لیکوال : ” حبیب الله حبیب“
پاکستان له خپل پیدایښت څخه تر اوسه د خپل معنوي او مادي مور او پلار (اروپاکې انګلستان) لخوا تغذیه، پالل او روزل کیږي ، خو چې سعودي عربستان کله هم په ختیځه او منځنۍ آسیا کې څوک نه دي خوښ شوي او یا یې په اروپا کې د چا اوربوز او تندی تریوغوندې تر سترګو شوی او بیا یې ورسره د دښمنۍ پالل نه دي له لاسه شوي او په ځان کې یې قوت او لیاقت نه دی لیدلی؛ نو سم له واره یې پاکستان ته اشاره کړې او پاکستان لکه د نڅاګرو تل ورته لاس په نامه دی او د عربستان هر امر ته یې لبیک ویلی، خو افسوس چې سعودي عربستان او په ټوله کې عربي نړۍ د پاکستان په اسرایلیت نه دی پوه شوې او که پوه شوې هم دي د لویو زړونو ، پراخو حوصلو او خوشباورۍ خاوندانو عربو؛ سر نه دی پسې ګرځولی او د نفتو څخه تر لاسه شویو سرمایو په عایشیو کې غرق دي.
پر دې سربیره په عربو کې که هوښیار او زړور هم پیدا شوی نو بیا یې د افغاني سردارانو په څیر ناړامه شوی او د خپل یاغي طبعیت په کابو کولو نه دی بریالی شوی یا خپلو خلکو له منځه وړی یا بل لوري ته ددې فرصت برابر کړل شوی چې رهبر یې راوپرځول شي؛ لکه په معاصرو زمانو کې چې عربو له عثماني خلافت سره په دې کینه راغله چې ګواکې ترکان اوس ددې شول چې په دوي به راګ چلوي. د عثماني خلافت د ړنګیدو لوی لامل له دې خلافت سره د عربو کینه وه، چې وروسته دښمن ته ددې موقع په لاس ورغله څو ددې خلافت نړولو لپاره مټې رابډ وهي. په افغانستان کې هم د شاه غازي امان الله خان دوره یوه بیلګه یادولای شو، چې له عربو څخه په لږ توپیر د وخت ناپوهو افغانانو د دښمن په خوله وکړل او د یاد روڼ اندي نظام یې رانسکور کړ او واک یو پیژندل شوي نومیالي غله ته په لاس ورغلو.
له دې وروسته د شلمې پیړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پیړۍ په لومړنیو کلونو کې عربي نړۍ دوه مخور چې یو یې صدام حسین او بل یې هم معمرقذافي ؤ له لاسه ورکړل او په افغانستان کې سردار داود خان او بل یې ډاکټر نجیب ؤ، چې صدام داود خان ته ورته بللای شو او ډاکټر نجیب سره پاکستان د غرب په غوښتنه داسې چلن وکړ لکه څنګه چې د یوویشتمې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې همدغه غرب (امریکا) له معمرقذافي سره وکړل، چې د قذافي وژلو په اړه اوباما موده وړاندې دا په ډاګه څرګنده کړه چې یوازینۍ تیروتنه یې د قذافي وژل ؤ او د ډاکټر نجیب الله پر وژلو اوس اوس هغه هوښیار طالبان، چې په مغزو کې یې بوس نه دي پښیمانه دي او د شمال ټلواله هم له ډاکټرنجیب سره د کړې نمک حرامۍ له امله سخته شرمنده او پښیمانه دی.
ددې لپاره چې د موضوع له اصلي کرښو بهر نه شم نو غوره بولم چې یوازینۍ تمرکز په اصلي موضوع چې عربي نړۍ او پاکستان دی وکړم. لکه په لومړي پاراګراف کې چې مې یادونه وکړه عربستان پاکستان ددې لپاره تمویلوي چې خپلې موخې پرې تر سره کړي او خپله یې یا د لټۍ له وجې نه شي کولای او یا دا چې خپل ځان له هر څه سره سره سپین چرګ وښيي. خو د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو کې په سعودي عربستان کې د پاکستان بمي او ځانمرګي بریدونه نورې نړۍ ته دومره هښینده نه وي، ځکه د پاکستان اسرایلي خواص چې افراطیت په کې نغښتی دی او دین ، مذهب ته په هیڅ ارزښت نه دی قایل، خو سعودي عربستان ته به ځکه د پاکستان یاد قبیح عمل هیښ کړی وي، چې له خپلو متحده او همغږو ګاونډیو هیوادونو یې پرې زیات اعتبار ؤ او خپل دې اجنبي غلام سره یې د خولې ګوله نیمه کړې وه.
عرب دې یوه ښه بیلګه را په یاد کړي او هغه دا چې؛ د غرب او سعودي عربستان لخوا له پاکستان سره مرستې وشوې او پاکستان افغان ناپوه جهادي لیډرانو باندې نه یوازې دا چې ورسپارل شوې موخه چې د کمونیزم ړنګول ؤ عملي کړه بلکې د نړۍ زبرځواکو هیوادونو سره سیاله افغان اردو یې هم پرې ختمه کړه او د افغان جهادي لیډرانو په خولې یې پنجابۍ فتواګانې چې په راغلي وو : ((د جهاد په دې دورې کې چې ډیری افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي د کابل هر اوسیدوونکی چې هلته پاتې دی اهل نار دی او باید ووژل شي))، چې په همدې ډول یې تی خواره ماشومان هم تر تیغ تیر کړل، ځکه چې فتوا پنجاب ورکړې وه او د پنجاب فتوا ته یې تر هر څه ډیر ارزښت ورکاوه. خو پاکستان په سلو کې شل سلنه له غرب او عربو څخه مرستې افغاني لیډرانو ته ورنه کړې، بلکې له لسو څخه تر پنځلس پورې یې په شواخون پرې ولګولې او پاتې نورو ته یې خپله پلتۍ ووهلې او خپل ځان یې پرې بسیا او له هره اړخه سمبال کړ او د هماغه مرستو له برکته یې نن د عربو او غرب په خوښه تروریزم وځیږاوه او په بل کړي اور یې اوس اروپا ، امریکا او تر ټولو سپیڅلو ځایونو ته چې د خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) مبارکه مقبره ده زیان ورساوه.
دا چې د سعودي عربستان وروستیو بریدونو کې د پاکستان نیغ لاس درلودل ثابت شول، نو اوس دې بې غوره او خوشباوره عرب د لستوڼې دې مار په دسیسو ښه ځانونه خبر کړي او ددې لپاره چې د اسرایلي پاکستان دا ډول قبیح عملونه چې د هر چا په غوښتنه یې کوي د خدای (ج) تر سپیڅلي کوره نه رسیږي؛ نو پر پاکستان دې تر ټول مخکې مرستې بندې او ټول پاکستاني کارګر دې له خپلې خاورې وشړي، ګنې په روانې لار به ترکستان ته ورسیږي نه مکې ته!.ش