بامیان

په عشق اباد هوټل کې يي د خپل وطن په ښکلي تابلو کې سترګي ښخی کړي وي. د ا تابلو د بامیانو په ولایت کې د ولاړې مجمسي وه. د لاندې  هم ورته لکیل شوي و.

صلصال ۵۳ متره ، بیایې هم د ځاځی میدان د ولسوالي یوه په ښکلي غرنۍ په شنو ونوپټه منظره تر سترګو شوه. ویي پیژنده، دا د ګويي د کلي  خواته  په ونو کې پټه دره وه. په دې دره کې يي کلونه کلونه کښته پورته منډې رامنډې کړی وي.

هالته پاس دغره په سرد مجاهدینو او د دوئ دعرب ملګرو جنګیالیو مرکزونه هم ور یاد شول. په دې مرکزونو کې يي له مجاهدینو سره  د پوځي زده کړي شپي ورځي لکه  دفلم په څیر دسترګو به وړاندې تیرې شوي. د ګويي کلي  له سپینې شګې سره  نږدې پروت دی. هغه ورځ هم ور یاد شوه چې یو ماسپښن مهال  اوه جوړه جیټ الوتکي د دوئ په مرکز را وچورلیدي، اوده له یوه بل عرب جنګیالي سره د هشکې په لوري ور منډه کړه. جیټ الوتکو يي په مرکز درانه اوبیرلي بمونه و غورځول، خو ده هم په چینايي دهشکه پښه ټینګه کړه. الوتکی بیا راوتاوو شوې، ښې راکښته شوي. او څو ځایه يي بمونه خوشي کړل. شین غر په تورو اوشنو لوګیو کې پټ شو.

 د جیټ الوتکو غورهاري، د دهشکي کړسهاري او د مجاهدینو شور او چیغو دغره فضا په سر واخیسته، دریم ځل هم الوتکی را تاوو شوي. او بیا يي د دوئ مرکز تر بریدونو لاندې ونیو، په دوړو او لوګیو کې يي پام شو. چې عرب ملګری يي په خپله برګه دریشي کې د تیږو په منځ کې پروت دی. او ورسره کلاشینکوف يي په ټټر برسیره ښکارې. خو ده يې پروا ونکړه. او د دهشکې په هماغه تبخي يي پښه پسي ټینګه کړه. کوم چې د ماشي کار ورڅخه اخیستل کیده. ناڅاپه يي پاس په هوا کې یوه لمبه تر سترګو شوه. چیغه يي الله اکبر- الله اکبر- الله اکبر.

ده پاس کتل چې پیلوټ يي په پراشوت کې ځان وغورځاوه. اوشیبه وروسته یوه جیټ الوتکه په مخامخ غره ولګیده. چې ورسره سم د څیړیو ونو په منځ کې هم  د اور لمبې پورته شوي.هغه شیبه هم ور یاد شوه. کله چې پیلوټ په خپله خوله استاد سیاف ته ویل: طیاره مې په دهشکه ولګیده. او دهشکې ته خو دی ناست و. چې وروسته استاد سیاف ورته دیرش زره کالداري نقدي ورکړي وي. او د ټولو مجاهدینو په منځ کې ده ته ددې غزا له امله مبارکی هم ویله وي. او ده ته يي د اسلامي لښکرو د سترقوماندان او فاتح محمدبن قاسم  په نوم خطاب وکړ.

ده لا د خپل ذهن په کامره کې دهماغې ورځی تصویرونه لیدل. چې یوې ښکلي پیغلې يي مخي د هوټل د مینو پاڼه کیښوده.هغې ته يي وکتل، له ځانه سره يي ورو وویل: څه کافري سترګي دې دي. بیا يي په څو ځایه کړئ تاوو کړه.او هغې ورسره پاڼه واخیسته، له شا يي پسي وکتل. هالته يي په لوی هال کې ولیدل چې ځوانان اونجونې ګډه نڅا کوي. شیبه پس يي پام شو. چې په میز يي ورته د ودکا یو بوتل هم ایښی دی. دهوټل چوپړوالي ته يي وویل زه دانه خورم.

ما په کور کې یوه ډله ماشومان پریښی دي. هغوئ یوه ګوله ډوډۍ غواړي. اوته را باندې ودکا څیښي. زه له جنګونو را ورک یم. ما بدۍ کړي. خو نڅاه به لا بیا وکړم. چې نس می ډک کړم. دخپلې سرې نیکټايي غوټه يي یو څه سسته کړه. او د ماهي په تازه غوښه يي غاښونه ښخ کړل. له ځان سره يي وویل: سدو بچو؛ که دا ترکمنستان دا دعشق ښار او دا د ګرند ترکمن اوعشق اباد هوټلونه وو. نو ولا که سم پاته شوي!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *