تاند- د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور نن په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره ولیدل.
عطا محمد نور د برهان الدین رباني له زوی صلاح الدین رباني، د ننګرهار پخواني قومندان حضرت علي او یو شمېر نورو قومندانانو سره د ولسمشر اشرف غني لیدو ته لاړل.
دوی ښاغلي غني ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
د بلخ والي عطا محمد نور وویل چې افغانستان د خپل تاریخ په یوه نوي پړاو کې دی او هره پرېکړه چې د ملي یووالي حکومت د چارو د ښېګڼې لپاره د والیانو د تبدیلولو یا ټاکلو په برخه کې وکړي، دی به یې ملاتړ وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې عطا محمد نور څو ورځې مخکې ویلي و چې هیڅوک نه شي کولی چې دی د بلخ له ولایته تبدیل یا لېري کړي.
ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل چې نوې دوره پیل شوې او د نوي حکومت د بریالیتوب او ولس ته د خدمت لپاره چې هر بدلون راوستل کېږي هغه به د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او ښېګڼې لپاره وي.
پرون د اجرايي چارو رييس عبدالله عبدالله په کابل کې د عطا محمد نور کور ته لاړ و او له هغه سره یې مفصلې خبرې وکړې.
ملګروملتو د ولسمشر غني اقدامات وستایل
د افغانستان جمهوري ریاست وايي په هیواد کې د ملګرو ملتونو استازي له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې د ده کاري اراده وستایله.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یان کوبش له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې وویل چې د نوي حکومت د کار په پيل، له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو او د کابل بانک قضیې په څيړلو سره د ملګرو ملتونو لخوا ستایل شوی دی.
په دي هکله ما مخکي دتاند دلاري په يوه ليکنه کي ويلې وه !
چه ورځ ئ راشې عطا محمد نور به په خپله په ګوندو کيږې اوخپله پشيمانې به اظهاروې،
دادی نن ئ په رڼو سترګو دخپلو خبرو نتيجه وينم بيائ هم کور اباد چه پوه شو.په دي هکله ما مخکي دتاند دلاري په يوه ليکنه کي ويلې وه !
چه ورځئ راشې عطا محمد نور به په خپله په ګوندو کيږې اوخپله پشيمانې به اظهاروې،
دادی نن ئ په رڼو سترګو دخپلو خبرو نتيجه وينم بيائ هم کور اباد چه پوه شو.په دي هکله ما مخکي دتاند دلاري په يوه ليکنه کي ويلې وه !
چه ورځئ راشې عطا محمد نور به په خپله په ګوندو کيږې اوخپله پشيمانې به اظهاروې،
دادی نن ئ په رڼو سترګو دخپلو خبرو نتيجه وينم بيائ هم کور اباد چه پوه شو.
زه د افغانانو په نمایندګی په پوره ډاډ سره دا ویلای شم چی د عطا په شان کسان په دولت کی د کار کولو مستحق نه دي . داسی خلک نه تنها باید د دولتي پستونو څخه لری شي حتی باید د ځمکی د کری ویستل شي . داسی خلک چی تاریخ یی افغان ولس ته په ډاګه دی او د ملت په وینو یی ځانونه میلیاردران کړي باید ژر تر ژر محاکمه شي او د عبرت په ډول داسی سزا ورکړل شي چی آینده نسلونه هیځ کله هم داسی جرت ونه شي کړای چی د خپل ملت سره خیانت وکړي .. با اخترام
“خاموش “