تاند- د بلخ والي عطا محمد نور پر اجرايي رييس عبدالله عبدالله انتقاد وکړ او له خپلو پلویانو یې په دې بخښنه وغوښته چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې له هغوی څخه د عبدالله عبدالله لپاره رایې غوښتې وې.
ښاغلي نور نن /دوشنبه/ په بلخ ولایت کې یوې غونډې ته د وینا په مهال وویل، عبدالله عبدالله د خپل سیاسي واک د خوندي کولو لپاره معاملې کوي.
ده په عین حال کې ځان له عبدالله عبدالله جلا ونه باله، ویې ویل«موږ د خپل ټیم د مشر په اړه ځینې خبرې لرو چې تل یې د دې لپاره چې په خپله په ماڼۍ (قدرت) کې له څلورو سلاکارانو سره پاتې شي، زموږ حقونه نورو ته ورکړي او تل یې معاملې ته غاړه ایښې ده خو زموږ د ارزښتونو په ساتنه او دفاع کې پاتې راغلی دی.»
نور وویل، عبدالله یو بې زړه، بې وسه او مذبذبه انسان دی خو ځان ته تر ټولو هوښیار وايي.
نور چې د پخواني مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت خبرې کولې، وویل «فیهم ما ته ویل چې د عبدالله په اړه برېکړه دې سمه نه ده پرې پښېمانه به شې. په کومه لار چې تاسي روان یاست منزل ته نه رسېږي.»
عطا محمد نور د ۲۰۱۴ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ تېروتنه وبلله او ویې ویل چې په دې خاطر له خپلو پلویانو بخښنه غواړي.
ویل کېږي چې د ښاغلیو نور او عبدالله ترمنځ اړیکې وروسته له دې خړپړې شوې چې نور له ارګ سره خبرې پیل کړې خو د عبدالله او د جمعیت ګوند له مخالفت سره مخامخ شو.
ښاغلي نور، چې شاوخوا دوه کاله د بلخ سرپرست والي و، په وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري رسماً د بلخ والي وټاکل شو.
ده نن وویل چې له ارګ سره یې خبرې لا هم دوام لري او پایلې به یې د نوي کال په لومړۍ ورځ اعلان کړي.