خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٥-١٠-٢١
کندهار، افغانستان- د عربي متحده امارتو سفیر جمعة الکعبي او د کار وټولنیزو چارو وزیري نسرین اوریاخېل کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي له کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه چي عربي متحده امارات په کندهار کي د یو معیاري روزنتون د بنسټ ډبره ږدي.
کندهار والي دوی ته ښه راغلی ووایه زیاته یې کړه چي د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ روابط اوږد تاریخ لري چي پر مذهبي او فرهنګي روابطو سربېره یې سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم خورا ژورې او پراخې دي. اماراتو پخوا هم له افغانستان سره بشري مرستې کړي او اوس یې هم کوي چي موږ یې د زړه له تله منندوی یو.
ښاغلي عزیزي د اماراتو له سفیر څخه وغوښتل چي د زیربناوو په جوړولو کي له افغانستان سره نوري مرستې وکړي، په ځانګړي ډول د زارعت، روغتیا، سړکونو جوړولو، علمي چارو او سوداګرۍ په برخه کي، ځکه دا مهال یو شمېر سوداګر د اماراتو د ویزو په اخیستلو کي له ځینو ستونزو سره مخ دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې په خپلو خبرو کي د اماراتو مرستې وستایلې او ویې ویل چي افغانستان اوږدې جګړې ځپلی دی، له همدې کبله باید د نړۍ ټول هیوادونه په خاص ډول اسلامي هیوادونه په هره برخه کي له افغانستان سره مرستې وکړې. دې وویل چي د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي په ټول هیواد کي د هر زون په کچه یو مجهز او میعاري رزونتون جوړ کړي چي هم ماشومان وساتي او هم یې د ښوونې او روزنې غم وخوري. دلته جوړېدونکی روزنتون به ۲ میلونه ډالره لګښت ولري چي د عربي متحده اماراتو له خوا ورکول کېږي او کار به یې په پوره ډول معیاري وي. هیله مي دا ده چي د ولایت مقام او د کار وټولنیزو چارو ریاست یې کارونه په سم ډول پر مخ یوسي.
ولایتي شورا رئیس سید جان خاکریزوال وویل: عربي متحده امارات دي له افغانستان سره خپلې مرستې نوري هم ډېري کړي، ځکه له موږ سره ګډ دیني مشترکات لري. زموږ غوښتنه دا ده چي امارات د افغاني سوداګرو د ویزو ستونزې حل کړې، په کندهار کي یو پوهنتون جوړ کړي او د یو اسلامي هیوادپه توګه د سولي په بهیر کي خپل رول ولوبوي. د سوداګرۍ خونو مسؤول حاجي نصر الله زهیر بیا غوښتنه وکړه چي عربي متحده امارات دي په کندهار کي د عمر بن الخطاب د لوی جامع مسجد له جوړولو سره مرسته وکړي.
د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة الکعبي وویل: موږ او افغانستان تر خپل منځ دیني او کلتوري مشترکات لرو له همدې امله مو تل هڅه کړې چي له افغان حکومت او خلکو سره نژدې روابط وپالو. موږ چي دلته کوم روزنتون جوړو هغه به-په بشپړ ډول معیاري روزنتون وي چي نجوني او هلکان به پکښي روزل کېږي. پر لیلیې، ورزش ځای او مدرسې سربېره به کلنیک هم ولري.
نوموړي وویل: د روزنتون جوړول زموږ وروستۍ مرسته نه ده، بلکي له افغانستان سره زموږ د مرستو لړۍ به دوام کوي او کندهار ته زما د راتګ سبب هم دا دی چي دلته د ځايي مشرانو او خلکو نظرونه واورم او د دوی په اړتیا وو خبر سم.د ویزو په برخه کي اصلي ستونزه د نویو پاسپورټونو جوړولو رامنځته کړي چي باید افغان حکومت یې حل کړي.
ښاغلي الکعبي ژمنه وکړه چي د عمر بن الخطاب د لوی جامع مسجد مسئله به له خپلو چارواکو سره شریکوي او له افغانستان سره زموږ مرستې به په راتلونکي کي هم دوام کوي.