تاند- په عربي هېوادونو کې د ښځو کارګرو شمېر د دنیا تر بل هر ځای کم دی خو په وروستیو کلونو کې د سیاستوالو ښځو شمېر پکې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.
په ملګرو ملتونو کې د ښځو له چارو سره د اړوندې ادارې مرستیالې لکشمي پوري رسنیو ته ویلي دي چې د الجزایر په عربي هېواد کې د پارلمان دېرش فیصده استازي ښځې دي او دومره لوړه فیصده د نړۍ په پارلمانونو کې کمسارې ده.
دغه راز د سعودي عربستان د پاچا له حکم سره سم د دغه هېواد د مشورتي شورا په یوسلوپنځوس غړیو کې د دېرش کسه ښځو حضور ضروري بلل شوی دی. البته، په عربي هېوادونو کې په وروستیو کلونو کې د ښځو سیاسي حقونو ته د توجه له زیاتېدا سره سره، دغه هېوادونه اوس هم په پارلمان کې د ښځو د فیصدي له نظره د دنیا له متوسطې اندازې وروسته پاتې دي.
په نړۍ کې په متوسط ډول د پارلمانونو شل فیصده استازي ښځې تشکیلوي خو په عربي هېوادونو کې په متوسط ډول یوازې دولس فیصده استازي ښځې دي.