تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور نن اعلان وکړ چې د ده او جنرال دوستم په مشرۍ په ترکیه کې د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی مشرقي د استازو په ګډون یو نوی ايتلاف جوړ شوی دی.
عطا محمد نور په خپله فیسبوکپاڼه کې ویلي چې ده او د اپوزیسیون نورو مشرانو له جنرال عبدالرشید دوستم سره (د افغانستان د ستر ملي ايتلاف) په نوم د یوې نوې ټلوالې پر جوړولو سلا کړې ده.
د عطا محمد نور په وینا دا ټلواله د اسلامي جمعیت، ملي غورځنګ (جنبش) او د افغانستان د خلکو د ملي وحدت ګوند په محوریت د «لوی کندهار شورا»، د لویې پکتیا شورا» او «د لوی مشرقي شورا» په ګډون جوړه شوې ده.
د دوی په عکسونو کې د عطا محمد نور، جنرال عبدالرشید دوستم، او احمد ضیا مسعود ترڅنګ د افغانستان د خلکو د ملي یووالي (وحدت) ګوند مرستیال محمد ناطقي، د ولسي جرګې دوهم مرستیال همایون همایون، د دې جرګې دوه نور غړي ظاهر قدیر، حمیدزی لالی او انوارالحق احدي لیدل کېږي خو د احدي د ګوند یادونه نه ده شوې.
عطا نور ویلي چې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل، د سولې د خبرو پیلېدل او په دولت کې د اصلاحاتو راوستل د دې ايتلاف اساسي هدفونه دي.
عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي ريیس هم دی، ویلي چې دا ټلواله به ژر په کابل کې خپل فعالیت پیل کړي.
تر دې وړاندې هم د جنرال دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق په ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې په نوم ايتلاف جوړ کړی و او ویلي یې و چې ژر به دا ټلاله په افغانستان کې دننه په یوه ستره غونډه کې اعلان کړي.
د عربي ژبي مقوله ده چې وایي (الطیور علی اشکالها تقع) او په دري کې هم وایي چې (کند همجنس با همجنس پرواز کبوتر با کبوتر باز با باز) په عکس کې د لیدل کیدونکو جنابانو له مشترکو صفاتو خو ملت خبر دی چې پردۍ نوکري ، ملي خیانتونه ، مافیایی حرکتونه ، غدر ،لوټ او چپاول ددوی مشترک صفات دي خو دا یوه مضوع لږه شکمنه ده چې ایا دا نور هم د جنرال صیب دوستم په شان پخوا مفعولین او اوس فاعلین دي او که څنګه ؟ لالی او حاجي ظاهرقدیر خو دي !!!
ښاغل احدی دادی اوس په نره خپله څيره ښکاره کړه او دهغو لوټمارو په کتار کي ودريدو چه هم له افغانيته او هم د اسلام له دينه ممانعت کوي چه د افغانانو په تسکره د وليکل شی
اوس نو بايد افغان ملت ګوند هم خپل دريځ ښکاره کړي او همدا شانته افغان اولس ته رښتيا ووايي چه ښاغلي احدي د افغان ملت ګوند په نمايندګي ددي لوټمارو سره دا اليانس جوړ کړي او که کنه.
څومره چه زه مالومات لرم ښاغلی احدي خو دافغان ملت غړي او سرکښ دي
مهمند صاحب افغان ملت د خپل پیدایښت د ورځی نه کوم دریځ او مرام نه درلود نو اوس به څه ښکاره کړی، احدی خو لا د پخوا د ډالرو لپاره خپل دریځ ښودلی ؤ، خر چې هر څومره د اسپ پیښی وکړی اسپ کیدای نه شی. دوی لا پخوا د کجا سره جوړ ؤ.
نور ویلی ما او دوستم یعنی دا نور هسې شوده ګان ورسره دی!ا
احدی د پیرانو مرید دی او له پشتو نور تیر دی!ا هغه ته تمه مه لرئ!ا