دوهمه برخه –
ما وې: لاس ګوره فالبينه، د سپوږمۍ په لور مين سوم
هغه وې، عجب ساده يې، ستورى لاس کي نه ځائېږي
یوشمېرخلک راته وایي د پښتو نړیوال کنفرانس (کوټي ۲۰۱۵ء) یوه لویه ګټه دا ده چي پښتانه او عطایي ملا یې سره بلد کړو .
یومهربان ډاکټرملګري مي راته ویل ، په دې نړیواله غونډه کي دوې خبري بیخي روښانه وې هم هرچااحساسولې یو د عطایي ملا سره دهرچابې کچه مینه او بل (دوخت ضرب) د شعري ټولګي لاس پر لاس دا ډول دخلکو اخیستل .
( دوخت ضرب) په پښتنو کي دا ډول استقبالیدل ، په لنډه موده کي یو شمېر مینه وال را پیدا کول په خصوصیت سره په فکري ، سواد داره او لوستې طبقه کې پزړه پوري استقبال وسو ، په پښتني میرمنو کي یې دپښتو شعر لوستلو تلوسه را پيدا کړه ، ( د وخت ضرب) دا شاندار استقبال او تشویق عطایي ملاهم احساس کړو ځکه خویې راته وویل :
( زه اول د خپل خدای او ترهغه را وروسته دخپلو پښتنو ډېر مشکور یم چي دومره مینه یې راکړه او د وخت ضرب یې د قبول وړ وګرځولو رد یې نکړو ) .
ارواښاد سعیدګوهر چي د پټي خزانې په رد کي ( پټه خزانه في الحقیقت ) ولیکلو نو ډېروختونه وروسته په داسي اعتراف کولو ( شاهد د فاروق سرور به هم په یاد وي ) مجبوره سو :
( زه پښتنو افغانانو د پټي خزانې د مخالفت په سوب رد کړم، دا کار چي پما چاوکړو هغوی خپله پرشاه سو ) خو عطایي ملا ډېر خوش قسمت څوک دی چي پښتنو دومره مینه ورکړه چي د ډېرو پیوندګرو پرشاعري عطایي ملا نه د عطایي ملا ځیرکو لوستونکو چلبه راکښ کړه .
د پښتو نړیوال کنفرانس به د عطایي ملا وشخصیت ته د یو اشتهار پیلامه سوی وي لاکن د عطایي ملا شاعري خو په ۱۹۷۰ء( دوخت ضرب کي د اخري نظم د کال له رویه شاعري یې تر دې کلونو وړاندي هم کوله) کلونو کي هم ازانګې خپرې کړي وي ، دا چي عطایي ملا د خپل شعر سره هغه چلند تر ډېره مناسب ساتلی نه دی ( د ځوانۍ په وختونوکي ) چي ورته په کار وو، او په مسولیت سره یې خوندي کړي وای، د شعر د نه خوندي کولو چلند پای د دې سبب سو چي درو بیلو ، بیلو رژیمونویا واکدارۍ ( خلق شاهي ، مجاهد شاهي ، طالب شاهي) د تلاشۍ په نوم شعرونه یې د ابد کندو ته ورصدقه کړل :
د شعر د نه خوندي کولو بې پامۍ نتیجه یې دا هم سوه چي دوستانو د امریکا په مسافرت کي د شعر کتابچې د مطالعې لپاره به ځني یوړلې یا خوبه یې وروسته ځان ورباندي واچولو یابه یې په ډېره خواري بیرته لاس ته ځني راوړلې .
یوار د (سرانانو) په لویه هدیره کي چي د ګلبیدار خیمه پکي ولاړه وه ، د ګلبیدار لیدلو ته ورغلی وم ، دخبرو په منځ کي …. او …. صاحب ته په ښرا سو، ګلبیدار په ډېره حسرتناکه لهجه راته وویل :
دا ….دوه د کلونو راپسې وو،چي دا کتابچې دي راکړه چي کتاب ورځني چاپ کړو اوس نه کتابچې راکوي نه کتاب را چاپوي ،، .
دا تلاشۍ او بې ځایه د کتابچو ورکول، راکول باعث د دې ګرځیدلي وي چي د عطایي ملا د شعررنګ، ډهنګ ، او اهنګ چا قبول کړی وي ، چابه یې د شعر متوع خوښه سوې وي اصطلاحات او کلمات به یې ترله اړولي را اړولي وي ، هرڅه چي دي د نن عصرلوستونکی په ذهني توګه هم د پراخي مطالعې په اساس یو زیرک کره کتونکی هم دی اصل او نقل په آساني سره بېلولی سي هم دا پریکړه کولی سي چي عطایي ملا د پښتو معاصر شعر یو داسي هنري څېره ده چي د یوویشتمي پیړۍ دپښتو شعر تشه (خلا) په ډکه هم یې دا پیړۍ اغېزمنه وګرځوله .
عطایي ملا ته هم دا احساس دی چي د شعر په خوندي کولو کې د انصاف څخه کار نه دی اخیستی خو دا یې کله هم نه دي ویلي چي ع یا غ زما شاعري کاپي کړې یا یې کاپي کوي یا یې غلا کړې ده .
دا اوس په کوټه کي د یوه نابغه روزګار شعري ټولګه چاپ سوې ده د عطایي ملا هغه نظم یې کټ مټ هغسي د ځان کړی دی چي کلونه وړاندي (۱۳۵۱) په وږمه مجله کابل کي خپور سوی دی :
د دې اعتراف کولو چندو باک نکوم چي ووایم د عطایي ملا د شعر متوع ځینو سکښتې را سکښتې ده خو عطایي ملا په پښتنو کي د شعر د محبوبیت سره، سره په لوستونکو کي د پښتو شعر د لوستلو تلوسه بیرته را بیداره کړه او لوستونکو ته یې د شعر معیار او د شاعر سپېڅلی کردار په ټولنه کي په ګوته کړو .
بدلون اوونیزه/دوهم کال/ ۱۵ / پرله پسي ۶۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/ ۵/ ۱۳۹۴