تاند- د بلخ برطرفه شوی والي سره له دې چې تاییدوي چې استعفا یې وړاندې کړه وه، وايي چې د ولسمشر له لوري د ده د استعفا منل غیرقانوني دي ځکه چې د ده استعفا مشروطه وه.
ښاغلي نور دا خبره نن /دوشنبه/ ساعتونه وروسته له دې وکړه چې ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر غني د بلخ له ولایته د عطا محمد نور استعفا منلې ده.
نور په عین حال کې اعتراف وکړ چې څو میاشتې پخوا یې له ارګ سره د خبرو په مهال ولسمشر ته د بلخ له ولایته استعفالیک وسپاره.
نور وايي چې استعفا یې د دې لپاره وړاندې کړې وه چې ارګ به د ده ځینې غوښتنې مني خو تراوسه پورې د ده ټولې غوښتنې منل شوي نه دي.
نور په زغرده وویل چې استعفا نه کوي او د ولسمشر له لوري د ده د استعفا تایید ورته د منلو نه دی.
جمعیت ګوند د عطا نور برطرفي غندلې او په دې اړه یې د ارګ پرېکړه بیړنۍ بللې ده.
جمعیت ګوند د عطا محمد نور ګوښه کېدا د افغانستان د امنیت، ثبات او همداراز د ملي یووالي د حکومت د اصولو خلاف بللې ده.
په عین حال کې د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني په یونان کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې خپل سفر نیمګړی پرېږدي او نن شپه کابل ته ستنېږي چې د نور د برطرفۍ په اړه د خپل ګوند له نورو غړیو سره خبرې وکړي.
د جمعیت ګوند په اعلامیه کې هم ویل شوي چې دا ګوند د صلاح الدین رباني له بېرته راستنېدو وروسته ژر خپل دریځ روښنانوي.
ارګ ویلي چې د نور پر ځای انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکي.
انجنیر داوود هم په جمعیت ګوند پورې تړاو لري.
د بي بي سي دري څانګې د عطا محمد نور د څرګندونو ویدو خپره کړې. ظاهراً دا څرګندونې ملي تلویزیون خپرې کړي دي.
ښاغلی اشرف غلی او ښاغلی عبدالله ته وایم چه لمړی به مو ددغه ملیاردر د استعفآ موضوع نه راپورته کولی، داچه اوس مو راپورته کړی ده، نو ژر تر ژره اقدام وکړی او دغه ملیاردر والی چه داساسی قانون په خلاف عمل کوی ، په خپله سنګینه جزآ ورسوی.
که ددغه سړی په نیولو کی دسړیی سینی او یا سستوب څخه کار واخستل شی ، نو دا به دحکومت په ضد ډیر ی دسیسی او بغاوتونه پیداکړی، چه بالااخره به د افغانستان اوسنی حکومت او حتی دولت ته یو لوی ګواښ وی
که نور استعفا نه کوی نو غنی به حتما استعفا کوی!!!!!!!!!!!!ا
دا بد بویه ګلان خو ټول کرزی صاحب کرلی دی د هغی تر ګیره لاندی دغو خلکو غلاوی، چور چپاول او پر خلکو تیری کول ولی جناب به ورته کتل دا هغه خلک دی چی د څو لنډه غرو په واسط یی ټول مملکت خرڅ کړ او په نامه مشرانو به ورته کتل او یا به یی ونډه تری اخیسته دا د ړستونی ماران وو چی اوس ښاماران تری جوړ شول او ټول خارجی بانکونه ددوی په سرمایه ډک دی . بعضو خلکو ویلی چی که نور استعفا ونکړی نو غنی صاحب یی د وکړی ولی دا غلطه خبره ده غنی صاحب د کلک هوډ څښتن او په وطن مین سړی دی وقتی چی یو سپی لیونی شی باید ووژل شی او د چور لپاره سیاسی مرګ پکاردی نه د غنی باباه استعفا. شغالانو ته زمریان سنګر نه پریږدی