تاند- د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

عراقچي وروسته له دې کابل ته راغی چې تېره اوونۍ (د دسمبر۳۱) د وسله والو طالبانو یوه پلاوي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ولیدل.

له دې کتنې وروسته، چې د ایران له لوري رسماً اعلان شوه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به یې ژر افغانستان ته لاړ شي چې له طالبانو سره د خپلو خبرو د جزییاتو او دغه راز د افغانستان د سولې د پروسې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولسمشر غني ته د هغو خبرو په باب معلومات وړاندې کړل چې ده په وروستیو کې په تهران کې له طالبانو سره کړې وې.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې عباس عراقچي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې ټینګار دا معنا لري چې ایران د طالبانو له دې دریځ سره موافق نه دی چې له امریکا سره خبرې کوي خو د افغانستان له حکومت سره یې نه کوي.

د ایران له لوري دا دریځ، که جدي او ریښتینی وي زیات اهمیت لرلی شي ځکه چې په وروستیو کې د طالبانو په منځ کې د ایران نفوذ خورا زیات شوی دی.

طالبانو نن ویلي چې له امریکا سره د سولې بل پړاو خبرې د سعودي عربستان په جده کې نه کوي، حال دا چې د ابوظبي له خبرو وروسته ټاکل شوې وه چې د څلور هیوادونو او طالبانو بل پړاو خبرې په سعودي عربستان کې وشي. د ځینو په باور دا ښيي چې د سعودي له سخت سیال ایران سره د طالبانو اړیکې څومره نژدې شوي دي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له ولسمشر غني سره په کتنه کې له دولت سره د دولت پر اړیکو ټینګار وکړ.

له دې سره په یو وخت د ایران مهر خبري اژانس وايي چې د هلمند سین د اوبو پر سر د ایران او افغانستان د نولسمې کمېټې ګډه غونډه نن /شنبه/ پیل شوه.

د دې اژانس په وینا دا غونډه د ایران د انرژۍ په وزارت کې جوړه شوه او د هلمند د ۱۹۷۳ م کال د اوبو د وېش د تړون په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *