د سعودی عربستان د پاچا ملک عبدالله له مړینې سره جوخت ملک سلمان بن عبدالعزیز د نوموړی ځای‌ناستی ټاکل شوی دی. د دغه هېواد د اساسی قانون له‌مخې پاچاهی یوازې شاهی کورنۍ پورې تړاو لری.

سلمان د دغه هېواد ولی‌عهد و او د عبدالله د ناروغۍ پر مهال د نوموړی چارې یې پرمخ وړې.

د سعودی عربستان د اساسی قانون د ۵مې مادې په دویمه فقره کې راغلی، حکومت او پاچاهی یوازې د سعودی عربستان د بنسټ ایښودونکی ملک عبدالعزیز زامنو او لمسیانو (د کورنۍ نارینه غړی) پورې تړاو لری.

په پرانیستو ټولنو کې عام ولس د دې حق لری، څو خپل برخلیک په‌خپله وټاکی؛ خو په دیکتاتوری نظامونو کې ټول څه له واکمنو څخه پر ولس تحمیلېږی، داسې چې ټول واک د حاکمې طبقې په لاس کې وی. معمولا دا ډول نظامونه پر ولسونو تحمیل شوې وی؛ خو په هغو هېوادونو کې چې دیکتاتوران واکمن دی او بډای طبیعی زېرمې لری، تر ډېره بریده د ولس مخالفت تت وی. دغه تت مخالفت د طبیعی زېرمو تر موجودیت پورې دوام لری؛ ځکه د همدغو زېرمو په مرسته عامو وګړیو ته یې د ژوند آسانتیاوې برابرې کړې وی؛ خو له یوه لوری د طبیعی زېرمو په خلاصون او له بل لوری د عام ولس پر وړاندې د یوې کورنۍ، چې د دیکتاتورۍ په چوکاټ کې خپل فعالیت ته دوام ورکوی، تحمیل شوې کړنې د دې لامل کېدای شی، چې ولسونه د خپل برخلیک ټاکلو په موخه را پورته شی او دیکتاتوری نظامونه ړنګ کړی.

سلمان بن عبدالعزیز سربېره پردې، چې د سعودی عربستان ولی‌عهد و، د دغه هېواد د دفاع وزیر په توګه هم پاتې شوی. نوموړی د ملک عبدالله له ځای‌ناستی کېدو سره جوخت په‌خپلې لومړنۍ ټلویزیونی وینا کې ویلی، چې د مخکنی پاچا ملک عبدالله سیاستونو ته به دوام ورکړی.

د نوموړی له‌دغې ټلویزیونی وینا څخه وړاندې هیله دا وه، چې له اسلامی هېوادونو سره به د عربستان اړیکې ښې او دغه هېواد به له سیالیو لاس پر سر شی؛ خو اوس‌مهال باور دا دی، چې سعودی عربستان به خپلو سیالیو ته دوام ورکړی.

د سعودی عربستان واکمنه کورنۍ په درېیو برخو کې په سیالۍ اخته دی: کور دننه، عربی هېوادونه او سیمه.

کور دننه سیالی: د عربستان د واکمنۍ کورنۍ یوه ځانګړتیا دا ده، چې په بېلابېلو څانګو او برخو وېشل شوې ده. د آل‌ سعود کورنۍ دغه وېشنه، د دې لامل شوې، څو د کورنۍ فرعی غړی په واک کې هېڅ‌راز ونډه ونه‌لری. یاده کورنۍ په نامعموله توګه پراخه ده، چې د اصلی او فرعی نارینه غړیو شمېر یې له ۲۰ څخه تر ۲۵ زرو تنو پورې اټکل شوی دی. باور دا دی چې د کورنۍ دغه پراخ‌والی د دې لامل شوی، څو د قدرت ترلاسه کولو پر سر د غړیو ترمنځ یې سیالۍ زیاتې وی. د دغو سیالیو او اختلافاتو تر ټولو لویه بېلګه له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۶۴ زېږدی کال پورې د ملک سعود، فیصل او شهزاده طلال قوی اختلافات دی.

عربی هېوادونه: سربېره پردې، چې سعودی عربستان د اسلامی نړۍ مشری ځان‌ ته منسوبوی د عربی هېوادونو د مشرۍ ادعا هم لری؛ خو دغه ادعا یې د خلیج د څنډې هېوادونو په ګډون د یو شمېر عربی هېوادونو له مخالفت سره مخ شوې ده. په ځینو مواردو کې مصر د سعودی عربستان پر وړاندې درېدلی او هڅه یې کړې، چې پر عربی هېوادونو خپله مشری ثابته کړی. دغه هېواد په ۲۰۰۷ زېږدی کال کې هڅه وکړه، څو د عراق د حالاتو څېړلو په موخه په شرم‌الشیخ کې نړۍوال کنفرانس جوړ کړی، چې د سعودی عربستان له مخالفت سره مخ شو. عربستان د دې لپاره چې توانېدلی و اوسی، د مصر د دغه اقدام ځواب ورکړی. د یو شمېر متخاصمو اسلامی هېوادونو ترمنځ سولې ته یې مخه کړه. په همدغه کال کې سعودی عربستان وتوانېد په ریاض کې د سوډان او چاد هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ سوله وکړی. بل لور ته سعودی عربستان په‌دې بریالی شو، څو د دوو فلسطینی ډلو؛ حماس او فتح ترمنځ په مکې معظمې کې سوله وکړی.

همداراز د قطر، عرب متحده اماراتو او سعودی عربستان ترمنځ هم سیالی موجوده ده، چې هر هېواد هڅه کوی پر نورو خپله برلاسی په‌ډاګه کړی. دغه سیالی د عربو پسرلی په اوج کې خپل وروستی برید ته ورسېده، په ځانګړی توګه د مصر پر سر. سعودی عربستان په مصر کې د ولسی پاڅون له بریا وروسته د رامنځته شوی قانونی ولسمشر محمدمرسی پر وړاندې ودرېد او له پوځ څخه، چې مرسی یې له واک څخه لرې کړ په پراخه توګه ملاتړ وکړ. بل لور ته د قطر او اماراتو په ګډون یو شمېر عربی هېوادونو له مرسی څخه ملاتړ وکړ؛ خو د دوی ملاتړ مثبته پایله له ځانه سره نه درلوده.

همداراز په ۲۰۱۳ زېږدی کال کې د قطر په پلازمینې دوحه کې د وسله‌والو طالبانو د دفتر پرانیستل کېدل هم د سعودی عربستان، چې د اسلامی نړۍ د مشرۍ ادعا کوی د تمې خلاف کار و.

سیمه: په سیمه‌ییزه کچه په لومړی ګام کې د سعودی عربستان او ایران ترمنځ پراخې سیالۍ موجودې دی. ایران د سعودی عربستان په څېر پر اسلامی هېوادونو د برلاسۍ هڅې کوی. ایران د افراطی شیعه‌ییزم د خورولو په لټه کې دی؛ په‌داسې حال کې چې سعودی عربستان د سلفیت خورول غواړی. دواړه هېوادونه د خپلو ایډیالوژیو برلاسی په موخه په پراخه کچه تبلیغات او اقدامات کوی. په دوو هېوادونو کې د سعودی عربستان او ایران سیالۍ د پام وړ دی: سوریه او عراق.

د سوریې واکمن بشارالاسد له ایران سره نږدې اړیکې لری او ایران توانېدلی، چې د دغه هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په استفادې سره په لبنان کې د حزب‌الله ډلې ته وسلې او تجهیزات ورسوی. په سوریه کې د ولسی پاڅونونو په لړ کې د سعودی عربستان په ګډون عربی هېوادونو له پاڅون کوونکو ملاتړ وکړ. برعکس د ایران آخوندی رژیم او په لبنان کې د دغه رژیم له‌خوا رامنځته شوې ډلې؛ حزب‌الله د بشارالاسد تر شا ودرېدل، چې لا هم دغه سیالی دوام لری.‌

په ۲۰۰۳ زېږدی کال کې پر عراق د امریکا له برید څخه وروسته واک شیعه ډلو ته ورسېد. د عراق د وګړو له ډلې څخه شاخوا ۶۰٪ وګړی یې شیعه‌ګان دی. ایران په سیمه کې د شیعی هلال ټینګښت پالیسۍ په تعقیب سره وتوانېد د عراق له شیعه‌ ډلو سره خپلې اړیکې ټینګې کړی. په عراق کې د نوری المالکی په مشرۍ د حکومت له رامنځته کېدو سره جوخت دغه اړیکې پراخې شوې او تر ډېره بریده ایران په‌دې وتوانېد په‌دغه هېواد کې خپل نفوذ پراخ کړی. برعکس سعودی عربستان په‌دې لټه کې شو، څو د ایران د نفوذ مخنیوی په موخه د عراق له سنی ډلو خپل ملاتړ زیات کړی. د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سیالی د اسلامی دولت ډلې (داعش) تر رامنځته کېدو وغځېده، چې د خپرو شویو رپوټونو له‌مخې د سعودی عربستان په ګډون زیات شمېر عربی هېوادونو له داعش سره مرستې کړی او دغه مرستې لا هم دوام لری.

د سیمې په کچه ترکیه بل هېواد دی، چې په وروستیو کلونو کې فعالیتونه یې د عربستان د وېرې لامل شوی دی. ترکیه په‌دې هڅه کې ده، څو د معتدل اسلام د موډل په وړاندې کولو سره د اسلامی نړۍ سرلارې شی؛ بر عکس د سعودی عربستان موډل تر ډېره پر سلفیت راڅرخی.

دغو ټکیو ته په کتو سره باور دا دی، چې د سعودی عربستان په مشرۍ کې رامنځته شوی بدلون په سیمې او اسلامی نړۍ کې د بدلون پیل نه‌شی شمېرل کېدای. اټکل دا دی، چې له مشخصو وسله‌والو ډلو او افراطی کړیو څخه د سعودی عربستان په ګډون د عربی هېوادونو شهزادګانو او په ځینو مواردو کې د دغو هېوادونو ملاتړ به دوام لری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *