د بلخ والي عطامحمد نور د سې شنبې په ورځ په هرات کې یوې غونډې ته هغه د دوی په خبره په ډېر طمطراق وویل چې که په نظام کې سمون نه راځي نو د نظام سقوط په اړه باید فکر وشي، خو پرون دغه ښاغلي خپلې توکړې لاړې بېرته وڅټلې او په ډېره خواره خوله یې وویل چې د نظام سقوط په اړه دده خبره د خولې تېروتنه وه او دی کله هم نه غواړي چې نظام سقوط شي بلکې دی د نظام ملاتړ کوي.
داسې ښکاري، چې دغه سړي خپله فکري توله له لاسه ورکړې دا ځکه چې په دې نږدې وختونو کې یې د ترکې جمهوریت جوړېدو په نمانځغونډه کې ویلي و چې په دولت کې فساد زیات شوی نو ځکه خو دی غواړي چې راتلونکو ولسمشري ټاکنو ته ځان ونوموي. داچې فساد څه ته وایي؟ او دغه ښاغلي لکه چې دغه میلیاردونه ډالر د تنخوا او مشروع سوداګري له لارې پیدا کړي او دی له فساده پاک دی او که نه؟! دا بله خبره ده او ټولو ته څرګنده ده چې ده دا شتمني له کومې لارې پیدا کړې؟! په دې اړه سندونه شته چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپار ه شوي او هغه اظهرومن الشمس دي، خو همدغه ښاغلي بیا د سې شنبې ورځ وویل چې نه د ده خبرې ناسمې تعبیر شوي او کله هم ده، نه دي ویلي چې ځان ولسمشري ته نوموي.
له فکري تولې به یې تېر شو خو دا چې څرنګه ده یو ځل د نظام سقوط ګواښ وکړ او سبا یې بېرته توبه وایسته چې داسې نه کوي دا مسله یو څه د تم کېدو وړ ده! لومړی خو لکه لمر روښانه ده چې دی او دوی دغه توان نه لري خو دا څرګندونې ددوی د مافي اضمیر څرګندوی دي، دا ځکه چې د طالبانو له ماتې وروسته دوی چمتو نه وو چې په خپله خوښه واک پرېږدي او د دوی مشر برهان الدین رباني غوښتل ځان ټینګ کړي خو کله یې چې پر خپل سر(ب- ۵۲) ولیده نو بیا یې غاړه کېښوده او په نه زړه له دې غوړې مړۍ تېر شو او له ځان سره یې د حافظ هغه شعر تکرار کړ چې وایي:
شکوه تاج سلطاني که بیم جان در او باشد
کلاه دلکش است ولې بترک سر نمی ارزد
له هغه وروسته هم دې ډلې پر ټول توان هڅه وکړه چې پر وسله وال پوځ خپلې منګولې خښې وساتي چې بیا په مناسب وخت کې واک قبضه کړي او له بده مرغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټوله واکمني کې دوی دغه امتیاز ترلاسه کړی و او په ډېره سپین سترګۍ یې امنیتي بنسټونه انحصار کړي وو.
په دې کې شک نه شته چې ددې ډلې سروالانو به بې شمېره غونډې کړې وي چې څه ډول او په کومو شرایطو کې، د چا په مرسته واک قبضه کړي؟ دا هڅې دوی ډېرې کړي په دې لړ کې د فاضل سانچارکي پر فیسبوک پاڼه لیکې خاطره یې یوه بېلګه ده. ښاغلی سانچارکی لیکي کله چې جنرال دوستم د ترک توکمو مشر اکبربای پر کور تېری وکړ او هغه یې له وهلو ټکولو وروسته په خپل کورکې بندي کړ، ښایي له هغه سره یې هم د احمد ایشچي چلند کړی وي یا یې نه وي کړی؟ ددې پېښې په غبرګون کې امنیتي ځواکونو د کابل په شیر پور کې د جنرال دوستم کور کلابند کړ. فاضل سانچارکی لیکي په دغه وخت کې دوی(د شمالي ټلوالې ځینو سرلارو) غونډه وکړه چې څه ډول کولی شي له ښاغلي دوستم سره مرسته وکړي، په دې غونډه کې بېلابېل وړاندیزونه وشول خو په ټولو کې د احمدضیا مسعود وړاندیز حیرانونکی و او هغه دا چې ښاغلي مسعود وویل چې« د یو پراخ مدني حرکت لارې باید دولت قبضه کړو، په دغه وخت کې امان الله ګذر او بابه جان سمدلاسه ودرېدل او د عسکري سلام په کولو سره یې په یوه اواز وویل: صاحب ستاسې امر ته بشپړ چمتووالی شته امر وکړﺉ!» سانچاکی وایي دغه وخت ټول چپ شول خو وروسته وړاندیز وشو چې استاد رباني دې له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي او دغه حالت (ددوستم کلابندي) دې پای ته ورسوي.
دغه راز، قسیم فهیم هم له مړینې څو میاشتې مخکې ویلي و دی چمتو نه دی چې په دولت کې له پامه وغورځول شي او که داسې وشي نو غره ته به وخیږي.
له دې ټولو داسې ښکاري چې دا ډله له ډېرې اوږدې مودې راهیسې په ناقانونه توګه د واک غصب له پاره په کمین کې ناسته ده خو چې په ملي اونړیواله کچه دغه شرایط نه دي برابر او نه یې څوک دغه کار ته پرېږدي دا بله خبره ده.
بېرته راګرځو د عطانور خبرو ته چې څومره ژر یې هغه د چا خبره مښوکه پاکه کړه! ښایي لومړی خو دده خپلو انډیوالانو ورته ویلي وي چې پام ته غواړې زموږ باد راوړې او له ناقانونه لارو راټوله کړې شتمني له خطر سره مخ کړې؟ دا هم لرې نه ده چې دده خپله دې خبرې ته پام شوی وي چې دا مړۍ دده تر وړې خولې ډېره غټه ده نه چې خوله به یې څېرې شي، کېدی شي نورو خیرغوښتونکو کسانو دې ته ځیر کړی وي چې دا ډول څرګندونې خپله ده او ددوی ډلې ته ناوړه پایلې درلودلی شي او یا داهم لرې نه ده چې نړیوالې ټولنې چې ددغه نظام په جوړولو او پرپښو درولو کې یې درانه ځاني او مالي زیانونه ګاللي ورته ویلي وي چې خیر دې له خدایه غواړه ته بیا څوک یې چې دغه ډول عمل ته لاس اچوې؟ نو ځکه خو ده ۱۸۰ درجې تغییر وکړ او د نظام سقوط پر ځای د نظام ملاتړ ټټر وواهه.
خو له دې بلاخلاصون په کار دي او هغه دا چې:
- په دولتي اډانه په تېره وسله وال پوځ کې جدي سمون او انډول په کار دی چې بیا څوک له ناقانونه لارې د دولت چپه، غصب او ړنګولو خوب ونه ویني سره له دې چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ بیلانس اوس ډېر بدلون کړی خو لا نور پام ته هم اړتیا شته.
- څارګریز پیاوړي بنسټ ته اړتیا شته چې د ټولو سرکښو او باغي سټو کړنې له نږدې وڅاري او پردوی د ناقانونه پیسو سرچینې وچې کړي دا ځکه چې ناړامه کسان تر ډېره د ناقانونه پیسو په زور اجیرې ملیشې سمبالوي، جنایتکاره باڼدونه جوړوي او نورې ناقانونه کړنې.
- دولتي بنسټونه باید پیاوړي شي او افغانستان له بل هروخته اوس یو پیاوړيو ځواکمن او مقتدر دولت ته اړتیا لري، په هره بیه چې وي.