تاند- (شنبه، د میزان ۶) د بلخ پخوانی والی او د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور بې له دې چې د کوم کاندید نوم واخلي وايي، د انتخاباتو ابتدايي پایلې ښيي چې یو کاندید په همدې لومړي پړاو کې بریالی شوی او دوهم پړاو ته اړتیا نشته.
ښاغلي نور د شنبې په ورځ (د میزان ۶) د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پای ته رسېدو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي«له ټولو نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره چې په دې انتخاباتو کې ول، لومړی په انتخاباتو کې د ګډون او د ولسواکۍ د بریالیتوب لپاره د افغانستان زړه ورو خلکو ته مبارکي وایم.»
ده همداراز اشرف غني ته په اشارې ویلي«د ابتدايي پایلو معلومات ښيي چې یو کاندید په لومړي پړاو کې بریالی شوی او دوهم پړاو ته اړتیا نشته. څوک چې د بحران د رامنځته کېدو او له همدااوسه د انتخاباتو د پایلو د نه منلو او سړکونو ته د خلکو د راایستلو په تمه دي چې ګوندي اجراییه ریاست ته ورسېږي، لطفاً دې داسې نظر له سره وباسي ځکه چې دا ځل اجراییه ریاست نشته. افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او هیواد د بحران حوصله نه لري.»
ښاغلی نور د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د حنیف اتمر ملاتړ کاوه خو کله چې د ښاغلي اتمر انتخاباتي ټیم سره وپاشل شو، ده په غیرعلني ډول د اشرف غني ملاتړ وکړ.
سلام
ارامش
صلح
وصفا
سیاستیکه افغانستانرا به جایگا مطلوپ میرساند وازرقابت های نامشروع بی کفایت بچه گانه شیک پوشی این وان ….وابن الوقتی جلوگیری مینماید ارامش صلح وصفا با بارکج هیچ رابطه ندارد ونتیجه ان امروز فردا وپس فردا منفی است وچیزی ازش ساخته نمی شود معیار فلسفی ارامش صلح وصفا در: ن وما یسطرون وسوره اقرا علم الانسن مالم یعلم روشن است و میرساند که انسان یک موجودارمان افرین ودرعین زمان هدفمند است . هرچیز پنهان میشود ولی اگاهی شخصیت واخلاص پوشیدنی نیست وهیچ دلیلی هم نیست وندارد که انرا دربین جامعه نا دیده بنگریم خاصتا در انتخاپات وسابقه جامعه شمول اعم از همه افراد مرد وزن که درچارچوب قانون انتخااباتی که واجد شرایط است سهم میگیرد
بنا بران سروقت که از کلیشه های ناکام وتکراری سازش و لافزنی های میان خالی پتکه وپتکه بازی بهانه وخو د کامگی بگذریم ورا ه واهداف کشوری صلح وصفا اخوت ویکرنگی ترقی وانکشاف همگانی را ترجیح داده عملا با اشتاهات گذ ذشته خود اعتراف کنیم