د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ عدلي او قضایي مجلس چې نن په ارګ کې جوړ شو، د طالبانو لخوا د ۱۳۹۲ لمریز کال د جوزا په ۲۱ په کابل کې د سترې محکمې او د فراه ولایت د استیناف محکمې او څارنوالۍ پر وړاندې د حمل د ۱۴ نېټې د تروریستي بریدونو د اصلي اهدافو په اړه بحث وکړ.

په جلسه کې وویل شول چې د فراه ولایت تروریستي برید په داسې حال کې ترسره شو چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۵ نېټه له بهرنیانو سره له ډیرو جنجالونو وروسته د بګرام زندان اداره او مسوولیتونه په بشپړه توګه د افغانستان حاکمیت ته منتقل شول . په کابل کې د سترې محکمې پر وړاندې د سې شنبې تروریستي برید بیا په داسې حال کې تر سره شو چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د جوزا په ۱۴ نېټه د ملي امنیت شورا لخوا د ۳۰۴۱ نمبر مکتوب پواسطه په کابل کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل شول چې د روان کال د جوزا تر ۲۲ نېټې پورې په بګرام کې د افغان بندیانو دوسیې د (مرور بورد) ته ور وسپاري.

د دغو دواړو تروریستي بریدونو له څیړلو وروسته، جلسې داسې نتیجه واخیسته چې طالبان خپلو بهرنیو بادارانو ته په خدمت کې د دا ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي چې د طالب تر نامه لاندې بېګناه افغانان په زندانونو کې پاتې شي، ظلم دوام ومومي او حتی د بهرنیانو ترکنترول لاندې د زندانونو موجودیت توجیه شي. په حقیقت کې طالبان د داسې بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هغو کسانو د خوشې کېدو په وړاندې د عامه ذهنیت مخالفت را وپاروي چې تروریستان نه دي، کوم جرم یې نه دی تر سره کړی او بې ګناه بندیان شوي دي.

عدلي او قضایي مجلس د سترې محکمې پر وړاندې د طالبانو لخوا د سې شنبې د ورځې دغه تروریستي برید په کلکو ټکو محکوم کړ، او د پورتنیو حقایقو په رڼا کې یې دغه برید د افغانستان او د افغانانو د آزادۍ پرخلاف یو عمل وباله.

په نننۍ جلسه کې د بګرام زندان عمومي قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي څرګنده کړه چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د حمل له میاشتې را په دیخوا د بګرام له زندان څخه ۲۱۵۶ تنه هېوادوال د هېواد د محاکمو د حکم پر اساس، د جرم د نه ثبوت او د ټولو قانوني مراحلو له تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

همدا راز عدلي او قضایي مجلس د بګرام په زندان کې د امریکایي مسؤولینو لخوا د افغان زندانیانو د دوسیو د سپارلو پر چټکتیا تأکید وکړ او په نوموړي زندان کې یې له امریکایي مسؤولینو څخه وغوښتل چې د افغان بندیانو دوسیې دې ژر تر ژره او په ډیر شمېر د (مرور بورد) ته تسلیم کړي.#

د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ عدلي او قضایي مجلس چې نن په ارګ کې جوړ شو، د طالبانو لخوا د ۱۳۹۲ لمریز کال د جوزا په ۲۱ په کابل کې د سترې محکمې او د فراه ولایت د استیناف محکمې او څارنوالۍ پر وړاندې د حمل د ۱۴ نېټې د تروریستي بریدونو د اصلي اهدافو په اړه بحث وکړ.

په جلسه کې وویل شول چې د فراه ولایت تروریستي برید په داسې حال کې ترسره شو چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۵ نېټه له بهرنیانو سره له ډیرو جنجالونو وروسته د بګرام زندان اداره او مسوولیتونه په بشپړه توګه د افغانستان حاکمیت ته منتقل شول . په کابل کې د سترې محکمې پر وړاندې د سې شنبې تروریستي برید بیا په داسې حال کې تر سره شو چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د جوزا په ۱۴ نېټه د ملي امنیت شورا لخوا د ۳۰۴۱ نمبر مکتوب پواسطه په کابل کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل شول چې د روان کال د جوزا تر ۲۲ نېټې پورې په بګرام کې د افغان بندیانو دوسیې د (مرور بورد) ته ور وسپاري.

د دغو دواړو تروریستي بریدونو له څیړلو وروسته، جلسې داسې نتیجه واخیسته چې طالبان خپلو بهرنیو بادارانو ته په خدمت کې د دا ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي چې د طالب تر نامه لاندې بېګناه افغانان په زندانونو کې پاتې شي، ظلم دوام ومومي او حتی د بهرنیانو ترکنترول لاندې د زندانونو موجودیت توجیه شي. په حقیقت کې طالبان د داسې بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هغو کسانو د خوشې کېدو په وړاندې د عامه ذهنیت مخالفت را وپاروي چې تروریستان نه دي، کوم جرم یې نه دی تر سره کړی او بې ګناه بندیان شوي دي.

عدلي او قضایي مجلس د سترې محکمې پر وړاندې د طالبانو لخوا د سې شنبې د ورځې دغه تروریستي برید په کلکو ټکو محکوم کړ، او د پورتنیو حقایقو په رڼا کې یې دغه برید د افغانستان او د افغانانو د آزادۍ پرخلاف یو عمل وباله.

په نننۍ جلسه کې د بګرام زندان عمومي قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي څرګنده کړه چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د حمل له میاشتې را په دیخوا د بګرام له زندان څخه ۲۱۵۶ تنه هېوادوال د هېواد د محاکمو د حکم پر اساس، د جرم د نه ثبوت او د ټولو قانوني مراحلو له تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

همدا راز عدلي او قضایي مجلس د بګرام په زندان کې د امریکایي مسؤولینو لخوا د افغان زندانیانو د دوسیو د سپارلو پر چټکتیا تأکید وکړ او په نوموړي زندان کې یې له امریکایي مسؤولینو څخه وغوښتل چې د افغان بندیانو دوسیې دې ژر تر ژره او په ډیر شمېر د (مرور بورد) ته تسلیم کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *