کلونه وړاندې اړتيا پيدا سوه چې ولايتي شورا ته ورسم او يو ووړ کار مې چې په ولايتي شورا پورې اړوند وو ورغلم سيده دافغان صاحب دفتر ته پاڼه مې ورته کيښوده ژر ژر يې کار راته خلاص کړ، دتيرو حکومتونو تنده مې لږ ماته سوه ،مشران کيسه کوي چې له طالبانو مخکې حکومتونو کې ددفتر کار په ټي ثانيه کې خلاصيده دلته هم هغه چل وسوه ددې پيښې يادونه مې ځکه وکړه چې هغه وخت مو هيڅ پيژندګلوي نه سره لرله پوه سوم که ددې وطن هر سړی ورته راسي نو افغان به يې دافغان په حيث همداسې ژر مرستې ته راودانګي خدای دې وکړي چې دا فکر لا هم وده پکښې وکړي او رښتيا يوه بله خبره چې ظاهرآ خو دولايتي شورا په دې دوو دورو کې چې دی پاته سوی دشوکو غلاوو، لوټ نښې يې په وجود او وسايلو کې نه ښکاري يوه زړه سراجه کې تګ راتګ کوي ،خو هميشه داولسونو په منځ کې وي او يوه بله خبره چې له ياده مې ونه وزي هغه دا چې ولايتي شورا داولس استازولي کوي نو تل اړتيا پيدا کيږي چې په سياسي خپرونو او ريپورټونو کې يې نظر واخلو، چې هيڅ وخت يې هم ځان نه دی دريغولی ډېر کم وخت که نه وي حاضر سوی بيا يې معقول دليل وړاندې کړی دا چې ښاغلی افغان دحاجي عبدالحليم زوی دی ، او دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی دا يې په ولايتي شورا کې دوهمه دوره ده چې بې له مصرفه او بې ميلمستياوو ورته بريالی سوی دی ، دی په دې باور دی که څوک په رښتيا په دې وطن کې کار وکړي کار يې نه ورکيږي ځکه دلته لږ کار سوی نو حتی لږ کارهم له ورايه ځان مالوموي ، په تيره دوره کې يو کال دوکيل په توګه پاته سواو پاته درې کاله يې دمنشي په توګه دنده ترسره کړه چې دم ګړی په دوهمه دوره کې دهلمند دولايتي شورا دکلتوري او فرهنګي کميټې مسوليت مخته بيايي ، ښاغلی افغان له سياسي مطالعې سره مينه لري او بيا يې په سياست کې اسلاميزم او افغانزم سره مينه ده ، دی باور لري چې دافغانستان ستونزې به په افغانستان زيږيدلی فکر هواروي ، ددې تر څنګ سره له بوختياوو په اراکوزيا پوهنتون کې دحقوقو او سياسي علومومحصل هم دی ، دی وايي چې بيا هم په ولايتي شورا کې ځکه په خپلو رښتينو رايو پاته يم ځکه زه چې څنګه يم هغسې ژوند کوم ،خوښيږي مې چې دخلکو په منځ اووسم او دا مې بيخي خوښيږي چې داولسونو ترمنځ ستونزې حل کړم ،هيله به مو دا وي چې تل همداسې پاته سي.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴