دا خبر بیا بیا تازه کېږي.

له مزارشریف څخه تازه راپورونه وايي، سره له دې چې وضعیت اوس ارام دی، خو ښار ته له شاوخوا څخه خپلسري وسله وال داخل شوي دي.

شاهدان وايي د ماښام د تیارې له خپرېدو سره یې یو شمېر وسله وال کسان لیدلي چې ښار ته ننوتل. دوی وېره لري چې ممکن نن شپه یا سبا بیا نښتې وشي.

په همدې حال کې د امریکا سفیر غوښتنه وکړه چې له وسلې څخه دې کار نه اخیستل کېږي.

د بلخ نوی امنیه قوماندان معرفي شو. امنیتي چارواکي او د مزارشریف ښاریان وايي چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او خپلسري وسله وال ځپل شوي دي. جګړه پای ته رسېدلې او اوس امنیت ټینګ دی.

مبارز د امنیه قوماندان په توګه له معرفي کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دی دې لپاره ګومارل شوی چې د ولسمشر غني اوامر عملي کړي او که هر څوک د نظام او حکومت پر ضد له دښمنۍ کار اخلي، په پوره قوت به وځپل شي.

ده همداراز وویل چې د بلخ امنیتي وضعیت کاملاً نورمال دی.

د بلخ نوي امنیه قوماندان خبرداری ورکړ«موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د نظام پر ضد وسله پورته کړي. موږ به د هغو ټولو پر ضد وجنګېږو چې له حکومت او نظام سره جنګېږي.»

اردو د پولیسو په ننګه میدان ته راووته

په بلخ کې د شاهین قول اردو مسوولان وايي چې د اردو ځواکونه هم د پولیسو او د پخواني امنیه قوماندان د وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې د بلخ د نوي امنیه قوماندان په ننګه ښار ته استول شوي دي.

د شاهین قول اردو ویندوی حنیف رضايي په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې د خلکو امنیت ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر د اردو ځواکونه میدان ته راوتلي دي.

د ملي اردو هیلي کوپترونه هم د مزارشریف ښار دپاسه ګرځي.

د مزارشریف په نښته کې ۱۷ تنه ژوبل شوي

له مزاشریف څخه تازه خبرونه وايي چې د عطا محمد نور د پلوي وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي او په لړ کې یې شاوخوا ۱۷ تنه ژوبل شوي دي.

په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي خاصو ځواکونو په مزارشریف ښار کې ۲۵ غیرمسوول وسله وال نیولي او نوی امنیه قوماندان ولایت ته رسېدلی دی.

خو له دې سره سره راپورونه وايي چې په مزارشریف ښار کې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې ډزې روانې دي او قوماندانۍ ته تللی سړک بند دی.

شاهدان وايي چې د ښار په نورو برخو کې هم د ډزو ږغ اورېدل کېږي.

ډېرې ډزې د ښار له ختیځه اورېدل کېږي.

ولایتي شورا د جګړې د بس کېدو غوښتنه وکړه

د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن، په داسې حال کې چې د پولیسو او غیرمسوولو وسله والو ترمنځ نښته روانه ده، په یوه خبري غونډه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا ريیس افضل حدید وویل چې باید د بلخ د امنیه قوماندان د تبدیلۍ پر سر له زغمه کار واخیستل شي.

ده وویل چې بلخ د نوي کال د مېلې په درشل کې دی او ټاکل شوې ده چې زرګونه مېلمانه ورته راشي نو باید په دې وخت کې وضعیت ناکرار نه کړل شي.

له بلې خوا د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د مزارشریف جګړه دسیسه بللې او له خلکو غوښتي چې د خپل «حثیت» او «عزت» د دفاع لپاره راپورته شي

عطا محمد نور له نوي امنیه قوماندان سره د مخالفت له کبله دوکانداران نه پرېږدي چې دوکانونه پرانیزي

تاند- په بلخ کې د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره د دې ولایت د پخواني والي عطا محمد نور له مخالفت وروسته د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی دی. د ځینو راپورونو له مخې په ښار کې وسله والې نښتې هم شوي دي دي.

شاهدان وايي چې څو ځایه یې ډزې اورېدلي دي.

راپورونه وايي چې نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د دې ولایت د خاصو ځواکونو په قطعه کې دی، امنیه قومانداني د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوې او د بلخ برطرفه شوي قوماندان اکرم سامع امر کړی چې دوکانونه او مارکیټونه دې بند وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيي چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همداراز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د غیرمسوولو وسله والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.

په همدې حال کې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور د فېسبوک له لارې له دولتي مامورینو غوښتي چې کار ته حاضر نه شي.

ده له دوکاندارانو هم غوښتي چې دوکانونه پرانه نیزي.

عطا محمد نور پرون په مزارشریف کې د خپلو پلویانو غوندې ته وویل:

« موږ د خپلو خلکو د حقونو لپاره د دې کمزوري حکومت، چې څه باندې دوې میاشتې وخت یې پاتې دی، دغه تغییر او تبدیل نه منو که حتی بحران رامنځته شي او جګړه وشي»

ښاغلي نور زیاته کړه چې د بلخ امنیه قوماندان د ملي وحدت د حکومت له مشرانو سره د توافق له مخې ټاکل شوی او اوس مرکزي حکومت غواړي چې د هغه پرځای بل څوک وټاکي.

راپورونه وايي چې سهار وختي په ښار کې په شخصي جامو کې د عطا محمد نور وسله وال کسان ګرځېدل او دوکانداران یې نه پرېښودل چې دوکانونه پرانیزي خو اوس وسله وال په ښار کې نه لیدل کېږي.

په وروستیو کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ، عامه روغتیا ریاست، د ښاروالي معاونیت او د حیرتان د بندر ریاست ته نوي کسان معرفي شوې دي.

تېر کال عطامحمد نور د بلخ ولایت له چوکۍ څخه هم نه لېرې کېده او له مرکزي حکومت سره یې د بلح د ولایت د چوکۍ د نه پرېښودو پر سر څو میاشتې جنجال وکړ.

ښاغلی نور د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د محمد حنیف اتمر ملاتړ کوي او هیله لري چې د اتمر د بریالیتوب په صورت کې به اجرايي ريیس وي.

2 thoughts on “امنیتي ځواکونو د مزارشریف حالات کنترول کړل، نوی امنیه قوماندان رسماً معرفي شو”
  1. .د هر یوه سرتیري د مرګ په بدل کې باید یویو نور په بیړنۍ ډول محاکمه او اعدام شي.

  2. د بلخ ولایت د خلیفه عطامامد نور شخصي ملکیت ندی او نه د جهاد له برکته دوي په غنیمت نیولی دی. بلخ هم د افغانستان یو ولایت دی او جلالتمآب جمهور رییس د ټول هېواد ولسمشر دی.
    د افغانستان اساسي قانون او ټول موضوعه قوانین ، اسلامي قوانین او شریعت ، افغاني دود دستور او نړیوال قوانین ولسمشر ته دا حق ورکړی چې د ملت په مقابل کې یاغیان ، باغیان ، غله ، چپاولګر ، دهشتګر او ټول هغوي چې د خلکو ژوند تهدیدوي ، سرکوب کړي . د ملت امنیت وساتي.
    پدې اساس د اتمر په مشرۍ د شمال ټلواله دا حق نه لري د ټول هېواد ملي ګټو ته خطر پیدا کړي . د آی اس آی د نوکرانو مخ یوځل بیاتور شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *