سحر

له ما ګیله مه کوه

چې ښکلې سترګې دې ستایلی نه شم

دژوند ښکلا درته ښودلی نه شم

مینه د زړه مې درکولی نه شم

زه دیو داسې قام شاعر یمه چې

سپرلي ته وایي په دې لار مه راځه

اختر یې نه وي، د روژې میاشتې ته ګوتې شمیري!!!

۵/ ۵/ ۱۳۹۱

کابل- وزیراکبرخانه مینه

One thought on “عذر/ شاعر: علم ګل سحر”
  1. سحر صیب ډیر ښه، ښکلی شعر دی یو تصویر چې پیل او پای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *