تاند- د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي، په خپل ولایت کې به د کوکنارو د اړولو او د تریاکو د کاروبار د مخنیوي هڅه ونه کړي.
ښاغلي نور په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد د هلوځلو شېوه وغندله، ویې ویل چې دی به په هغو سیمو کې، چې تر واک لاندې یې دي، د مخدرو موادو د کنټرول او مخنیوي لپاره هیڅ اقدام ونه کړي.
ده زیاته کړه، نړیواله ټولنه وايي، په تېرو ۱۰ کلونو کې یې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره پر مبارزې څه باندې ۷ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالره لګولي دي. خو افغانستان ته یوازې ۷ ملیون ډالره ورکړای شوي چې د کوکنارو کروندې پرې واړوي او د مخدرو موادو د قاچاقبرو مخه پرې ونیسي.
د بلخ سرپرست والي وویل:«۷،۸ ملیارد ډالره لګول شوي، موږ ته باید څرګنده کړای شي چې څرنګه او چیري دا پیسې لګول شوي دي. زموږ لپاره پرې څه کار شوی دی؟ هر کال اووه ملیون ډالره راکړل شوي، په اوو کلونو کې ټولې څو کېږي. نژدې ۸ ملیارد ډالره ځانګړي شوي . باید څرګنده شي چې دا پیسې د افغانستان په کومه برخه کې لګول شوي دي.»
نور همداراز ادعا وکړه چې پاتې پیسې د مافیا غړیو ته په لاس ورغلي چې په افغانستان کې د کوکنار کښت او د مخدرو موادو قاچاق ته پراختیا ورکوي.
ده وویل چې اکثره مخدر مواد د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې تولیدېږي او هلته تر ټولو زیات بهرني پوځیان مېشت ول.
نور په خپلو خبرو کې دا هم وویل، کله چې یې د کندهار له هوايي ډګره د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي هڅه وکړه، تور پرې ولګېده چې په خپله د مخدرو موادو کاروبار کوي.
شاغلی دیر شایسته خبره کړیدی خو باید د پارلمان وکیلان دا مسئله په پارلمان کی هم یاده کړی او دمخدره موادو سره دمبارزی عمومي رئیس باید و غوښتل شی او ترینه پوښتنه وشی چی داپیسي په کوم ولایت کی او څه وخت د کوم پروژی لخوا په مصرف رسیدلی دی او که چیرته دغه یاد شوي پیسي به ځایه استفاده شوی وو نو باید د مصرف کوونکی او مسئولین یی سمدستي لوی څارنوالي ته معرفي شي او که نه دا به یو ډیر لوی خیانت وي زمونږ د وطن او وطنوالو سره ددی خاطر چه په یاد شوی پیسی باندی چه اته ملیارده او څو ډالر دی پدی باندی زمونږ د هیواد زیادتره ستونزی حل کیدلای شول .
خود نو په اوس وخت کی د ډالرو لاری پری بندی شوی.او اوس لار لټوی تر څو خپل میاشتنی مصارف د یوی غیری قانونی لاری لاس ته راوړی.
دی پخپله د مافیا غړی دی که نه ده دا د سلګونو میلیونو ډالرو شتمنۍ له کومه کړې ځکه چې د ده پلار خو یو عادی ګیلم پلورونکی وو.