بیا یې خورو همدا شان موږ عدالت ته هم اړتیا لرو، نو اوس ایا موږ ته ډوډۍ بل څوک په خوله کې راکړي، که موږ به خپل لاس په خپله پسې ور وچت کوو، یعنې موږ باید خپل عمل خپله درسره کړو، نه بل څوک. که هر وخت موږ د یو کار غوښتونکي یوو، نه تر سره کېږي، مګر که موږ کوونکي شو، بیا تر سره کېږي، ځکه دلته موږ چې کوونکي شو، نو باور مو په ځان زیاتېږي، هغه کار تر سره کېږي.
بل غوښتونکي په ځان باور نه لري، بلکې کوونکي په ځان باور لري، څوک چې په ځان باور لري هغه بریالي دي. هغه څوک بریالي نه دي، چې په بل باور لري او په ځان یې نه لري. په ځان باور ولرئ او خپل کار په خپله تر سره کړئ. که څوک خپله عدالت تر سره کړي، هلته عدالت پلي کېږي، نه هلته چې ته عدالت له بل چا څخه غواړې.
هلته عدالت نشته، چې هلته عدالت څوک غواړي. موږ چې خپله عدالت وکړو، دا تر ټولو لوی عدالت دی. چارواکي دي، چپ شي، عدالت دې نه غواړي، بلکې عدالت دې خپله وکړي، مقصد هر څوک چې عدالت غواړي، عدالت دې وکړي. خپل حال په خپله بدل کړئ، بل څوک یې نه درته بدلوي.