نن د حاجي عطاجان خیریه بنسټ له لورې د زابل ولایت د مرکز کلات په شېخ متي عالي لېسه کې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتو والي کورس پرانیستل سو.

دغه کورس چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي، زده کوونکو ته به په کې د ساینسي علومو، ریاضیاتو، او ټولنیزو علومو کتابونه تدریس سي.

ددې کورس ټول مالي لګښت د یاد خیریه بنسټ د مشر حاجي عطاجان په غاړه دی چې په درې ټولګیو کې به یوسلوشپېته تنه زده کوونکو ته تدریس وسي.

د کانکور اماده ګۍ د دې کورس د تدریس لپاره درې تنه تکړه لیسانسه ښوونکي ګمارل سوي دي.

د دې کورس یوه ښوونکي نصرالله زاهد د عطاجان خیریه بنسټ د دې ګام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا به د زده کوونکو د وړتیا په پیاوړي کولو کې ډېره مرسته وکړي.

د عبدالولي په نوم د شېخ متي عالي لیسې د دولسم ټولګۍ یوه زده کوونکي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د دې کورس پر پرانیستل کېدو خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې دوی ته د زده کړو په دې حساس وخت کې دا کورس برانیستل سو.
نوموړي غوښتنه وکړه چې زده کوونکو ته دې دا ډول نور کورسونه هم پرانیستل سي ترڅو د ساینسي علومو او ریاضیاتو په برخه کې د زده کوونکو وړتیا زیاته سي.

د دې کورس تر پرانیستلو وروسته ټولو زده کوونکو ته درسي توکي وویشل سول او پر همدې مهال په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکټر زلمي زابلي هم ژمنه وکړه چې د دې کورس زده کوونکو ته به ډېر ژر د تدریس لپاره کتابونه هم ورکړي.

دا لومړی ځل دی چې په روان لمریز کال کې زابلي زده کوونکو ته د کانکور د چمتووالي کورس پرانستل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *