تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د نسبي اوربند له پيل سره هم مهاله د بلخ په زارع ولسوالۍ او د پکتیا په ځاځي اریوب کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو د بریدونو راپور ورکول شوی دی.

په دې اړه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبانو تېره شپه دوه نیمې بجې پر زارع ولسوالۍ درانه بریدونه کړي دي.

نوموړي ویلي، طالبانو ته ور یادوي چې دا ډله دې پر ژمنه ولاړه پاتې شي ګني دا به ثابته شي چې ګواکې طالبان د یوې قوماندې خلک نه دي.

بلخوا د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تاند ته وویل، چې طالبانو تېره شپه پنځلس کم دوه بجې د ځاځي اریوب په یوه پوسته بریدونه کړي دي خو دا بریدونه یې شاته تمبول شوي دي: (( په دې برید کې د طالبانو یو کس د طالب جان په نوم وژل شوی دی او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.))

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي راکمولو اوونۍ تېره شپه له دولس بجو راهیسې پیل شوې ده او اووه ورځې به دوام وکړي چې افغان حکومت په کې خپلو ځواکونو ته په طالبانود برید نه کولو خو د دفاع امر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *