فالبین په کوټه کې د ټیټ میز شاته ناست و. لاس مې ورته ونیو. رغوی یې راوموښه او چې څرنګه زما کرښو ته ځیر شو. وروځې یې کش کړې:

« په ژوند کې درې لوی مشکلات لرې»

شونډي یې ویړې شوې. زیړغاښونه یې په تورو راځوړندو بریتونو کې لکه کورکمن وایسیدل او راته ویې ویل:

« مشهوره به شې، پیسې به پیدا کړې »

فالبین مې د رغوي پوست سره کش کړ:

« اوږد عمر به وکړې»

راسره سترګې په سترګو شو. تورې سترګې یې وځلیدلې. زما لاس یې پریښود او په خندا یې راته وویل:

« عاشقي شته »

ما بل لاس ورته ونیو. ده نیغ نیغ راته وکتل:

« که پیسې را شل کړې په کتاب به دې پوره فال وګورم»

شل روپۍ مې ورته کیښودې. فالبین د بتۍ لوګي ته لاسونه ونیول او څه یې پرې چف کړل بیا یې له تاقچې یو زیړ کتاب راواخیست. کتاب یې له بسم الله سره پرانیست او زما لاس یې په موټ کې ټینګ کړ:

« سخت عملیات به دې وشي… اوږده مسافرې به وکړې…ډیرې پیسې به په یولاس پیدا کړې او له بله به دې ووځي».

ما ورته کتل، فالبین کتاب بند کړ. زه راووتم. د کوڅې په بر سر کې د ونې سیورې ته ودریدم. لاس مې بوی کړ د بتۍ بوی یې ته:

« د عشق یې سم راته ونه ویل»

بیرته وروګرځیدم. په دالان کې یو ږیرور انتظار و او د وره له شا د خندا غږ راغی.  ما پر سترګو لاسونه کیښودل:

« بیا به ورته راشم چې یوازې وي؟! ».

پای

One thought on “عشق/ اجمل پسرلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *