تاند- عراقي ځواکونو د موصل ښار په ختیځه برخه کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې دفاعي لیکې ماتې کړې او ښار ته ننوتي دي.
راپورونه وايي چې د داعش جګړه مار د عراق د خاصو ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره له هاوانونو، لاسي بمونو، سپکو وسلو او حتي انتحاري حملو کار اخلي.
په ځینو برخو کې داعشیانو موټرونه له چاودېدونکو موادو ډک کړي او هڅه کوي چې د عراقي ځواکونو مخته یې وچاودوي.
د امریکا په مشرۍ د ايتلاف الوتکې له پاسه د داعش پر مورچو بمباري کوي.
ځیني راپورونه وايي چې د عراق خاص ځواکونه د موصل مرکزي برخو ته رسېدلی او حتي د تلویزیون ودانۍ یې هم نیولې ده.
پرون مازدیګر لوېدیځو رسنیو اټکل کړی و چې په څو ساعتونو کې به عراقي ځواکونه د موصل له ختیځې خوا دغه ښار ته ننوځي خو د دوی پرمختګ شاوخوا ۲۰ ساعته وځنډېد.
د عراق صدراعظم حیدر عبادي داعشیانو ته ویلي چې یا تسلیم شي او یا به وژل کېږي.
حیدر عبادي نن د عراق د شمال په یوه هوايي اډه کې وویل چې عراقي ځواکونه له ټولو خواوو موصل ته ننوتي دي. خو د ده ادعا لا تراوسه خپلواکو سرچینو تایید کړې نه ده. خپلواکې سرچینې یوازې د ختیځ له لوري موصل ته د عراق د خاصو ځواکونو پرمختګ تاییدوي.
له موصله ترلاسه شوي راپورونه دا هم وايي چې خلک درګرده خپلې ږیرې خریي.
د بي بي سي نړیوال سرویس خبریال له موصله وايي، د بزوایا په کلي کې، چې د دوشنبې په ورځ عراقي ځواکونو ونیوه، خلک ورو – ورو له کورونو راوځي، ږیرې خریې او د داعش له دوه کلنې واکمنۍ د خلاصون لپاره خوشالي کوي.