هانری باربوس
ژباړن: احسان الله ارینزی –
—————————————————————-

د لیکوال په اړه :

فرانسوي لیکوال هانري باربوس (Henri Barbusse) د ۱۸۷۳ م کال د مې په ۱۷ زېږېدلی او د ۱۹۳۵ م کال د اګست په ۳۰مه مړ شوی دی. نوموړي د لنډو کیسو او ناولونو ترڅنګ سیاسي لیکنې هم کړي او د فرانسې د کمونست ګوند غړی و.

—————————————————————–
هوا توده ده. ډله ډله مچان په توده هوا کې الوزي او د وز_ وز غږونه يې اوريدل كيږي. لارويان روان دي او هڅه كوي چې د ديوالونو له سيوري څخه ليرې نه شي .موږ د “سنتاندر” ولايت د ” كاوادا” كلي په ميدان كې ياستو. دا ډول ميدانونه د اسپانيا په نورو كليو كې هم ډير دي. پخوا چې خلكو ملي جامې اغوستې، دا ځاى ډېر ښكلى او په زړه پوري و؛ خو اوس هم د اسپانيا دغرونو بربنډو څوكو او غنم رنګه خلكو، خپله ښكلا له لاسه نه ده وركړې او په زړه پورې ځلا لري.
د مچانو په وز_ وز سربيره د ډبرينو ديوالونو له ها خوا ورو غږونه اوريدل كيږي: هلته ښوونځى دى. دا ښوونځی د نړۍ له نورو ښوونځيو سره هيڅ توپير نه لري. تياره، خپه كوونكي ديوالونه، يو شان څوكۍ او كوچني كوچني سرونه. د خونې په منځ كې يو نفر ولاړ دى چې په هغه چاپيريال كې د  ديو په شان ښكاري، دى ښوونكى دى.
دى بايد د خپلو نورو ملګرو په شان څومره صبر، حوصله او د نوښت ځواک ولري چې په دی ديرشو كوچنيو سرونو چاپير شي او په هغو كې د واقعيتونو او حقيقتونو له ستر سمندر څخه څو څاڅكي ځای کړي.
د کاوادا کلي د ښوونکي نوم بالدومه سوري و. دی ډېر ساده، زړه سوانده او پوه سړی و. ټولو به د ده په ستاینه کې ویل چې مهربان او په کار مین سړی دی. د ده وخت پېژندني او وفا په کلیوالو کې د متل بڼه غوره کړې وه. که به کومه ورځ لږ ناوخته شو، ټولو به فکر کاوه چې ګړۍ سم کار نه کوي.
د بالدومه سوري انددود طرزتفکر هم  د ده د ژوند په شان منظم او سپیڅلی و. له همدې امله ځنې کسانو د  ده اند او په تېره بیا د ټولنېزه چارو په هکله عقېدې ته په بده سترګه کتل اوویل به یې چې ډېر سور سړی دی!؛ خو همدې کسانو هم  په تل کې د دې سره انسان په شرافت او رښتینوالۍباور درلود او هغه درناوی کاوه. د کاوادا د کلي دوو کسانو د ښوونکي په هکله بېله عقیده درلوده. مذهبي ملا او د ده شاګرد چې دواړو تورې جامې اغوستې.
د وخت په تېرېدوله ښوونكي سره د دوى كينه ډېرېده؛  ځكه د ټولنې د خپلواكۍ او سوكالۍ په  برخه كې له “شيطاني؟!” افكارو پرته، ښوونكي هیڅکله داسې كار نه كاوه چې څوك ګوته ورته ونيسي.
ښوونځى به تل د مذهبي ملا او د ده دشاګرد ترڅارنې لاندې و؛ ځكه  ښوونځى هغه فابريكه ده چې د وده كوونكى نسل افكار او روحيات جوړوي. له همدې امله هغه کسان چې غواړي په راتلونكى لاسبري شي، ښوونځيو ته پام ساتي.
څه موده مخكې د “فرانسيسكو” په نامه يو سړي هڅه وكړه چې داسپانيا ښوونځي د كليسا او توركاليو له وژونكې اغېز څخه وژغوري؛خو ووژل شو او مخكې له دې چې چغې کړي: “ژوندی دې وي ښوونځى!” په ګولیو غلبيل شو.
اسپانوي روحانيونو له دې ستر بري څخه وروسته د ښوونځيو چاڼ  پیل کړ. اشرافي كورنيو او واکمنوهم له  دوى سره مرسته  كوله.
هر چيرته چـې چارې د پوځيانو په لاس كې وي، روحانيون واك چـلـوي” لـه هـمـدې امله تاسو له داسې يوه هيـواد سـره مـخـامخ ياستئ چې خلك ورو دعقايـدو د څيـړنې په لور روان دى؛ خو د هغه غوړه ماله ویناوالو له پاره چې غواړي خلک په دې قانع کړي چې دوی د ودې (تکامل) د نه بدلېدونکي قانون سره سم، د نړۍ له خورا نیکمرغه ولسونو څخه دي، ګرانه ده چې د خپلو خبرو له پاره مناسب دلایل ومومي. له همدې امله مذهبي ملا او شاګرد له پاك او خپلواك ښوونكي سره ژوره دښمني درلوده؛ ځكه چې ښوونکي په خپلو كړو وړو او نيكو اخلاقو په خلكو ګران او د ملا له پاره خطرناك و؛ خو په ښوونكي كې داسې څه نه موندل کېدل چې ملا كفر بللی او ځان د دی “دښمن” له شر څخه خلاص  كړى واى.
له غمونو او ستونزو څخه په ډكه اسپانيا كې ملایان واك لري چې ښوونځي وڅاري او درسي مواد يې له خپل اند  سره سم وڅيړي.
 په هغه ورځ چې زه يې كيسه كوم، د درس په بهیر كې د خونې ور بېرته شو، دوه  توركالي راغلل،كيناستل او د ښوونکي خبرو ته یې غوږ ونیو.
ښوونكى له يوه كوچني څخه پوښتنې كولې. لکه چې زده كوونكي درس ښه نه و لوستی، له تورکالیو څه هم بيريدلى و، له همدې امله يې ژبه بنده- بنده  كيده:
–           عدالت… برابري….
ملا له ځایه ټوپ کړل او په ډېره غوسه ماشوم ته مخامخ ودرېد.
–           څه بد دې وكړل… بيا ووايه؟
كوچنى له ډيرې ويرې اريان شو، له همدې امله د ټولګي يو بل څوارلس پنځلس كلن تنکی زلمی،  په دې تمه چې په درس ښه پوهيږي، ودريد او وې ويل:
–            ملا صیب، ټول خلك يو شان او برابر دي.
ملا د دی زده كوونكي په لور وځغستل او چغې كړې:
دا خبره سمه نه ده. درواغ ده. د كليسا له ښوونو سره توپير لري! چا ويلي چې خلك  يو شان دي؟! زموږ مشرانو هم  نه دي ويلي چې ټول خلك برابر دي، نه ، نه…. هيڅكله !
د ملا رنګ له ډيری غوسی تك سور اوښتى او په خوله  سپین ځك دريدلي و.
ښوونكى ورو؛ خو په ډير غرور د ملا په لور ورغی او وويل:
–   ملا …. اجازه راكړه
ملا په لوړ اواز ورته وويل:
–   د څـه شـي اجـازه دركړم؟ اجازه دركړم چې بيا هم هـلـكـانـو تـه  مزخرفات  ووایې؟ ټول خلك  يـو شـان دي! دا خبره كـلـيـسـا نـه مني! هلكانو زما خبروته غـوږ ونيسئ، ستاسو ښوونكى درواغ وايي!
ښوونكي په ډير متانت وويل:
غلى شه!
د ښوونکي رنګ الوتی و او لاسونه لړزيدل؛ خو ملا تر پخوا هم په لوړ اواز وويل:
–           ته درواغ وايې! ته ديانت او سپيڅلي كليسا ته په سپكه سترګه ګوريعدالت! …  عدالت! مسيحيان عدالت څه كوي؟ دا خبرې په دوى پورې اړه نه لري. زه فقط يو عدالت پيژنم چې هغه په الهى محكمه كې دی . مسيحيان بـايـد پــه دين، ايمان او محبت پوه وي.
ملا د بيريدلو زده كوونكو په مخ كې د ” محبت” كـلـمـه پـه ډيـره دښمنۍ ښوونكي ته ګذار كړه. ښوونكى دوه- درې ګامه په شـا ولاړ، رنـګ يې نور والوت، ورو يې ملا ته وكـتـل، د ښـوونكي د سترګو په سمندر كې د غم، كينې او دښمنۍ څپې ولاړې شوې وې… هلكان ټول پاڅيدل، ښوونكي فكر وكړ چې ختم شوى او ورو يې وويل:
–   شيطانه؟
د ملا شاګرد په ښوونكي ټوپ كړ، ملا هم خپل سوك پورته كړ چې د ښوونکي خوله ماته کړي؛ خو د ملا شاګرد ښوونكى سم نه  ونيولى. له همدې امله د تومانچې دوه ډزې وشوې او ملا په ځمكه  پريوت، لږ ځنډ  وروسته شاګرد هم ځمکې ته ولويد.
ښوونـكـى چې نور نو په ښه او بد نه پوهيد،بيا مـاشـه كـش كـړه او د دواړو څنګ ته پريوت.
او په دې تـوګـه پـه 1926 كـال كې په يوه پرمختللي هېواد كې، داسې يو ښوونكى مړ شو چې په ډير  جرئت يې هلكانو ته د عدالت په باره كې خبرې كړې وې
څو ورځپاڼو دا خبر خپور کړ؛ خو نورو رسنیو په دې هکله څه و نه ویل.لکه چې ټول پوهېږي د هغوی دنده دا ده چې په نړۍ کې پېښدونکې لویې خبرې پټې وساتي.
پای
———————————–

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *