عطا محمد نور

تاند- د جمعیت ګوند اجرايي رييس او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي، له ولسمشر سره یې د وروستیو کتنو او خبرو په نتیجه کې پرېکړه کړې چې د بلخ ولایت له سرپرستۍ تېر شي.

ده همداراز وویل چې ولسمشر غني ورسره موافقه کړې چې د اسلامی جمعیت ګوند مشران به د هیواد په سترو سیاسي فیصلو کې برخه اخلي.

د اجرايي رييس عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په شمول د اسلامي جمعیت ګوند اکثره مشران په حکومت کې تر ټولو لوړې او کلیدي چوکۍ په لاس کې لري.

نور وویل، د بلخ ولایت به پرېږدي او ټاکل شوې ده چې د ولسمشر او د جمعیت ګوند د مشرانو ترمنځ ژر یو تفاهملیک امضا شي.

ده د بلخ له ولایته د لاس اخیستو په اړه وویل«ډېر وخت په بلخ کې والي وم، طبیعي هم ده چې باید نورو ته لار پرانیزم څو نور هم د بلخ د والي په توګه کار وکړي.»

ده دا هم وویل «په وروستیو کې مې له ولسمشر سره څو ځلي خبرې وکړې او بالاخره یوې موافقې ته ورسېدو او پر یوه مسوده مو کار کړی، وروسته د اسلامي جمعیت ګوند له مشرانو او متحدانو سره، چې د مسودې لاسلیکولو ته لېواله ول، مشورې وکړې، څه چې باید اصلاح شي هغه به اصلاح شي او کنې موافقه باید عملي شي.»

ښاغلي نور له جمعیت څخه د ولسمشر تر ټولو مهمه غوښتنه د سولې ملاتړ وباله، ویې ویل چې ده ورته ویلي«موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو؛ د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ ملاتړ کوو، د سولې په ټینګېدو کې له خپلو ټول وسه او ظرفیته کار اخلو، د نظام دفاع کوو.»

په همدې حال کې د اجرايي ريیس یوه نژدې سلاکار له ډېرې مودې چوپتیا وروسته نن یو وار بیا د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ د اختلافاتو خبره یاده کړه.

سید حسین فضل سنچارکي وویل، د ولسمشر او اجرايي رذييس ترمنځ اختلاف په دې دی چې د اجرايي ريیس صلاحیتونه څرګند نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *