د بشري تاریخ د ژوندانه د وېش په لومړینو دورو کې، چې د کمونې اولیه دوره یې بولې تاریخ څېړونکي وایي، چې انسانانو کالي نه اغوستل او د وخت په تېرېدو د نورو پرمختګونو سره یې د کالیو اغوستل هم دود کړ، چې په دې توګه کالي د ژوندانه د مدني کېدو نښه ده او نننۍ بشري ټولنه له لومړینو انسانانو د نورو ځانګړونو تر څنګ په جامو هم توپیرېږي، خو هغه څه، چې نن سبا زموږ په ټولنه کې د لباس له بدلون څخه اخیستل کېږي هغه په عصريتوب پورې تړي او ځينې دا وایي، چې فلانکي هم دریشي واغوسته عصري شو او یا پلانکۍ سر تور سر ګرځي عصري شوه او د عصريتوب ټول دار او مدار په لباس راګرځي.
عصري کلمه، چې ځیني خلک یې د لباس د بدلون لپاره کاروي د عصر کلمې نسبتي صفت دی، چې د وخت یا زمان په مانا ده او له وخت سره د ژوندانه سمون او بدلون ته عصري کېدل وایي، چې دا سمون او بدلون د ژوندانه په ټولو برخو کې وي یوازې د لباس بدلون د عصري کېدو په مانا نه ده.
اکثره وخت مې داسې کسان لیدلي، چې ډېر ښایسته او عصري کالي یې اغوستې وي، خو په داسې کوڅو کې یې کورونه دي، چې د انسانانو د ژوند کولو نه دي ، د تشنابونو اوبه ، خټې او نور فاصله مواد پکې پراته وي او هغه کسان، چې له دغو کوڅو تېرېږي تر سړکه د راتلو لپاره بوټونو ته پلاستکي کڅوړې وراغوندي او کله چې دفترونو ته ولاړشي بیا د لباس په زور د عصریتوب بحثونه کوي او ځان عصري معرفي کوي. د دې په ځای، چې د دریشي خاوندان یوه چاره وسنجوي او خپله کوڅې پخې کړي، څو د کڅوړو له اغستلو خلاص شي او په اصلي مانا ځان عصري کړي.
یوازې د خامو کوڅو مشکل نه دی بله پسمانده ګي او هغه دا چې ،د ښار د مشهورو سیمې په کوڅو کې ښایسته کورونه دي، کوڅې هم پراخې او پخې دي، خو له کوڅو تېرېدل ځکه سخت دي، چې له کورونو وطني تشنابونه کوڅو ته راخلاصې دي او له دغو تشنابونو تېرېدل لوی زړه غواړي. کله چې هم د کوم کور دروازه خلاصه شي، ګورې به چې یوه دریشي پوشه سړی یا ښځه به راووځي، خو کله به یې دا نه وي فکر کړی، چې خپل تشنابونه عصري کړو او ځان او سیمې خلک د بوی له عذابه خلاص کړي، خو اکثره دا وایي چې په عصري تشنابو مصرف راځي او د فاضله اوبو ایستل یې مصرف غواړي.
زه اکثره داسې خلک وینم، په کورونو کې یې د صفایي په نوم کوم شی نه پیدا کېږي، د ماشومانو په مخ به یې د مچانو وار نه کېږي، د څښکاک پاکه اوبه به نه لري، خو دوی به په دریشي او کالو ځانونه د نړۍ موډلان ښي، د دې په ځای، چې دا خلک د خپل کور نظافت مراعت کړي څښاک لپاره پاکې اوبه پیدا کړي خپل کور منظم کړي تشابونه عصري کړي، دوی د کور مصرف په خپله درشي او کالو ورکوي او د عصریتوب نندارې وړاندې کوي.
زموږ ټولنه که جنګځپلې ده او خلک یې ارام ژوند نه لري،خو د دې ټولنې وګړو د امکاناتو سره دا موقع ځانته نه ده برابره کړې، چې پرمختللی او متمدن ژوند تجربه کړي، د مدنیت خواته ولاړ شي او د پرمختللې ژوند په لور ګام واخلي.
زموږ د ټولنې وګړي له ډېرو فقرونو سره لاس او ګریوان دي. په تېرو ۴ کالونو کې د بشري پراختیا راپور، چې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی ارقام ښیي، چې ۹۵ فیصده افغانان صحي تشنابو ته لاس رسی نه لري او او هر کال کابو ۶ سوه ماشومان د نس ناستې له امله مري. همدارنګه د صحي اوبو مسله خو دېره جدي ده، چې کابو ټول هېواد له دغه مشکل سره مخ دی. تعلیمي فقر، اقتصادي فقر او تر ټولو لوی د عصري فکر فقر هغه عوامل دي، چې له عصري ژوند تصور هم لا لرې ښکاري او له عصريتوبه د پیړیو په حساب فاصله لري.
که څوک د نړۍ د پرمختللو هېوادنو کالي افغانانو ته ورواغوندي ، افغان وګړي خو پرمختللي نه شو. د لباس عصري کېدل د هېواد د پرمختګ او عصري کېدو سبب نه شي کیدای، تر ټولو لوی کار د تعلیمي نظام عصري کېدل او په دغه نظام کې سمون دی او که دا کار یې وشي نو خلک به خود به خوده عصري شي، ځکه د تعلیم عصري کېدل په ټولنیز نظام کې فکري بدلون راولي او فکري بدلون د عصري کېدو لوی لامل دی.
لباس زینت او د بدن د غړو ستر دی او دریشي د ځینو ادارو د رسمي دندې د دسپلین مراعتول دي.عصري فکر، عصري چلند ، عصري زده کړې ، عصري نزاکت او عصري کړه وړه د عصري ټولنې د پرمختګ او مدنیت اصلي لاملونه دي او که دا کړه مو عصري نه شي هېڅکله به د عصري او متمدن ژوندانه خاوندان نه شو.