تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د بلخ پخواني والي او جمعیت ګوند اجرائیوي رئيس عطا محمد نور دپه یو تازه بیان کې ویلي، چې د سولې پروسه کې باید هیڅ جنګي اړخ له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي د صبغت الله مجددي د لومړي تلین په مناسبت خپل پیغام کې چې تاند ته هم استول شوی، ویلي، ټول لوري په یو تاریخي او حساس پړاو ولاړ دي او باید چې بین الافغاني خبرې اترې د ټولو لوریو او سیاسي غاړو تر منځ ژر تر ژره پيل شي.
ښاغلي نور ټینګار کړی چې ټول لوري باید په دې حساس تاریخي پړاو کې د مذاکرې او ملي تفاهم پر لور د خلکو د ملي غوښتنو په پام کې نیولو سره ولاړ شي: (( په دې لړ کې د جګړې هیڅ اصلي لوری باید په پام کې ونه غورځول شي ګني سوله نتیجه هم نه ورکوي.))
نوموړي د سولې لپاره د خپلې وړاندې کړې طرحې په دفاع کې هم ویأي چې اړتیا ده له بحرانه د وتلو لپاره داسې طرحې جوړې شي: (( په دې وروستیو کې د سولې اړوند د سیاسي شخصیتونو وړاندې کړې طرحې ښه ګام بولم او هرکلی یې باید وشي، زموږ طرحه هم فقط سولې لپاره په دریو پړاوونو له مذاکرې وړاندې، د مذاکرې په منځ کې او له مذاکرې وروسته د سولې اړوند منطقي لاره وړاندې کوي.))
ښاغلي نور ټینګار کړی چې هیله من دی د سولې ټولې طرحې افغاني پراخ بنسټه جوړ جاړي ته لاره خلاصه کړي.
پښتو متل چې وایی! آسان یی نعل کول،څنګښوهم پښې پورته ونیولې!اوس ته کوم جنګی اړخ یی چې ځان ورپه یاد کوی.ته خو هماغه د دوه نیم سوو ورا څخه یی ،د سولې خبری او پریکړی د سرسړیا ومیرمنې کوی نه ډالرخواره لنډه غر!
اوس په افغانستان کی جنګی ډله یوه ډله ده چه د طالبانو تروریستی ډله ده او دولت غواړی چه دصلحی رښتینی مذاکرات ورسره وکړی چه باید دغه مذاکرات به اوربند شروع شی ، بله جنګی ډله خو موږ نه موینو ، که چیری د استاد عطا مقصد پخوانی جهادی تنظیومونه وی چه ګوا جنګی ډلی دی ، اوس خو هغوی ټول ددی نظام لاندی سیاسی ډلی دی نه جنګی ډلی ، دی نظام ته یی رد اعتماد رایه ورکړی ، نو زه نه پوهیژم چه دده مقصد د ټولو جنګی ډلو نه څوک دی ؟