عرب لیګ چي رسماً د عربي دولتونو په ټولنې مشهور دی، په منځني ختیځ او عربي هیوادونو کې یو اساسي او محوري سازمان بلل کیږي، دغه سازمان د عربي هیوادونو، د عربانو د همږغۍ د پياوړتیا او سیمي ته د هر اړخیز امنیت د برابرلو په موخه د شپږو هیوادونو لکه مصر، عراق، اُردن، لیبنان، سوریه او سعودي عربستان له خوا په کال (۱۹۴۵) زېږدیز د مارچ پر ۲۲ نېټه تأسیس سو.
عرب لیګ د الکسندریه معاهدې په نامه منځته راغی، چي وروسته یې نوم په (جامعة الدول العربية) واوښت،عرب لیګ سازمان ټولټال ۲۲ غړي او پنځه څانګي لري، چي د شمالي افریقا او منځني ختیځ پر یو شمېر هیوادونو سربېره د فلسطین ازادي غوښتونکی غورځنګ یې هم په غړو کي راځي، له دې سره سره چي له اسرائیلو سره د مصر د پخلایني له کبله ددغه هیوادو غړیتوب وځنډول سو او د ټولني مرکز تونس ته انتقال سو، خو لا هم د عرب لیګ اصلي مقر د مصر په پلازمېنه قاهره کي دی،
عرب لیګ په عربي نړۍ کي د تعلیم د سطحي د لوړولو، د ښځو د نقش د لوړولو، د ماشومانو د ښه روزلو، د ځوانانو لپاره د ورزشي او نورو برنامو لپاره تشویق او کار، د فرهنګي میراثونو ساتل، د سواد آموزۍ د پروګرامونو جوړول، د جرمونو مخنیوی، د مخدره موادو د استفادې کموالی، ګډي دفاع او نورو برخو کي هڅي کوي.
د عرب لیګ د رامنځته کېدو هدف:
په ټوله کي د عرب لیګ د رامنځته کېدو هدف یو خو دا و چي عربي هیوادونه ټول د دین او مذهب له نګاه څخه مسلمانان دي او بل د فرانسوې ځواکونو له سوریي څخه د وتلو وروسته چي اسرائیلي دولت منځ ته راغی نو عربي دولتونو د یوه او بل تر منځ د همکاریو او مرستو لکه سیاسي، اقتصادي، کلتوري، نظامي او نورو مرستو لپاره دا ټولنه او سازمان رامنځته کړ.
د عربي اتحاد موخي او اهداف:
د غړو هیوادونو تر منځ د اړیکو تقویت، د کډو همکاریو او د خپلي آزادۍ او حاکمیت د ساتلو او حفاظت لپاره د خپلو سیاستونو همږغي کول او د عربي هیوادونو د چارو او ګټو عمومي نګراني.
او همدارنګه په لاندنیو برخو کي د غړو هیوادونو تر منځ همکاري رامنځته کول:
۱ـ اقتصادي او مالي چاري، لکه تجارتي اړیکي، د صنعت او زراعت پراخوالی.
۲ـ اړیکنیزي لاري، لکه د اوسپنیزو پټلیو، جادې، هوایي حمل و نقل، سمندري حمل و نقل، تلګراف او پسټ.
۳ـ فرهنګي چاري.
۴ـ تذکره، پاسپورټ، ویزا، د احکامو اجرا او د مجرمانو استرداد.
۵ـ ټولنیزي چاري.
۶ـ روغتیایي چاري.
( د عرب لیګ د منشور دوهمه ماده)
د عرب لیګ په اړه عمومي معلومات:
جغرافیایي ساحه: ۱۴ ملیونه کیلو متر مربع.
نفوس: د ۲۰۱۴ کال د احصایي له مخي ۳۵۶۷۵۸۲۳۱ دري سوه شپږ پنځوس میلیونه پنځه اویا لکه اته زره دوه سوه یو دېرش تنه.
د هیوادونو تعداد: ۲۲ لکه الجزایر، بحرین، کومور، جیبوټی، مصر، عراق، اُردن، کویټ، لبنان، لیبیا (په ۲۰۱۱ م کي عضویت یې په تعلیق کي ولوېدی)، موریتانی، مراکش، عمان، فلسطین، قطر، سعودی عربستان، سومالیا، سوډان، سوریه، تونس، عربي متحده امارات او یمن
ناظر هیوادونه: څلور دي لکه اریتره، برازیل، ونزویلا او هند.
رسمي ژبه: عربي
د عرب لیګ څانګي:
۱ـ شورا: د عربي دولتونو اتحادیه په ټوله کي د همدغي شورا له لوري رهبري کیږي، چي د ټولو غړو هیوادونو له پلاوو جوړه ده، د شورا هر غړی یوه رایه لري او د شورا پریکړي د رایو په اکثریت سره کیږي، شورا په دوو کلونو کي یو ځل غونډه کوي خو د دولتونو د مشرانو لپاره د اړتیا پر مهال فوق العاده او بېړنۍ غونډي هم جوړولای سي.
د رایو د اتفاق اصل له یوې خوا د عرب لیګ د دولتونو د یووالي واقعي څرنګوالی په ډاګه کوي او له بلي خوا د غړو هیوادونو تر منځ د برابر حاکمیت ښکارندوی دي، د عرب لیګ د تګلاري په اتمه ماده کي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کي پر نه لاسوهني ټینګار سوی دی.
دغه شورا د واک او اختیار له اړخه د عرب لیګ تر ټولو ځواکمنه څانګه بلل کیږي، شورا د دوو غړو په غوښتني او یا هم د پرېکړه لیک په خپرولو اړوندي موضوعګاني ارزولای او څېړلای سي، د ټولني د بودیجي ټاکل او د ورځنیو چارو څار او نظارت ددغي شورا نوري مهمي دندي دي.
شورا د عرب لیګ د غړو تر منځ د دوي او بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د ستونزو په اواري کي د منځګړي رول هم لوبوي.
له لویه سره لیګ د امنیت او سولي د ټینګولو له پلوه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورته دی، خو یوازي یو او هغه هم لوی توپیر پکښې دا دی چي د عرب لیګ هر غړی ددغي ټولني پرکړه ردولای سي، د عرب لیګ شورا له ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول د افریقا د یووالي له سازمان سره د اړیکو د ټینګولو او رغولو دنده هم پر غاړه لري.
۲- د ګډي دفاع شورا: دغه شورا په (۱۹۵۰) زېږدیز کال د اقتصادي همکاریو د تړون په اساس رامنځته سوه چي مخامخ د عرب لیګ د شورا تر څار او نظارت لاندي کار کوي، د ګډي دفاع شورا د دفاعي سیاست د تنظیم او نورو نظامي طرحو او پلانونو د جوړولو او وړاندي کولو دندي پر غاړه لري، دغه شورا په ټوله کي د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو جوړه ده، چي د عرب لیګ دولتونو پر امنیت او ثبات د څار دندي لري، شورا په کال کي لږ تر لږه یوه غونډه کوي خو بېړنۍ ناستي هم لري.
۳ـ اقتصادي شورا: دغه شورا هم د اقتصادي تړون پر بنسټ رامنځه سوې ده، چي خپل کاري راپورونه مخامخ د عرب لیګ شورا ته سپاري، دغه شورا چي د عرب لیګ تر ټولو لوړ پوړي اقتصادي چارواکي پکښې دي، د ټولني د غړو تر منځ د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا دنده لري، دغه راز د سیمه ییز امنیتي اقدام لپاره د پراخو سرچینو د برابرولو مسؤلیت هم ور په غاړه دی، شورا هر کال یوه غونډه کوي او پرېکړي یې د ساده اکثریت له مخي کیږي.
د عربي ټولني مالي سرچینې تر ډېره د تیلو له اړخه د شتمنو عربو هیوادونو لکه د سعودي عربستان، کویټ، متحده عربي اماراتو او قطر له لوري برابریږي.
د ټولني ۳۵ سلنه نوره بودیجه د ټولني بېوزله او ګڼ ولسیز هیوادونو لکه الجزایر، لیبیا، اردن، مصر، سوریه، لبنان او عراق ورکوي.
۴ـ اختصاصي کمېسینونه: د عرب لیګ کمېسینونه په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، روغتیایي، مخابراتي او په قضایي چارو کي فعالیت کوي.
شورا په کال ۱۹۴۶ م کي د غړو هیوادونو تر منځ د سیاسي همکاریو د لا همږغۍ په موخه یوه سیاسي کمېټه جوړه کړه.
۵ـ دارالانشاء یا سکرتریت: دارالانشاء له سرمنشي، د سرمنشي له مرستیال او نورو اداري کار کوونکو څخه تشکیل ده.
دارالانشاء په لاندي برخو کي ادارې او څانګي لري:
لکه
سیاسي، اقتصادي، حقوقي، کولتوري، مطبوعاتي، اداري، مالي، ټولنیز او فلسطین.
سربېره پر دې دارالانشاء د عربو د مطالعاتو مؤسسه، د کډوالۍ د غندني اداره او د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې اداره هم لري، دارالانشاء د وړاندیز د برابرولو، د اقتصادي چارو د تنظیمولو او د عربي ټولني د پرېکړو د عملي کولو دنده پر غاړه لري.
د عربي دولتونو ټولنه په تېر کي او اوس هم د خپلو غړو هیوادونو د یو لړ سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له کبله له ځینو ننګونو سره مخامخ سوې ده، په ۲۰۱۲ کال دغه ټولنه په سوریي کي د پاڅون کوونکو او دولتي ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالي د ارامولو له اړخه له ستونزو سره مخامخ وه او وار دمخه یې پر دغه هیواد یو لړ بندیزونه هم لګولي دي، په تېر کي بیا د اسرائیلو او فلسطین تر منځ شخړه ددغي ټولني په یوه دایمي سرخوږی اوښتې ده، د عراق، کویت او لیبیا ستونزي هم د یادولو دي چي ټولنه سره لاس او ګرېوان ده.
د عرب لیګ نظامي پوځ:
عرب لیګ د ملګرو ملتونو او یا د اروپایي اتحادیې په څېر داسي کوم نظامي پوځ نه لري، مګر د ۲۰۰۷ م کال په غونډو او ناستو کي د غړو هیوادونو رهبرانو د ګډي دفاع په موخه د یو نظامي پوځ په جوړولو خبري سره وکړې او اخیر په کال ۲۰۱۵ م کي چي په مصر کي یې ناسته وکړه دوي دې توافق او پرېکړي ته ورسېدل چي یو نظامي تشکیل به د عرب لیګ سازمان په داخل کي جوړوي تر څو د غړو هیوادونو د ملي حاکمیت څخه دفاع وکړای سي.
د عرب لیګ سازمان اضطراري ناستي:
۱ـ په ۱۹۷۰ م کال د سپټمبر له ۲۱ څخه تر ۲۷ پوري قاهره کي غونډه.
۲ـ په ۱۹۷۶ م کال کي د اکټوبر له ۱۷ څخه تر ۲۸ پوري په ریاض کي غونډه.
۳ـ په ۱۹۸۵ م کال کي د سپټمبر له ۷ څخه تر ۹ نېټې پوري په کازابلانکا کي ناسته.
۴ـ په ۱۹۸۷ م کال کي د نوامبر له ۸ څخه تر ۱۲ نېټې په عمان کي ناسته.
۵ـ په ۱۹۸۸ م کال د جون له ۷ څخه تر ۹ پوري په الجزایر کي ناسته.
۶ـ په ۱۹۸۹ م کال کي د جون له ۲۳ څخه تر ۲۶ نېټې پوري په کلازابلانکا کي ناسته.
۷ـ په ۱۹۹۰ م کال کي د مارچ له ۲۸ څخه تر ۳۰ نېټې پوري په بغداد کي ناسته.
۸ـ په ۱۹۹۰ م کال کي په اګسټ میاشت کي له ۹ څخه تر ۱۰ پوري ناسته.
۹ـ په ۱۹۹۶ م کال کي د سپټمبر له ۲۲ څخه تر ۲۳ نېټې پوري په قاهره کي ناسته.
۱۰ـ په ۲۰۰۰ م کال کي د اکټوبر له ۲۱ څخه تر ۲۲ نېټې پوري په قاهره کي ناسته.
د عرب لیګ پارلمان:
د عرب لیګ د غړو هیوادونو له خوا په ۲۰۰۱ م کال په عمان کي یوه ناسته وسوه، چي دوي د عرب لیګ د پارلمان د جوړولو لپاره رائیه واچوله او وروسته بیا په کال ۲۰۰۴ م کي دوي د پارلمان لپاره د هر هیواد څخه څلور تنه واستول، د پارلمان مقر په دمشق کي و، خو په ۲۰۱۲ م کال کي قاهرې ته انتقال سو او اوس مهال ویل کیږي چي د پارلمان مرکز به بغداد ته انتقال کړي.
د عرب لیګ اوسني رهبران:
د عرب لیګ سکرتریت: بندر بن سلطان
عربي پارلمان: علي الدغباشي
پای
ومن الله التوفیق
م – ش – ژمن
لښکرګاه – هلمند – افغانستان
د نفوسو په تعداد کې په حروفو پنځه اویا لکه ښودل شوي دا غلط بلکې باید اوه لکه ولیکي دې ته زیاته توجه په کار ده
ځکه اوه لکه اته پنځوس زره دوه سوه او یودیرش باید ولیکل شي .
ګرانه هدایت الله خانه !!
ځوانان تشویق ته ضرورت لری او عاقلان په یوه نقطه پسي نه ګرځي
مننه