د عطایي ملا شاعري ته لویدل رښتینولي ، ایمانداري ، د ضمیر پاکي هم د جرئت بې باکي غواړي او دا ځانګړتیا خویې بیخي د ستایني وړ ده چي ځان ورته د خلکو غوندي ښکاري او خلک عطایي ملا د ځان څخه ګڼي ، مینه ورسره کوي ، شعرونه یې لولي هم خپل دردونه او هیلي پکي لټوي هم یې لیدلو ته لیوالتیا څرګندوي :

عطایي ملا یو اصولي او سپېڅلی دروند پښتون ادبي او اجتماعي شخصیت دی ، بیخي په زړه نازک ، او د جرئته ډک څوک دی ، د حساس طبعیت خاوند دی ، خبره سپینه او رډه کوي :

عطایي ملا د طبعیت یو قانون هم ښورولی یا مات کړی نه دی ، خو د ټولنیزو ناوړه او خپلاسي قوانینو خیټي یې د خپل قلم په سوکه او د خپل انتقادي شعر په وسیله څیرلي دي ، چابه سرکښ ، چابه یاغي هم نومولی وي ، همدغه یاغتوب د هغه د تخلیق په سینګارولو کي اساسي نقش درلودلی دی ، دا آوارګي نه ده ، سرکښي نه ده نویې څه ونوموو، شاعرانه افتادګي یې ونوموو، عطایي ملا په امریکا غوندي ښارکي د ډوډۍ لپاره موټرواني کوي ، واه، زما په پام دا د ضد استعمار مفکورې سره پرخپل افغاني هوډ او سامراج دښمن فکر سره هسک خیبر  پاته کېدل وو او دا سامراج دښمن فکر اوس هم پالي هم په سیاسي مباحثو کي انتقادوي هم د هغو دوه مخیزتوب انتقادوي چي پرون په سیاسي لحاظ یو څه او نن بل څه دي .

عطایي ملا د پراخي مطالعې څښتن دی ، عربي ،فارسي ، انګرېزي او اردو ژبو څخه په مطالعه کي پراخه استفاده کوي ، عموماً د شاعرانو ژوند داسي بې ترتیبه ،غېرمنظم او بې سلیقې وي ، په وطاق کې کتابونه، اخبارونه ، مجلې سره پاش،پاش پراته وي خو په دې اړه هم عطایي ملا بختور څه چي روغه د پاګیزګۍ او د جمال آئینه ده ، ( په دې ۶۷ کلنۍ کي )څومره چي دي زړه سي دومره ورته ګوره هم دغه ښایست او پاګیزګي یې په شعر کي د سترګو تر دیده غوړېدلې ښکاري ، تش د لوستونکي حسیني سترګي او پاک زړه غواړي :

د عطایي ملا په شاعري کي متصوفانه رمزیت   د جمال او جلال د ګلدرو په نندارو لوستونکي باسي هم د اروا په پاګیزګۍ یې اړ باسي ، سمبولونه یې ساده، ویاند او ریښې یې په پښتون کلچر کي پیوست دي :

عطایي ملا د ذوق او مزاج له پلوه بیخي نفیس او انتهایي جمالي څوک دی، خو د مزاج له اړخه جلالي غوندي قلندر هم دی ، چي بیا د ډېر او ډېرو څه په کیسه کي هم نه دی .

غربت ( په هراړخیزه معنا) په طبعیت کي د یوازیتوب او تلخۍ ( په یو فنکار کي په خصوصیت سره) عنصر را پیدا کوي ، په نازونو او نخرو را لوی سوی عطایي ملا چي د کابل د رڼاګانو راوتلی په پردي بدرنګه او اجنبي ښارکي دې ته اړ دی چي  د هوټل په دیګونوکي څه پاته سوي ، ماښام یې خپلو ماشومانو ته ورسوي ، د چایې څه چي سهیک عطایي دی ، که عبدالهادي عطايي دی :

هغه عطایي ملا چي د احمدشاه بابا له لیسې (۱۳۴۸) کال فارغیږي کابل پوهنتون ته ځي، او وروسته د هم دا پوهنتون د بشري علومو له فاکولتې فارغیږي ، چي ورپسې د روزګاِر غم په لټون (۱۳۵۵) د فلسفې ، ادب او تاریخ دغه ځلمی عطایي ( چي هغه مهال د سهیک عطایي په نوم پېژندل کېدو)  د معلم په حیث هلمند ته ورسېدو :

د عطایي ملا کورنۍ  د کندهار ( شاه قبر کوڅې ) څخه هلمند ته تللې ده ، یو علمي کورنۍ وه محترم پلار یې ( ملا عطامحمد ) د خپل دور د نامتو عالمانو څخه وو، چي نامتو خوانین او اجتماعي شخصیات یې د شاګردانو څخه دي :

مشر ورور یې اکاډمسین ابراهیم عطایي د پښتو ادب ، تاریخ او فلوکلور د مخکښو لیکوالو څخه دی هم یې د هلمند د تاریخ د موسیس په توګه یادولی سو ، هم د افغانستان د خپلواکۍ او سیاسي غورځنګونو اغېزو او نامتو سیاسي او علمي شخصیاتو  به د عطایي ټبر نغری تود ساتلو ، خپله د عطایي ملا په ادبي تربیت کي دمهربان او  محترم پلار ونډه یې تر بل هرچا زیاته ده ، ( د وخت ضرب) په سریزه کي داسي کاږي :

(… زه د دیارلسو، څوارلسو کالو وم چي کله ، کله به مي بوډا پلار( په عمرکي مي نیکه او په مینه کي مي پلار) د حمیدماشوخیل د (دُرمرجان) پېښوری مخشوش زوړ چاپ په لاس راکړ او له مانه به یې د ماشوخیل د لیکو اورول غوښت، داسي به نو هفته نیمه کي زموږ یوه په مزه، مزه شاعرانه مرکه کېده، یوه ورځ زما مخي ته دا بیت راغی :

چي دي نوم په غوږو واورم سره لمبه سم

هومره سوز راکي پیدا کړې زما ربه !

او ما کتل چي د دې تورو په اورېدو سره د بابا ترخوله بې اختیاره هو،هو را ووت د ځیګرقفسه یې په سرعت څو واره پورته ښکته سوه، له سترګو او پوزي نه یې د رڼو اوبوڅاڅکي پرسپینه ږیره راتوی سوه، خوډېر ژر یې د ملایي رعب د سنګینۍ او صوفیانه خود دارۍ په پردو کي له ما نه د خپل حال او ځان د پټولو ناکام کوشش وکړ، خو زه پوه سوی وم چي ولي او څه وسوه …. او بیا زه به قریب د اوولسو، اتلسو کالو زلمی وم چي یوه ورځ مي پلار په خپلو زړو غټ نمبرو چشموکي د حمید دیوان مخ ته نیولی وو، پاټي یې اړولې را اړولې او څه یې پلټل ، چي پرپېښ سو نو د پلرنۍ میني او استادانه جدیت په ګډ انداز یې زه داسي مخاطب کړم :

وه هلکه عبدالهادي! دا توري واوره، زده یې که او ښه چرت په کي ووهه!

هنګامه د میني ګرمه ده ترحُسن

د مجنون د در ګدا سه لیلا مه سه

بابامي هغه ورځ د خپل ذوق او زما د استعداد په کچه تریو حده په دې تورو (مینه اوحسن) پوی کړم (۱)

د عشق او حسن پرته د (عقل) ټکی د عطایي ملا په شعر کي په تکرار سره ګورو خو دعشق او حسن غوندي ارزښت او د خانۍ منصب نه ورکوي ،نه هغسي ناز ورسره کوي ، مخالف چلند ورسره غوره کوي (ګمراه ) یې نوموي :

د ګمراه عقل ځنځیر مي ، د ګلرخ په پښوکي توی کړ

د پایزیب له هره شرنګې ، جوړه مسته ترانه کړه

یا دا

عقل خوار سودایي ګرځي، جنون مست موج د خندا

یو اوربل تر پلو لاندي ، او بل خپور لیدلی دی

مستي جنون دی او جنون عشق نومول سوی دی او د عطایي ملا شاعري عبارت له عشق او حسنه ده نو عقل دلته کله ځائیږي :

( خدای د عقل په وسیله موندلی نسو، ځکه چي عقل مخلوق دی او مخلوق د خالق کوم ادراک کولی نسي ، او بیا عقل خو د حواسو محتاج دی او د ( ذات حق) ادراک خو په حواسو سره هیڅ کېدلی نسي :

همدغه مضمون ( بیدل ) داسي راوړي :

آنها که چشم برگل تحقیق وا کنند

ازهرچه فهم رنگ نگیرد حیا کنند

دربحیثی که غیر خموش علاج نیست

پر هرزه ایست تکیه بچون و چرا کنند

زین نارسایها که بخود هم نمی رسند

پرواز تاکی آن طرب کبریا کنند (۲)

  (کوم خلګ چي پرحقیقت نظر لري ، هغوی پرهغو مسائلو چي ترانساني عقل لوړي دي خبري ورباندي نکوي ، پټه خوله د ځان کړي ، البته هرزه رسان فضول ، بې ځایه (کج بحثۍ ) کوي ، موږ ترخپل ذات (ځان) رسېدلي نه یو ، ترخدای (پاک) د رسېدو خبره خو لا بېله ده )

په همدغه شالید (پس منظر) کي د عطایي ملا دا بیت وګوری :

آدم زاد که د خپل عقل، قدر خپله پېژندلای

دا ناپوه دا سر زوره ، بدکرداره به خر نه وای

عطایي ملا د عشق په کار یا تر خپل خدایه د رسېدو په لاره کي که یو خواته د روایتي ملا له مذهبي تصوره ځان ګوري نو بل اړخ ته دعقل د ګمرایۍ هم دډه کوي (عشق) د (حسن) د ملایکي مل کوي :

پرهرپټ ساته زړګیه!چي مي روح لا خبر نه سي

عشق مقام د خود دارۍ دی ، دلته (آه) هم رسوایي ده

کرامت د عشق ته ګوره، په د ې یو موټي زړګي کي

هم اووه آسمانه غم دی، او هم ته پکي ځائیږې

یا دا

پس له مرګه مي یارانو دا دوه توري ، سرته لیکئ

نذرانه د مغرور حسن ، که قربان د عشق په ننګ سو؟

(تر خدایه رسېدل د تصوف مقصد دی، ترخدایه د رسېدو مقصد د عشق تصور را پیدا کړو، دا ډول تصوف او ( عشق حق) لازم او ملزوم سول او هر صوفي د یو صادق عاشق پشان د خپل محبوب (خدای) په عشق کي کبابیږي ، له هجر فریاد کوي ، د وصال په طلب وي او د ده په پام او نظر د تخلیق راز عشق دی

د یو شاعر په پام :

استاد کائنات که این کارخانه ساخت

مقصود عشق بود جهانرا بهانه ساخت

(د کائنات خالق چي څه مهال دا جهان تخلیق کولو

مقصد یې عشق وو د کائنات تخلیق خو یې هسي یوه پلمه وه )

د مولانا رومي په اند :

جسم خاک از عشق بر افلاک شد

کوه در رقص آمدو چالاک شد

( دا خاورین بدن په عشق آسمان ته بالا سو

کوه طور (خوهم) د عشق په سوب، پر رقص راغی)

د حافظ دا بیت وګوری :

فاش می گویم و از گفته خود دلشادم

بنده عشقم و از هر دو جهان آزادم

(زه په ښکاره سره وایم او په خپله (کړې ) خبره خوښ یم

چي (زه ) د عشق بنده یم، د دواړو جهانو خپلواک یم )

 (فارسي ) غزل ګو شعرا د عشق د مدح سره، سره د عقل غندنه هم کړې ده لیونتوب او جنون یې ستایلی دی ، د سقراط په نظر (عشق د جنون یوه بڼه ده) او بل د یو غزل ګو تعلق ، د زړه دنیا، درون بیني او داخل وي ، هغه عشقیه مطالب او د ژوند واقعیتونه ، د منطقي دلایلو پرځای د زړه په جذباتو او شعري صداقتونو کي نغښتي وړاندي کوي نوځکه د عقل سره یې تاو او بالا لیدل کیږي او بل د تصوف د اغیزي لکبله هم د غزل عقل دښمني په برخه سوه :

د صوفیانو په نظر د عشق د لاري د حق عرفان رسېدلی سي ، عقل د عرفان حاصلولو اهلیت نلري ، عشق له حواسو ماورا دی خو د واقعیتونو ادراک په بشپړه توګه کولی سي ، او عقل چي د حواسو محتاج دی ځکه نو د واقعیتونو (لږ او ډېر) له ادراک څخه بې برخي دی ، نو دا ډول عقل ، د عشق د حقیقت پېژندلو بې برخي دی (۳)

د عقل د ګمرایۍ را وروسته چي د عطايي ملا د جلال او جمال خان عشق ګورو نو د عطايي ملا عشق نوخیز نه دی نه جنسي رنځور عشق دی ، د عطایي ملا عشق د جنون صحرا په تڼاکو پښو را پای کړې ده :

د جنون رېګستان ټوله، سجده ریز د ارمانونو

جانان تللی په دې لارو ، هرقدم یې ښکلومه

او دا چي وایي

یو جابر سلطان د حسُن، بل سرتېر فقیر د میني

خوار مېږیه عقله تښته !د فیلانو زله جنګ سو

شمع او پروانه هم د عشق اړوند موضوع ده ، چي په سمبولیک انداز په دې بیت کي کارول سوې ده او د عطایي ملا دا بیت د مزاحمتي پلوه هم د پامه ایستلای نسو .

نن سحر قاتلان راغله ، بېګانۍ ډېوې یې مړې کړې

ښه چي ژر دي ځان لمبه کړ، پروانې ! مرګ دي پرده سو

ماخذونه

(۱) د وخت ضرب             عبدالهادي ملا    سریزه
(۲) فارسی غزل اور اس کا ارتقا…. پروفیسر ظهیراحمد صدیقی ،  ۲۳۰

(۳) فارسی غزل اور اس کا ارتقا………………………….. ۲۰۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *