د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز
د عربي-اسلامي نړۍ-امریکا د مشرانو نړیوال کنفرانس تېره اوونۍ (د مې ۲۱مه ۲۰۱۷) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړ شو او د ډېری اسلامي هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ. د دغې غونډې يو مهم ګډونوال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ و، چې په کنفرانس کې يې د سعودي د پاچا ملک سلمان ترڅنګ ځانګړې وینا وکړه.
له ایران، سوریې او د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو پرته، د اسلامي نړۍ تقریباً ۵۵ هېوادونو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و. په رياض کې دغې راټولېدنې درې برخې لرلې. لومړی د امریکا او سعودي ترمنځ دوهاړخیز کنفرانس و؛ دویم د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا کنفرانس و؛ او درېیم بیا د عرب-اسلامي نړۍ-امریکا کنفرانس و.
د دغې سرمشريزې اصلي موخه په سيمه او نړۍ کې له تونلارۍ او “ترهګرۍ” سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وې؛ خو دا چې د امریکا او سعودي د “ترهګرۍ” ضد تګلارې څه دي، د ریاض ۲۰۱۷ ناسته کې څه تېر شول او د دغې مهمې سياسي پېښې اغېزې به پر اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه افغانستان څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې په دغه تحليل کې ځواب شوې دي.
د امریکا او سعودي د “ترهګرۍ” ضد تګلارې
که څه هم تروریزم يا ترهګري ډېره متنازع فیه اصطلاح ده او تر اوسه یو واحد تعریف نه لري؛ خو بیا هم ډېر په دې همغږي دي، چې تروریزم سیاسي، مذهبي او ايډیولوژيکي موخو ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالي، په تېره بیا د ملکیانو پرضد، ګټه اخیستنه ده. دا مفهوم تر ډېره د نادولتي کسانو او ډلو لپاره کارول کېږي؛ خو د ډېری ډلو تر شا بيا ځینې دولتونه هم په مخفي توګه ولاړ وي. تروریزم ضد تګلاره بیا د دغه “تروریزم” د مخنیوي او یا له منځه وړلو لپاره د حکومتي ارګانونو نظامي یا امنیتي تاکتیکونو او تخنیکونو ته وايي.
په لومړي ځل “تروریزم ضد” تګلاره د انګلستان لهخوا د نولسمې پېړۍ په پای کې څرګنده شوه او د آیرلنډي آزاديغوښتونکو د کړنو د مخنیوي په موخه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزیر د تروریزم پرضد یو ځانګړی یونټ جوړ کړ. وروسته د تروریزم او تروریستي پېښو له منځه وړلو په تړاو تر ټولو ډېر ټینګار پر استخباراتو وشو. له همدې کبله د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ځواکمنې استخباراتي ادارې رامنځته شوې؛ خو د وخت له تېرېدو سره، تروریزم او تروریستي پېښې پېچلې شوې چې له کبله يې د تروریزم ضد جګړې او تګلارې هم بدلون وموند.
د سړې جګړې پرمهال د امریکا “تروریزم ضد” تګلاره تر ډېره پر استخباراتو متکي وه؛ خو وروسته بیا د تروریزم د مخنیوي په موخه د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړونه، د یو شمېر قوانينو جوړول، د ځينو ادارو رامنځته کول، په شته ادارو کې د تروریزم ضد ځانګړي یونټونه جوړول، د تروریستانو د مالي سرچینو د وچولو په موخه په بانکي نظامونو کې بدلونونه راوستل او داسې نور ګامونه واخېستل شول. د دې ترڅنګ په پوست-۲۰۰۱ کلونو کې يې پر افغانستان برید هم د تروریزم پرضد جګړه وبلله. تر دغه چتر لاندې د امریکا د عراق او سوریې جګړې هم پلې شوې.
په بل اړخ کې، چې کله د سړې جګړې پرمهال د حج په مراسمو کې په حرم کې تروریستي پېښې وشوې، نو سعودي پر خپل استخباراتي نظام ډېره تکیه وکړه. په منځني ختیځ کې د القاعدې د بریدونو پرمهال سعودي تر ډېره هڅه وکړه، چې د القاعدې شتمنۍ کنګل کړي. خو دغه هڅې له ۲۰۰۱ کال وروسته ډېرې زیاتې شوې او ریاض وغوښتل، چې د «تروریستي ډلو» د مالي سرچینو ریښې وچې کړي. سعودي ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستي سفر کې هم، امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان په دې تړاو یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د ریاض ۲۰۱۷ ناسته
د ریاض ۲۰۱۷ ناسته په درېیو کنفرانسونو وېشل شوې وه. لومړی د امریکا-سعودي دوهاړخیز کنفرانس و، چې پکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان څه د پاسه درې نیم سوه میلیارده ډالرو سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې. په دغو موافقو کې د ۱۱۰ ملیارده ډالرو یوازې په نظامي او دفاعي برخه کې دي، چې له مخې یې د امریکا لهخوا له سعودي عربستان سره د ټانکونو، الوتکو، د مېزایيلو دفاعي نظام، په تېره بیا رادار ورکول او د سایبري امنیت په برخه کې همکاري شامله ده.
دویم کنفرانس د امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان ترمنځ و. په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر د دغه سازمان له مشرانو سره ولیدل او د سیمې د ثبات او امنیت، په سیمه کې د ایران د نفوذ او د یمن په تړاو يې ورسره خبرې اترې وکړې. له دغه کنفرانس څخه وړاندې د سعودي او امریکا ترمنځ د “تروریزم” د مالي ملاتړ د مخنیوي په تړاو یو هوکړهلیک هم لاسلیک شو.
درېیم کنفرانس د عرب-اسلامي نړۍ-امریکا ترمنځ و، چې په دغه کنفرانس کې تقریباً د ۵۵ هېوادونو مشرانو او استازو ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د سعودي پاچا ملک سلمان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړې ویناوې وکړې. په دغه کنفرانس کې په امنیتي ډګر کې د داسې همکارۍ پر جوړولو ټینګار وشو، چې د افراطیت او تروریزم زیاتېدونکي ګواښ مخه ونیسي او یا یې ختم کړي او پرځای یې منځلاریتوب او زغم دود شي.
پر اسلامي نړۍ او افغانستان یې اغېزې
دا چې دا کنفرانس به پر اسلامي نړۍ او افغانستان څه اغېزې وښندي، لاندې يې څو مهمې برخې څېړل شوې دي:
سعودي-امریکا اړیکې؛ دا چې په تېرو کلونو کې په ځانګړي ډول د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دويمه دوره کې د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې؛ اوسمهال سعودي عربستان ته د امریکا د نوي ولسمشر سفر به پر دغو دوهاړخیزو اړيکو ژوره اغېزه وښندي، هغه هم داسې مهال، چې دواړو هېوادونو په اقتصادي او امنیتي ډګر کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو ارزښت لرونکي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل. دغه راز د امریکا ولسمشر هم د ریاض په کنفرانس او بیا په اسرائیلو کې د ایران پرضد توندې څرګندونې وکړې.
د اسلاموفوبیا کمولو هڅه؛ په امریکا کې د ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې، د اسلام او مسلمانانو په تړاو د ده څرګندونو ډېری مسلمانان اندېښمن کړي وو. ډونالډ ټرمپ د امریکا په نوې اداره په تېره بیا په سپینه ماڼۍ کې اسلاموفوبیا (يا له اسلام څخه نه توجيه کېدونکې وېره) لرونکي کسان استخدامول او په لومړي سر کې له اوو مسلمانو هېوادونو څخه د کډوالو بندولو اړوند قانون لاسلیک کولو دا ډول اندېښنې نورې هم زیاتې کړې. خو ډونالډ ټرمپ خپل لومړنی رسمي سفر د اسلامي نړۍ له زړه څخه پيل کړ؛ په سعودي عربستان کې یې د خپلو ویناو پرمهال منځلاریتوب غوره کړ او نور هغه پخوانی ډونالډ ټرمپ نه و. خو که دا مسئله لږه ژوره مطالعه کړو، نو دا چلند تر ډېره د ایران پرضد د ده دریځ او له سعودي عربستان سره د اقتصادي او سوداګریزو تړونونو له کبله و؛ ځکه اوس هم په سپینه ماڼۍ کې اسلاموفوبیا لرونکي کسان شته دي. د ټرمپ د دریځ بدلېدل به هغه مهال ثابت شي، چې کله په امریکا کې کوم ورانکاری برید وشي او دی یې پړه پر ټولو مسلمانانو وانهچوي.
توندلاري او “ترورېزم”؛ په لومړي سر او په رسمي توګه د ریاض کنفرانس عمده موخه په سیمه کې د تروریزم او افراطیت پرضد جګړه ده، چې یا یې په لاره کې خنډونه جوړ شي او یا هم ختم کړای شي. خو دغه کنفرانس به په دې برخه کې هغه مهال بریالی شي، چې د «تروریزم او افراطیت» معنی واضح شي. که چېرې دغه اصطلاحګانې ناواضح پاتې وي او موخه یې یو شمېر اسلامپال وي، نو دا به نه يوازې دا چې مثبته تمامه نه شي، بلکې منفي اغېزې به یې نورې هم زیاتې وي. تر اوسه د دغه کنفرانس له لارې د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا ترمنځ، د تروریستي ډلو د مالي سرچينو او ريښو وچولو لپاره، په مالي اړخ کې تفاهمنامه لاسلیک شوې او په ریاض کې د تروریزم پرضد یو لوی نړیوال مرکز هم تاسیس شوی دی.
په منځني ختیځ کې پاور بېلانس؛ وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر تړون لاسلیک کړ او له کبله یې له ایران څخه نړيوال بندیزونه لرې شول، نو منځني ختیځ کې د ځواکونو انډول اغېزمن شو. ریاض له لومړي سره دغه تړون ته د یوه جدي ګواښ په سترګه کتل او له همدې امله یې له واشنګټن سره هم اړيکې خرابې شوې. اوس د ډونالډ ټرمپ لهخوا له سعودي عربستان سره له ۱۱۰ ملیارد ډالرو زیات د وسلو د پلور معامله به تر څه حده په منځني ختیځ کې د ځواک انډول بېرته پرځای کړي؛ خو له کبله به یې په دې سیمه کې د وسلو پر سر رقابت، د سعودي-ایران سړه جګړه او د دوی ترمنځ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې پراکسي-جګړه هم پراخه شي. په بل اړخ کې ټرمپ هم د خپلې وینا پرمهال پر ایران توندې نیوکې وکړې، چې په وينا يې په یو شمېر هېوادونو کې د تروریزم تر شا ولاړ دی.
سُني-شیعه اختلافات؛ په اسلامي نړۍ کې د شیعه ډلو استازیتوب تر ډېره ایران کوي. ایران د همدغه شیعهیېزم له کبله په سوریه، یمن، لبنان او عراق کې د دغو ډلو په ملاتړ لاسوهنې کوي. په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا د لاسوهنې پرځای له دغو ډلو سره مالي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ کوي. دا چې ایران دغې غونډې ته نه و بلل شوی او د کنفرانس پرمهال پر ایران د امریکا او سعودي لهخوا توندې نیوکې هم وشوې، په اسلامي نړۍ کې د سُني او شیعه اختلافات نور هم ژورولای شي.
افغانستان؛ د ملي یووالي حکومت پرمهال د کابل-ریاض ترمنځ اړیکې تودې شوې؛ خو دا اړیکې تر ډېره د ژمنو تر کچې وې. افغان ولسمشر اشرف غني هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدېوالي په موخه په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ او له نږدې یې د امریکا او سعودي له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. خو په سعودي کې د افغان کاریګرو د پاسپورتونو قضیه اوس هم د پخوا په څېر لاینحل پاتې ده. دغه راز که څه هم د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د افغان سرتېرو ستاينه وکړه؛ خو په رسمي توګه له افغان لوړپوړو چارواکو سره نه لیدنه د دغه سفر منفي ټکي وو.