تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: په عراق او سوریه کې پر شیعه ملیشو د امريکا هوايي بريدونو سخت غبرگونونه راپارولي چې په ترڅ کې یې په بغداد کې مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او هڅه کوي د امریکا د سفارت ودانۍ ته ورننوځي.

راپورونه وایي، په سوونو مظاهره کوونکو، په پلازمینه بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفارت یرغل وروړی.

 مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او د کړکیو هندارې یې ماتې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو تصویریونو کې لیدل کیږي چې څنگه مظاهره کوونکي د سفارت پر ډبلو او مقاومو دیوالونو پورته کیږي او د شیعه گانو د ولسي غورځنگ بیرغونه رپوي.

د العربیه تلویزیون داسي ویډیوگانې خپرې کړي چې پکې ليدل کیږي چې څرنگه مظاهره کوونکي د سفارت د دیوالو شاته اور لگوي او هغه بيا د سفارت ودانۍ ته ور غورځوي.

د بغداد په مرکز، زرغون زون کې چې بې شمیره وزارتونه او سفارتونه موقعیت لري او کلکه ساتنه یې کیږي، نور مظاهره کوونکي هم راټول شوي او هڅه کوي د امریکا د سفارت پر لور حرکت وکړي.

عیني شاهدان خبر ورکوي چې عراقي امنیتي ځواکونو په اول سر کې و نه شوای کولای د هغوی د پرمختگ مخه ونیسي. وروسته یې د مظاهره کوونکو په وړاندې له اوښکي بهوونکي گاز څخه استفاده وکړه.

د یکشنبې په ورځ امریکا په عراق او سوریه کې د شیعه ملیشو » کتایب حزب الله « تاسیسات تر برید لاندی راوستل چې  په نتیجه کې یې ۲۵ انسانان ووژل او نور ۵۰ تنه زخمیان شول.
په عراق کی پر امریکایی اتباعو باندې په بریدونو تورنوي، خو د ایران په ملاتړ دغو ملیشو د غچ اخیستنې ږغ کړی دی.

2 thoughts on “عراق کې مظاهرچیانو د امریکا پر سفارت هجوم وروړی دی”
  1. داسی هم ویل کیږی چی زیاتره لاریون کوونکو د امریکا له سفارت څخه بهر خیمی وهلی او همدارنګه په عراق د ټولو امریکایی آډو محاصری اعلان په ټولنیزو رسانیو کی نشر کیږی کچیری دا لاریونونه نتیجه ورکړی او ددی هیواد پارلمان د امریکا پر ضد یو نظر خپل کړی امکان شته چی امریکایان له عراقه وباسی او امریکا هم خپله اشتباه قبوله کړی ځکه زیاتره لاریوونکی او عراقی چارواکی وایی چی دا ډول خپل سری بریدونه د عراق په داخلی چارو کی بربنډه مداخله یا لاسوهنه ده
    نو معلوم به شی چی لاریون کوونکی بریالی کیږی او که فضل الرحمن په شان بیرته له خپل لاریون څخه په شا کیږی

  2. په طبیعی – تجربی علومو کی فورمولونه ثابت دی
    مانا
    2+2=4
    خو
    په بشری علومو کی چی سیاست او پالیسی ئې هم یوه برخه ده فورمولونه متغیر او غیر ثابت او د انتظار او توقع او حدس او ګومان خلاف تبارز کوی
    امّا
    عراق او سوریه او فلسطین او ایران او افغانستان او یمن او لبنان هغه ځایونه دی کوم چی فقط قرآن او تورات ته معتقدین او یا ددې دوو کتابونو رښتینی مفسرین ئې د توضیح او تشریح توان لری او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *