په نړۍ کې د عدم تشدد د مخکښو څلورو مشهورو رهبرانو په اړه د (عدم تشدد) کتاب چاپ شو. دغه کتاب ایمل همدرد د نړۍ له مشهورو ماخذونو په استفادې لیکلی دی، چې دیادو کسانو په اړه یې د اړتیا وړ او مهم معلومات پکې راټول کړي دي. د عدم تشدد د تګلارې پیروان کولی شي له دې کتاب په استفادي د یادې فلسفې په اړه لومړني معلومات تر لاسه کړي. کتاب په روانه پښتو ژبه لیکل شوی دی او لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتي. د کتاب تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چې د څلورو سترو انسانانو د پراخ ژوند په اړه یې لومړني معلومات لنډ او جامع را اخیستي دي. د هر کس ژوند په بېلو برخو ويشل شوی، لکه زده کړې، زږېدنه، مبارزه، فعالیتونه او دې ته ورته نورې مهمې خبرې په بېلو پړاوونو کې یادې شوې دي. له دې هرې برخې لوستونکی کولی شي مثبت او ښکلي افکار واخلي، الهام بښونکو برخو ته متوجه شي او دیادو سترو انسانانو د ژوند له تجربو ګټه واخلي.

One thought on “عدم تشدد کتاب چاپ شو”
  1. ښه صحیح ده صاحبه!
    دا کتاب چاپ شو، اوس مونږ څرنګه کولای شو داکتاب تر لاسه کړو چې مطالعه یې کړو او د مقالو لیکلو په برخه کې یې د ماخذ په توګه وکارو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *