تاند- څیني حکومتي سرچینې او دغه راز د بلخ پخواني والي ته یوه نژدې سرچینه وايي چې د عطا محمد نور او مرکزي حکومت ترمنځ موافقه وشوه.

د بلخ د ولایتي شورا رييس محمد افضل حدید، چې د عطا محمد نور کلک ملاتړ کوي، وايي چې نور د مرکزي حکومت له یوه پلاوي سره له دوو ورځو راهیسې په خبرو بوخت و، او بالاخره موافقې ته ورسېدل.

حدید د موافقې شرایط څرګند نه کړل، خو ویې ویل چې له عطا محمد نور سره دا خبرې او موافقه د ملي امنیت رييس محمد معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر ريیس عبدالسلام رحیمي وکړه.

حدید دغه راز وویل چې دا خبرې غیرعلني وې.

له بلې خوا ځینې دولتي سرچینې وايي چې نور منلې ده چې د بلخ ولایت نوي والي ته پرېږدي.

دې سرچینې تاند ته وویل چې دواړه خواوې د تېرې شپې په خبرو کې موافقې ته ورسېدل.

پرون د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي و چې د بلخ ستونزه به ډېر ژر حل شي.

برمک وویل چې له جمعیت ګوند سره په خبرو کې د ولسمشر غني صبر و زغم نتیجه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *