ټاکنیزې لانجې افغانستان له هره اړخه زیانمن کړی دی، خو ددې لانجې سیاسي، اقتصادی او امنیتي زیانونه هر چا ته محسوس دي.د ټاکنو بهیر غځېدو په هېواد کې روانې رغنیزې چارې په ټپه درولې، شته پانګوال د بې باورۍ او اندېښنې له امله خپلې پانګې باسي او عامه اذهان يې بې درېغه مغشوش کړي او لاره ترې ورکه شوې ده، دې ټولو ته په کتو د ټاکنو په بهیر کې دخیل کورني او بهرني ټول لوري ځان باید مکلف وبولي چې دا بهیرله دې پرته چې د کوم لوري شرایط په پام کې ونیسي ژره تر ژره پای ته ورسوي.
د ټاکنو په بهیر کې دخیل کورني او بهرني ټول لوري نور ځان باید مکلف وبولي چې دا بهیر بې له دې چې د کوم لوري شرایط په پام کې ونیسي ژره تر ژره پای ته ورسوي څو دغه مظلوم ملت د ژوند ساه واخلي او د خپل ژوند چارو ته مناسب لوری وګوري او په دې برخه کې موجوده حکومت تر نورو ډېر مسوول دی چې دغه حالت ته د حل لاره ګودره وګوري او پرې نه ږدي خلک او هېواد نور هم د بحران لور ته ولاړ شي.
د شمال ټلواله چې په تیرو دیارلسو کلونو کې يې د حکومت تر اتیا سلنو زیاتې چوکې انحصار کړې دي اوس په ټاکنیزو درغلیو کې هم مخکښ دي دوی تول عمر دامنتیاز تر لاسه کولو په اړه په هرډول جوړ جاړي کې تر ټولو وړاندې ګام اخلي د شمال ټلوالي پخوانيو جوړ جاړیو ته په کتو هیڅ هغه یې دهېواد او ولس په ګټه نه بلکې په زیات پای ته رسیدلی دی. اوس تازه په تازه عطا محمد نور خپل کاندید ډاکتر عبدالله ته ویلي، چې که اجرايوي پوست پنجشیر ته ورکول کېږي، امنيتي ارګان به خامخا غیر پنجشیری اخلي.
ظاهراً د عطامحمد نور له خوا په اعتراضونو او مقابلې سره د عبدالله د سیال ننګول عبدالله ته د تکیې په عنوان ګڼل کېږي، اما اساساً عطامحمد نور له دې وروسته له عبدالله عبدالله سره تر ډاکتر غني په مراتبو ژور ستونزې لري. یوه له دې ستونزو داده، چې عطامحمد نور ځان د عبدالله د رایو د بانک په حیث ویني او په جميعت کې د غیر پنجشیري د ونډې استازولي خپل حق ګڼي. معلومات په ډاګه کوي، چې اجرايوي پوست ته د یونس قانوني له نوماندۍ سره عطامحمد نور له عبدالله غوښتي چې پنجشیریان د اجرايوي پوست او امنیتي ارګان ترمنځ یوازې یو یې اخستلی شي. د عطامحمد نور د ادعا له مخې چې دویم غوراوی به دده له خوا کېږي او کاندید به یې غیر پنجشیری وي.
بل لور ته په جمیعت کې دننه هم ځينې مخکښ کسان چې تېر یوولس کاله له حکومت څخه د باندې وو، ادعا لري، چې د بسم الله محمدي په څير د مارشال فهیم نږدې ملګري دې نور نو دولتي مقامونه تر یوې بلې دورې دوی ته پریږدي. په شمالي ټلواله کې مارشال فهیم ته وفاداره کسان چې له یوې لسیزې یې په حکومت کې په مهمو مقامونو کار کړی، په وروستیو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله برجسته او ځواکمن کمپاینران وو، خو مقابل لور یې ادعا لري، چې په نوې دوره کې دې د جمیعتیانو ترمنځ په پوزیشن او اپوزیسیون کې د واک تعادل مراعات شي.
د ولسمشر حامد کرزي په تېر ۱۳ کلن حکومت کې له شک پرته تاجک افغانان له دندې بې برخې و او ولسمشر د مضر مصلحت له کبله په حکومت کې د تاجکانو ونډه لومړی پنجشیر او بیا هم پاتي هغه يي جمعیت اسلامي ته ورکړل شوی و. اوس چې نوی حکومت رامنځته کېږي او دواړو نوماندانو د اساسي قانون خلاف د یوه ایتلافي او یاهم د ملي وحدت تر نوم لاندې د مصلحتي حکومت پر جوړیدو صلاح شوي دي تیر حکومت ته په کتو دا ځل یوار بیا بې پلوه تاجکان په حکومت کې بې ونډې پاتې شي او راتلونکو پنځه کلونو پورې به د تل په څېر د دوی حق او حقوق پای مال شي. د معلوماتو له مخې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د همدې لپاره ټاکنیزه لانجه اوږده کړې څو د پایلو تر اعلان وروسته د ډاکټر غني په حکومت کې د تاجکانو ونډه ترلاسه کړي او کابینې ته هغه تاجک وزیران معرفي کړي چې د پنجشیر او یا هم د جمعیت اسلامې پورې تړلي دي.
ټاکنیزو لانجو افغانستان ته له امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو اړخونو پوره زیانواړاوه. راتلونکی ولسمشر به تر سختو فشارونو او احسانونو لاندې راشي او ددې ترڅنګ وروستیو جوړجاړیو او معاملو یې په افغانستان کې د یوه قوي دولت د راتګ مخنیوی هم وکړ. اوس روښانه ده چې نه یوازې راتلونکی ولسمشر به ځپل شوی او ځورول شوی ولسمشر وي، بلکې راتلونکی حکومت به هم ویشلې او کمزوی حکومت وي.
له محور ورځپاڼې هم په مننې
داجه عطا نور ويا قانوني ويا ددي أمثال اشخاص بيا به دولت كي شاميليزي نو بيا دنن او برون فرق خه شي شو مونز غوارو جه غله او جنايت كاران او ياغيان او باغيان إصلاح او ملت ددوي دشر خخه به امن كي زوند وكري داجه دغلو سره يو خاي كيدل دا معني لري جه مونز هم غله يو صرف دخلي صفاءي لرؤافسوس خمونز به حال جه ولي دومره خوش بأوروه يو
دخداي روي مي دروري دا مجري مانو ته قانوني برات مه وركوي بريزدي جه ملت ته حساب وركري
هه هه هه !!!!
وایي چې اسونه یې نالول چنګښې هم پښې پورته کړې.
هيله كوم څه املا ئى غلطى اصلاح كرى لوى عنوان هم ليكي ) بوست ) يعنى څه معنا لرى حد اقل دا ښايسته سايت هر څوك لولى خلك خاندي ، ځكه بوست نه بلكه پست ده ، هيله دا غلطى اصلاح كرى ، په درنشت
ستاسو منظور دا دی چې د پوست پر ځی پست ولیکو؟ باید انګلیسي کلمې هم د ګاونډۍ ژبې په تقلید ولیکو؟
که پوست ولیکو نو د هغی معنی به نرم چی د سخت ضد دی وی او یا داچی د جلد په معنی وی لکه د پسه پوست یا د غوایی پوست.
اما د مقام یا رتبی لیکل په افغانستان کی په پُست شکل سره رواج لری. او همدا راز پُسته خانه مروج ده.
داجه عطا نور ويا ?????? ويا ددي أمثال اشخاص بيا به دولت كي شاميليزي نو بيا دنن او برون فرق خه شي شو مونز غوارو جه غله او جنايت كاران او ياغيان او باغيان إصلاح او ملت ددوي دشر خخه به امن كي زوند وكري داجه دغلو سره يو خاي كيدل دا معني لري جه مونز هم غله يو صرف دخلي صفاءي لرؤافسوس خمونز به حال جه ولي دومره خوش بأوروه يو
دخداي روي مي دروري دا مجري مانو ته قانوني برات مه وركوي بريزدي جه ملت ته حساب وركري