د کندهار والي ښاغلی عزیزي

خبرپاڼه

 نېټه: ١٣٩۴-۳-۱٦

کندهار، افغانستان- کندهارو الي ډاکټر همايون عزيزي وويل معارف رياست  بنيادي بدلون ته اړتيا لري او  اوسني حالت ور ته هيڅ دمنلو وړ ندى .

نن شنبه کندهار والي  ډاکټر همايون عزيزي دخپل کار په دفتر کي د پوهني رياست مسئولينو ته لار ښونه وکړه ،ترڅو دکندهار ښار او ولسواليو دټولو ليسو څخه له نژدي  دقانون مطابق همه جانبه نظارت  او ارزيابي وکړي، معارف اداره يوه غيرسياسي اداره ده او په هيڅ صورت سره چاته به اجازه ورنکړي چي دمعارف په چارو کي مداخله وکړي قانون ،دښايستګۍ اصل او ملت ته ژمنتوب بايد دمعارف رياست دلمړي توبونوڅخه وي او همدارنګه دپوهني دبهير دلا ښه پياوړتيا لپاره يو منظم پلان جوړ او ولايتي ادارې ته دي وسپاري .

ښاغلي عزيزي وويل : کار بايد اهل کار ته وسپارل سې او هغه کسان چې کارې وړتيا ونلري او دمعارف بهير يې له ستونزو سره مخ کړى وي هغه له دندي ليري او پرځاى يې بايد نوي  کسان په دندو وګمارل سي ،هغه دمعارف رياست مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ،چي دکميت او کيفيت په برخه کي  د موجوده ستونزو او  ضرورتونو يو مکمل ليست جوړ او ولايتي ادارې وسپاري .

والي زياته کړه  دځينو راپورونو پر اساس دمعارف رياست په چوکاټ کي  په ساختماني چارو کي يوه اندازه پيسي ايستل سوي خو دکار هيڅ څرک نه تر سترګو کيږي ، هغه همدارنګه دپوهني رياست مسئولينو ته سپارښتنه وکړه چې دخپل صلاحيت څخه کار واخلي قانون دي خپل آمر وګڼي او هيڅ چاته اجازه ورنکړي چي دپوهني په بهير کي لاسوهنه او خڼد رامنځ ته کړي .

کندهاروالي وويل دکندهار ښار په زړه کي داحمد شاه بابا ليسه چې يوه ډېره مهمه ليسه ده په ياده  ليسه کي د نيمګړى مديريت  نشتون ، دنظافت نه مرعاتول ،دنظم او ډسپلين نشتون دا هغه څه دي چې بايد په راتلونکي کي اصلاحات رامنځ ته سي او ديادي ليسي اوسنى مدير  احمد الله فيضي بايد له دندي ليري او پرځاى يې يو وړ کس په دنده وګمارل سي  او دلسو ليسو دساختماني چارو برآورد بايد تر سره او دهغه بشپړ کزارش ولايت مقام ته وسپارل سي .

دپوهني رئيس عبدالقادر پيوستون کندهار والي ته اطمينان ورکړ چې پوهني رياست به ستاسو دلار ښونو سره سم مثبت بدلون رامنځ ته کړي  او دخپلو ټولو اړونده مرستيالانو او امرينو ته جدي لارښونه کوي تر څو په کارونو کي اصلاحات رامنځ ته کړي ،او خپلو مديرانو ته لازمه لارښونه کوي چي دپوهني رياست اړونده ادارې ،د تدريسي بهير ،دمامورينو مجازات او مکافات دتشکيلاتو کمبود او ددرسي موادو دکمښت او نور و چارو کي يو منظم پلان ترتيب او تنظيم کړي ترڅو دپوهني په بهير کي منظم بدلون رامنځ ته کړي او که چيري بدلون نه سي رامنځ ته دى به دخپلي دندي څخه  لاس پرسر سي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *