شاهین افغان –
د عطامحمد نور بې موقع او غیر ضروري وینا په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان په اکثرو ولایتونو سخت جنګ ته دوام ورکوي، د افغانستان د اسلامی جمهوریت امنیتی قواوو د مورال له کمزورېدو سره مرسته کوي. آیا د دوی موقف به د اوسني نظام سقوط او د طالبانو یو ځل بیا راتګ ته په لوی لاس لاره هواره نه کړي؟
دا به ومنو چې د ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې بې کفایتی شوي خو آیا دا لازمه وه د یوداسې ځوان په جنازه کې د افغانستان د رهبرې مهم مشران پدې نازکو امنیتی شرایطو کې ګډون وکړي؟
اوس چې الحمدالله د جمعیت مشران ټول رک روغ دی ، نو د انتقام لپاره حتما باید ټول افغانستان ته اور ورته کړل شي؟
آیا په قدرت کې د جمعیت د تل پاته کېدو لپاره به ضرور وي د دوستم جنبش اسلامی او د محقق وحدت اسلامی مردم افغانستان ، د افغانستان د نورو پاته ګوندونو او ولسونو په مقابل کې ودريږي؟
که احیانا د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ « د افغانستان د نجات شورا » ونه توانیږي چې قدرت تر لاسه کړي او د مختلفو ډلو ترمنځ د واک د ترلاسه کولو لپاره دا لانجه اوږده شي، د راتلونکو تلفاتو، اقتصادی مصارفو اونورو احتمالي اضرارو مسوولیت به د چا په غاړه وي؟
د عطامحمد نور د دې غلط تصمیم په مقابل کې د افغانستان د نورو ګوندونو، تنظیمونو، سیاسی ډلو، قومي، مذهبی، سیاسی او ټولنیزو مشرانو، مدني ټولنو مسوولیت به څه وي؟
د افغانستان د ځوانانو، ورونو قومونو او په مجموع کې د ټول ولس مسوولیت به څه وي؟ آیا دوی به د یو شخص یا څو کسانو د لویې غوښتنې، امتیاز غوښتنې او څوکۍ غوښتنې قرباني نه شي او که دوی هم مسوولیت لري چې په یو شکل سره خپل مخالفت وښیي؟
د افغانستان د دولتي ارګانونو لکه اجراییه ریاست ، وزیرانو شورا ، ولسي جرګې ،مشرانو جرګې ، ولایتي شوراګانو ، د سولې شورا ، مسلحو قواوو …. موقف به همداسې بې تفاوته وي اوپرېږدي به چې زمونږ د هېواد دا ګوډه ماته کشتۍ غرقه شي؟
زمونږ ګاونډیان ، اسلامی هېوادونو کنفرانس یا سازمان غړي هېوادونه ، سیمه ایز اونړیوال قدرتونه او نړیوال سازمانونه به د افغانستان د راتلونکې فاجعې ته همداسې بې تفاوته پاته شي او دوی به یواځې زمونږ د ولس بشري ناورین ته ګوري او سیل به یې کوي؟
دا او دې ته ورته ډېرې پوښتنې دي چې زمونږ مدني ټولنې او فعالان ، سیاسی ، قومي ، ټولنیز مشران ، دولتي ارګانونه ، نړیوال سازمانونه ، ګاونډیان او د نړۍ لوي قدرتونه باید ورته پاملرنه وکړی اوخپل مسوولیت د افغانستان لپاره ادا کړي.
نور نو ددې ښکرور غوایه ښکر د ماتولو دی