لیکوال: ایمل ښمر/پکتیا پوهنتون

   د اسلامي عصر دوه ستر تصوفي مکتبونه خورا مشهور دي یو یې د بغداد تصوفي ښوونځی دی او بل یې هم د خراسان یا افغانستان تصوفي ښوونځی؛ دې دواړو ښوونځیو د عرفاني افکارو د لېږد او خپرولو بېلې لارې او بېل روشونه لرل ، هغه داسې چې د بغداد تصوفي ښوونځی د ځینو ما ورألماده یا میتافزیکي مسایلو او ربړو په اړه چوپ پاتې نه شول او دې فکري غورځنګ د لومړي ځل لپاره تصوفي مسایل پر منبر وویل او په دې اړه یې د ازادو ویناو له لارې دا ښوونځی ودان کړ، تر دې چې د دې ښوونځي ځینو صوفیانو د تصوف د ځینو پېچلیومسایلو د طرحې له امله لکه د خدای وجود، په کایناتو د تجلیاتو ظهور، قضا و قدر او نورو مسایلو کې د ازاد بیان او وینا له امله د وخت د درباري سیاسیونو له سخت چلند سره مخ شول او سخت ازارونه یې وکتل .

   خراساني تصوفي ښوونځي بیا د بغداد تصوفي ښوونځي پر خلاف د عرفان بلنه ښکاره نه کوله او ځینو ماورألماده مسایلو په اړوند چوپ پاتې شول یا یې هم په ښکاره د ویناوو او خطبو له لارې ونه ویل، بلکې د کتابو له لارې دا کار وکړ ، د دې ښوونځي ‌ډېری عارفان لیکوونکي وو، نه ویونکي ؛ که چا به د دوی پر دغه تګلاره بسنه نه کوله او د لا ډېرې پوښتنې به یې مطرح کولې نو د دوی غبرګون دا و چې : ذوق این باده ندانی، بخدا تا نچشي .

موږ چې د عرفان عملي پلیوني نه یو او د عرفاني ادبیاتو له لوسته مو هم نه کیږي نو اړینه برېښي چې د عرفان په لوستنه کې ځینې خبرو ته پاملرنه وکړو.

   زموږ ادب ته راغلی عرفان هم د همدغه خراساني عارفانو د کار پایله ده، دوی له ادبه د خپلو عرفاني فکرونو د خپرولو لپاره د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه ګټه واخیسته او د (حال) د انګیزې( چې دوی یې د الهي رحمت نزول ګڼي ) د رامنځنه کولو لپاره له لویه سره همداسې یوه غوره او اغېزمنه وسیله لټوله او دا ورته یوه تر ټولو اغېزمنه وسیله هم ښکاره شوه ؛ نو یې له ادبه د خپلو فکرونو د خپرولو له لارې عرفاني ادب رامنځ ته کړ چې موږ هم د یوه ادیب په توګه اړ یو چې ادب ته د عرفاني اندونو د راننوتو په هنر (او یا دا چې څرنګه یې د ادب دروازې د عرفان پر مخ پرانیستې؟) ځانونه وپوهو.

   مخکې وویل شول چې خراساني عارفان د خطابو نه، د کتابو عارفان وو یا دا چې دوی خپل فکرونه په مرموزه ژبه ویل هغه به په نثر کې وو او که شعر کې ؛ د دې مزموزې یا سېمبولیکې ژبې پنځونه د سیاسي جبر پایله هم وه چې پر هغه بحث نه کوو، خو یوه موخه یې ترې دا وه چې یوازې د دوی مریدان او پلویان (چې له عرفان سره یې تر نورو ډېرسرو کار و) پر عرغافاني زمزونو باید پوه کړي او مریدانو پوهه یې له دې امله هم اړینه بلله یا یې لومړیتوب ورکاوه چې دوی یې عملي پلویان وو. نو د خپل سبک له مخې یې ورته ځینې سېمبولونه او نومونې(اصطلاحات) را منځته کړل چې هرې نومونې یې استعاري او سېمبولیک تفسیر درلود او لري یې.

په یوه پښتو ټپه کې لولو :

مسلماني دې ډېره وکړه

راشه کافر شه چې ایمان دې روزي شینه

   که د ټپې اوڅارې بڼې ته وګورو ډېره ستغه ښکاري او دغه بڼه یې موږ ته ښه لارښوونه نه کوي، خو که عرفاني شننه یې کوو نو بیا دا ډول تراپوهیدنه یې بیخي د منلو نه ده، کافر عرفاني نومونه ده او هغه چا ته وایي چې حقیقت په مجاز کې لټوي، یا کبریا ذات ته ورنیږدې کیدو ته وایي خو په دې شرط چې له شریعت سره مخالف نه وي. یا کافر منکر ته هم وایي یعنې د الله له وجوده پرته د نورو وجودونو له تلپاتې والي انکار. نو ویلی شو دا ټپه هم موږ ته په مجازي نړۍ کې د حقیقتونو د لټې امر کوي د ډېرې مسلمانۍ له کولو یې موخه دا ده چې عامه مسلماني یا له مسلمانۍ سره عام چلند پرېږده او یا ددې لپاره چې مسلماني دې نګه شوې وي او تر بلې هرې موخې یې د خدای د رضا موخه ډېره لرلې وي نو د مسلمانۍ باطن هم مطالعه کړه، تر څو د هغې مینې اوج ته ورسېږې چې ته یې تمه لرې ، عرفان چې سروکار یې له باطني پاکۍ سر ه دی او د نفس او زړه پاکي ورته د خدای د مینې د حصول یوازینی لار ښکاري، نو له مسلمانۍ سره عام چلند نه کوي، تردې چې دوی د نفس د رټولو او ذلیلولو لپاره دا سې کارونه هم کوي چې په ښکاره یې موږ د کولو جرأت نه شو کولی، نو د دې ټپې دا ډول عرفاني شننه به پر عرفاني نومونو له پوهیدا پرته څنګه شونې وي؟! نو د خپل ادب د ښې شننې او سپړنې او خلکو ته یې د پیغام د روڼولو لپاره د عرفاني نومونو سره د اشنایۍ اړتیا زیاته محسوسیږي.

   بله دا چې موږ عرفاني ادبیات لولو، یوازې عرفان نه لولو، موږ عرفان په ادب کې د یوه مسلک په توګه هم نه لولو او یا داسې یې نه لولو لکه د شرعي علومو ماهرین یې چې په مسلکي ډول لولي ، موږ د عرفان د ځينو اصولو یا د ځینو عارفانو د کارونو توجیه نه کوو، پر منصور( چې زموږ په ادب کې ډېر یاد شوی) د شوې پرېکړې د څرنګوالي څېړنه زموږ کار نه دی، منصور همغه وخت هم او اوس هم، پلویان او مخالفان لري چې زموږ ورسره کار نه شته، دا چې منصور زموږ په ادب کې د حقیقت سېمبول ګرځیدلی موږ یې په ادب کې همدغه مسله څېړو.

   په عرفان کې د مینې او عشق نومونه په بیا بیا اخیستل کیږي ، له دې نومونو سره زموږ بلدتیا یو ډول ده او د عارفانو بل ډول ؛ زموږ ټولنیز چلند د مینې له نامه سره د ګناه تر توجیه رسیږي او مینه یو ډول جرم ګڼو ، تر دې چې که مو څوک مین یا عاشق ولید د ملامتیا په هر کاڼي یې ولو، خو عارفان بیا نه یوازې د مینې له نامه سره ستونزه نه لري بلکې مینه د زړه د پاکوالي وسیله ګڼي، په دې وسیله د خدای د مینې د راخپلولو یوازینۍ لار هم ورته ښکاري او پرته دې د زړه د پاکوالي بل هېڅ منطقي او فلسفي دلیل ورته د الله ج د مینې د راخپلولو لپاره د منلو نه دی، نو د کاروان صیب په خبره چې دوی د یار په سترګو کې د خدای مینه لټوي، موږ ته به چې له دې کیفیته نه یو خبر ، خود د منلو نه ښکاري.

خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه ــــ لوی به شې او پوی به شې چې سترګې د یار څه معنا

   زموږ د ادبیاتو درې واړه دورې(لرغونې، منځنۍ او معاصره ) د عرفاني افکارو د څرګنداوي رڼې هیندارې پاتې شوې دي، او له دې بابته ښې سمبالې دي ، که د عرفان پر عرفاني ادبي ژبه او د عرفاني فکرونو د ارایې په ډول پوه نه شو، نو د لرغوني شیخ متي د ژړا دا لامل چې دی یې پوښتي، څه ځواب به ورته لرو؟

وګړیو ولې متي ژاړي؟                   سورې یې اورئ غاړې غاړې

څه غواړي؟ څه وایي؟ څه باړي؟      خپل تون و کور و کلی غواړي

چوڼي چې بېل شي، نیمه خوا شي       تل یې د بڼ په لور ژړا شي.

همداسې نور لرغوني شاعران درواخله.

   د روښانيانو د ادبي اثارو او پنځونو د لوستنې لپاره د عرفان لوستنه ځکه اړینه ده چې عرفان په لومړي ځل په همدې دوره کې په مسلکي ډول پښتو ادب ته راغی او وپالل شو، اثار پرې ولیکل شول، شاعري پرې وشوه او شعر او نثر په همدغو میو (عرفاني ) مست کړل.

   ټولو روښاني شاعرانو او ادیبانو له عرفان څخه د هم شعر د بډاینې کار واخیست او هم یې له دې لارې تبلیغ کړ چې د دوی له ډلې یې میرزا خان انصاري د بېلګې په توګه یادولی شو، دی وایي:

زه به څه وایم چې څه یم

نیست و هست واړه په ده یم

هر څه نیست شه له هستیه

د نیستۍ معنا یې زه یم

د وصال په هوا درومم

ددې لا مکان مرغه یم

   د غزل د بابا (چې عرفاني اندونه یې د مینې له جذبې، جوش و خروش سره د ملتیا تر څنګ په هنري جامه هم پټ کړل ) دا له کیفه ډکه پوښتنه به څنګه ځوابوو؟

ته چې ماته وایې چې له مانه ځان قربان کړه     ځان له ځانه څنګه قربانیږي؟ زه حیران یم

   له دې پرته هغه شاعري چې په نا ځانخبري(بې دې چې څوک د عرفان عملي لاروی پاتې شوی وي خو شاعري یې پکې کړې وي) ډول په عرفان کې شوې ده هم پر عرفاني زمزونو پوهیدا را څخه غواړي ، کنه د ښاغلي عبدالباري جهاني دغو پوښتنو ته به هېڅ ځواب ونه لرو؟ او یا چې جهاني صیب د کومې مینې کیسه راته کوي، یا کوم شراب را ته یادوي زموږ په خوا خاطر کې به هم را نه شي:

دا د کومې پیالې بنګ دي چې نشې پکې مستیږي ؟

دا د کومې نغمې شرنګ دی چې شهباز پکې نڅیږي؟

زه رباب ته مې شهباز یې

زه نغمه یم ته مې ساز یې

زه مقام یم ته مې سر یې

زه اهنګ ته مې اواز یې

ته لمبه یې زه دې شمعه

زه پتنګ ته مې پرواز یې

زه مجنون ته مې جنون یې

زه محل ته مې ممتاز یې

ته مې سر د لېونتوب یې

ته زما د جنون راز یې

هم ناظم یې هم مې نظم

ته مې سوز او هم ګداز یې

ته قبله ته مې کعبه یې

ته مرجع د راز و نیاز یې

زه له کومې فنا تښتم؟

چې انجام ته مې اغاز یې

ته ازل یې ته ابد یې

حقیقت ته مې مجاز یې

هم وجود یې هم جلوه یې

ته مطلق ته بې نیاز یې

جهان ستا د کمال کوردی

تصویر ستا د جمال زور دی

خلوت ستا د مینې اور دی

جلوت ستا د لمبې شور دی

که د لاندې بیت لومړۍ مسره مو حیرانوي او که دویمه مسره کې را څخه ځواب ورکیږي نو یو لامل یې کیدای شي او د عرفان نه لوستنه او ځان پرې نه پوهونه وي.

دل و دین و عقل و هوشم، همه را به اب دادی

زکـــدام بــــاده ســاقــی به من خـــراب دادی ؟         ( شاعر؟)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *