عطا محمد نور

تاند- افق نیوز خبري اژانس وايي چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د ولسمشر له لوري برطرفه شوی دی.

دا اژانس په ارګ کې د یوې سرچینې له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، وايي چې عطا محمد نور له دوو اوونیو راهیسي په کابل کې د جمعیت ګوند د کانګریس لپاره کار کوي خو ارګ پرېکړه کړې چې نوموړی له دندې ګوښه کړي.

د افق د راپور پر اساس د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو په غونډه کې پر ولسمشر غني د عبدالله عبدالله د توندو نیوکو علت دا و چې ولسمشر د عطا محمد نور د لېري کېدو پرېکړه کړې ده.

خو په عین حال کې داسي اوازې هم خپرې شوي چې اجرايي ريیس عبدالله د دې لپاره پر ولسمشر انتقادونه وکړل چې د جمعیت په کانګریس کې لوړ مقام ترلاسه کړي او عطا نور ته ګوزار ورکړي.

خو افق نیوز وايي، ارګ د عطا محمد نور د لېري کولو لپاره د مناسبې موقع په لټه کې و او غوښتل یې داسي وښيي چې د ده په لېري کېدو کې اجرايي رييس هم شریک دی.

ویل کېږي چې د جمعیت ګوند د مشرتابه پر سر د عطا محمد نور، عبدالله عبدالله او د رباني د زوی صلاح الدین رباني ترمنځ سخته سیالي روانه ده. داسي انګېرل کېږي چې پر حکومت د هر لوري نیوکې د هغه له مشرتابه سره مرسته کولی شي ځکه چې د جمعیت غړي په حکومت کې سل په سلو کې واک او چوکۍ غواړي خو اوسني حکومت د دې ډلې د واک فیصدي یو څه کمه کړې ده.

One thought on “عطا محمد نور د بلخ له ولایته برطرفه شوی”
  1. Salamooona
    Ka dagha kar shawai we ashraf ghani wro wro maqsad ta rasidai she zaka dagha zanta pokhwanai ferghwan wayal.
    Manana

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *