يو ډېر مهم شی، چې تصوف د نو افلاطوني فلسفي څخه را اخيستی او خپل کړی يې دی، هغه دعشق مفهوم دی. متصوفينو اوعارفانو عشق يا له واجب الوجود سره عشق دټولو هڅو اوتلاشونو محور گرځولی دی.
صوفي غواړي دعشق پر وزرو خدای ته ورسيږي. له دې امله تصوف ته په فلسفې پوهه باندې غوره والی ورکوي. توپير يې ساده دی دا ځکه، چې په فلسفي کيسو اوداستانونو کې انسان خدای ته ورته بلل شوی دی، چې دخير اوکمال اوجمال مثال دی. په داسې حال کې، چې د تصوف په بنياد انسان په الهي ذات کې محوه کيږي اوددې فناپه لړۍ کې مطلق ته تقرب پيدا کوي. په اسلامي تصوف کې ددې ډول افکارو پيدايښت، چې دتوحيد له عقيدې سره اختلاف لري صوفيانو ته يې سخته ستونزه ايجاد کړه اودتکفير حکمونه پرې وشول. صوفيانو، چې نه غوښتل داسلام له دايرې ووځي نو له يوې خوا يې دقرآن په تاءويل لاس پورې کړ اوله بلي خوا يي په اسرارو اورموزو باندې تکيه وکړه. په لومړۍ برخه کې صوفيانو قرآن داسې تعبير اوتفسير کړ، چې گويا له تصوف سره مطابقت لري. اوپه دويمه برخه کې يې غوره وبلله، چې په پرده کې خبرې وکړي. کلمات يې په مجازې اويا کله ناکله په ليرې مجاز کی وکارول. دا کار په مجموع کې ددې سبب شو، چې په ادب کې لاره پيدا ا ودادب په وده اوغنا کې رول ولوبوي. د ميرزا خان انصاري په ادبې کار اوديوان کې دعشق مفهوم ډېر ځله راغلی اوان تر دې، چې وايي:
کل جـهان له محبته پېدا شوی
دا رښتینی عشق د کل جهان ابا
د عشق مانا په افراطي توگه ديو څه خوښول اوله هغه سره مينه درلودل دي. يوه عاطفه ده، چې دجسماني تمايلاتو، د ښکلا د حس، ټولنيز احساس، تعجب، عزت النفس او نورو څخه مرکب دی. دا ډېره مفرطه علاقمندي او ان نا معقوله غوښتنه ده، چې کله نا کله د کدورت سبب هم کيږي. البته كدورت د شهواتو په برخه کې صدق کوي، چې په پای کې به په دې اړخ خبرې وکړو، خو د صوفيانو په باور سره د هستۍ د جهان بنياد او بنسټ په عشق ولاړ دی. هغه جوش او خروش، چې ټول وجود يې تر اغېز لاندي وي د عشق له امله وي، نو واقعي کمال بايد په عشق کې وپلټل شي.
مولانا جلال الدين بلخي وايي:
عشق جويد بحر را مانند ديگ
عشق سايد کوه را مانند ريگ
عشق بشکافد ملک را صد شکاف
عشق لرزاند زمين را از گزاف
گرنبودي بحر عشق پاک را
کی وجود ی دادمی افلاک را [1]
د صوفيانو او عارفانو په باور سره عشق د طريقت مهم رکن دی او دا مقام يوازې کامل انسان ته، چې د تعالي مراتب او کمال پړاوونه يې وهلي وي، د پېژندني وړ دی. د کمال په پړاو کې عاشق داسې حالت لري، چې له ځانه پردی او نا خبره وي او د زمان او مکان نه فارغ او د محبوب له فراق نه سوځي.
ابن عربي وايي:((زه د عشق له مذهب نه پيروي کوم، د عشق سپاهيان هر لور تاختونه کوي، عشق زما ايمان او زما عقيده ده… او بيا زياتوي: هېڅ داسې مذهب اوطريقت له داسې مذهب اوطريقت نه پورته نه دی، چې پايه اواساس يې په عشق اوله معشوق سره په شوق، چې زه يې پرستش کوم اوپرې باور لرم، ولاړ نه وي.) ) [2]
د ميرزا په ديوان کې ځای ځای د خپل طريقت سره اودخپلې لارې اوپير اومرشد سره مينه اوعشق څرگند شوی اودعشق په اړوند ډېر رومانتيک اوسمبوليک غزلیات لري:
چې کامل محبت ورشي تر قلوبه
په محب کښې خپله مینه شي محبوبه
پر وړومبي اثر اختیار ورڅخه یوسي
چې د عشق په زور یې پوهه شي مغلوبه
ترو پخپله مدعایې ګرځوینه
هر راکب، چې قوت رانیوله مرکوبه
د عذاب او د راحت تر پوهې تېر شي
ترو طاعت ګناه ساقط شي له مجذوبه [3]
يا دا غزل:
يگانه محبوبه ولې دی سر تور که
دآرام خلق دې واړه شراشور که
لکه تا، چې غنچه زلفې کړې پريشانې
دعاشق خاطر دې هسې پسی خور که
دښايست لښکر دې ټول درسره ويوست
اول تاخت دې دعاشق دزړه په کور که
په اختيار دملامت دې جهان ونيو
دا تمام حسن دې خپل دی که دې پور که
پر هغو باندې به څرنگ قراري وي
چې پرې پوري دې دخپلې مينې اور که
چې دناز پلو دې ونيوو وړاندې
په عاشق دې دوباره محبت زور که
وعالم دې ښايست ورکه ولونه ولونه
بيا دې خپل ښايست دکل ښايست انځور که
يو عجب حکمت دې دلې ته ليده شې
چې هر رنگ له يوه رنگه نوم دې نور که
دا بينا سترگې دې وينې بې جهته
داسلام قوت دې کل پر يوه لور که [4]
يا په دې اوږده غزل کې:
ددې مستې شها زلفې تار په تار دي
غوړيدلې لکه سيوری په رخسار دی
هر ويښته يې گوښې گوښې کمند روغ کړ
خورې شوې دزخمي زړونو په ښکار دي
پر هغو زړونو به څرنگ قراري وي
چې څکولي يې دمينې په مهار وي
چې له هسې خپله ځايه شو بې ځايه
داستوگنې ملک يې کوم دی، چې قرار دی
چې ددې محبوب په مينه ديوانه شو
اوس وتلی له تسبيح وله زنار دی
واړه چارې خپله مينه شوه دوړاندې
اوبې مينې له جمله کارو بيمار دی
په خلوت په ميخانه کې يې ځای نه شي
نه په مينه دمسلم نه دکفار دی
له دې هسې مستې څنگه احتياطي کړم
چې کاته يې وويشتو وته تيار دي
ښايسته صورت يې ونه دچندڼ کړه
دا گيسو ترې پريوتلې لکه مار دی
چې دا هسې رنگ ديدن وته هوس کړې
د جهان غمونه واړه پر انبار دي
هميشه دعاشق زړه باندې ورتيږي
دمحبوب کاته لمبې سترگې انگار دي
نن يې بيا د خپل جمال ډيوه کړه بله
عاشقان لکه پتنگ تر چارو زار دي
عندليب دعاشقۍ نامه ويلې
په ثنايي خبر زړونه خوارو زار دي
دغه سترگی يې کنول پسې بورا شول
اوکاته لکه هستې صاحب اختيار دی
دواړه وروځي يې ليندۍ باڼه يې غـشي
واشنا ته يې نيولي په گوزار دي
مخلصان په دواړو کونو ازاري کا
دمحبوب وښه ديدن وته حصار دي
تر دغه خوښۍ به زياته خوښي څه وي
چې هر دم يې ونظر ته انتظار دي
دا کثرت يې په وحدت باندې ارهټ کړي
اوراتله ورته دهر چا په خپل وار دي
وهر چاو ته يې خپله پوهه کيښوده
د هر چا ليده دفهم په مقدار دي
ای ميرزا ته دا ملالي سترگې وينه
چې مدام ديار له مينې په خمار دي[5]
عشق او دعشق پر محور نور مسايل په تصوف کې ددې سبب شوې، چې شعر اوادبيات له ريښې له يو بدلون سره مخامخ شي. غزل د تصوف لپاره اورباعي اومثنوي دتصوفي افکارو دبيان ښه بستر وگرځيد. دا پيښه په فارسي کلاسيک ادب کې ډېره زياته جوته ده.
په غزل کې د شراب، می خانې، خرابات، دېر مغان، مغ ومغ بچه، پير مغان (په فارسي ادب کې) د شرابو اومستۍ اثر، بېخودي اونور عارفانه مسايلو ته اشاره ده، چې په يو ډول کارول شوې دي · البته دغير متصوف شاعرانو له خمرېه شعر ونو سره هېڅ ورته والی نه لري.
په پښتو ادب کې هم ميرزا خان انصاري ددې لارې يو نوښتگر اوسر لاری شاعر دی· دهغه پورتني اوږود غزل يا قصيده، په همداسې تغزلې کلماتو اومفاهيمو پيل کيږي. هغه په واقعيت کې ديوې معشوقي انځور کاږي اوددغه انځور په باب خبرې کوي. هغه په ټول غزل کې دا کلمات لکه:
مسته شها، تار په تار زلفې، په رخسار سيوری، له خپله ځايه بې ځايه، دهستوگنې ملک، بې له مينې له جمله کارو بيمار، نه په مينه دمسلم نه دکفار دی، ښايسته صورت ونه دچندړ يا چندڼ،، چې گيسوی لکه مار پرې راوتلی·
يا نن يې بيا دجمال ډيوه، عندليب نامه يې عاشقي، دواړه وروځي يې ليندۍ باڼه يې غشي، کثرت په وحدت باندې ارهټ دی او داسي نور زيات مفاهيم. دتغزل مفاهيم اوعبارات دي، چې موږ يوازې دمثال په توگه څو عبارتونه يا مفاهيم دتصوفي اصطلاحاتو دفرهنگ له مخې بيانوو.
زلف: زلفې په تصوفي فرهنگ کې جمالي اوجلالي تجلياتو ته وايي.، چې دمطلق جمال دوحدت دپټيدو سبب کيږي. دمثال په دې بيت کې:
خواهيکه به رقص ايد ذرات جهان با تو
در رقص بر افشان ان زلف چليپا را [6]
شهلا سترگې: دسالک دکمالاتو اومقاماتو څرگندونې ته وايي، چې ځان اوله ځانه غير چې طالب يا غوښتونکې وکولای شي لاره پيدا کړي. [7]
خماري سترگې: دسالک دتقصير دپټولو مانا لري، چې دکمال خاوندانو ته دهغه قصور څرگند نه شي.
جمال: د دلربايي اوځان ښودني له لاري دانصاف له مخې دمعشوق دښکلا دکمال څرگنديدل دي · [8]
تسبيح اوزنار:، چې زنار داطاعت او دنفس دمطاوعت په مانا کارول کيږي. لنډه دا، چې داسې ټول اصطلاحات اومفاهيم، چې په ظاهر ي او عيني توگه په يو عيني شې اوپيښي دلالت کوي. په تصوفي اوعرفاني فرهنگ کې استعاري اوسمبوليک اورمزي مانالري، چې ميرزا خان په خپل کلام کې ډېر زيات کارولي دي. پخپله هم په يوه ځای کې وايي:
د ميرزا کلام رمـوز دی
چې معنی يې په څو بابه [9]
ديوې څيړني يوه برخه
۱. فرهنگ جامع اصطلاحات عرفاني ابن عربي ۶۴۷ مخ
۱. فرهنگ جامع اصطلاحات عرفاني ابن عربي ۶۴۷ مخ