د کندهار والي ښاغلی عزیزي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱۱-۲۱

کندهار، افغانستان- د کندهار والي وايي د ملي امنيتي ځواکونو له پياوړتيا سره د وسله والو ترهګرو مورال ضعيف سوی او ترهګر له ماتي سره مخ دي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني نن سهار په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د ملي امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر مسوولينو ګډون کړی وو.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي ملي امنيتي ځواکونه ورځ تر بلي قوي کيږي او تجهيزات ترلاسه کوي چي له دې سره د دښمن مورال ډېر ضعيف سوی دی. هغه زياتوي چي په دې وروستيو کي ملي امنيتي ځواکونو د وسله والو ترهګرو پټنځايونه په نښه کړي او له تېښتي سره يې مخ کړي دي.

ښاغلي عزيزي د امنيتي ځواکونو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چي د وسله والو ترهګرو پاته پټنځايونه له منځه يوسي او رهبرۍ ته يې صدمه ورسوي. نوموړي داراز له ټولو امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي کندهار ته د ولسمشر د راتګ په ورځ يې امنيت خوندي کړی او ستړيا يې ګاللې وه.

د ملي امنيت رئيس تورنجنرال قدرمحمد خان وويل چي دوې ورځي وړاندي يې په خاکرېز ولسوالۍ کي عمليات کړي چي په پايله کي يې ۲۰ وسله وال ترهګر وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي. هغه زياته کړه چي په دې عملياتو کي يې د وسله والو ترهګرو پټنځايونه په نښه کړي دي.

د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وويل چي ملي پوليسو تېره اوونۍ ۲۸ وسله وال ترهګر وژلي او ۲۰ نور يې ټپيان کړي دي. هغه زياته کړه چي تېره اوونۍ يې ۱۸ بېلابېل ماينونه، يو راکټ انداز، يوه دهشکه، يو کلاشينکوف، ۲ موټرسايکلان او يو شمېر کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي دي. د سرحدي پوليسو قومندان وويل چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې ۳۲ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *