تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هیواد ته له راستنېدو وروسته وویل چې د ده د ممنوع الورود کېدو اوازې د سپېدار ماڼۍ خپرې کړې وې.
عطا محمد نور، چې له اوږدې مودې وروسته پرون /یکشنبه/ هیواد ته بېرته راغی، په یوه خبري غونډه کې د ايتلاف د جوړولو، د ولسمشرۍ د کاندیداتورۍ، د احتمالي کاندید د څرنګوالي او هغو اوازو په اړه څرګندونې وکړې چې د ده په اړه په وروستیو کې خپرې شوي دي.
عطا نور، بې له دې چې د اجرايي رييس عبدالله عبدالله نوم واخلي، وویل چې د ده د ممنوع الوردو کېدو، د بانکي حسابونو د کنګل کېدو، او د ده له لوري د خلکو د مځکو د غضب خبرې د سپېدار ماڼۍ له لوري خپرې شوې اوازې دي.
د بلخ پخواني والي سپېدار ماڼۍ تشریفاتي وبلله، ویې ویل«په راتلونکو انتخاباتو کې زموږ هدف دا دی چې د سپېدار ماڼۍ رسمیت پیدا کړي او په نهایت کې زموږ کاندید د هیواد سیاسي نظام په یوه لویه جرګه کې پر صدرارتي هغه بدل کړي.»
نور، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته اشاره کوله، دا هم وویل «که سږ کال یې موږ ملاتړ ونه کړو سپېدار به پر سر تاج کښېنږدي، زموږ مرسته وه چې تاج یې پر سر کړ او همدا خلک به دا تاج ورڅخه واخلي.»
نور د خپلو خبرو په دوام کې وویل، که جمعیت ګوند یې تایید کړي پخپله به ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي او کنې د ټولو ايتلافونو په یووالي د داسې کاندید ملاتړ کوي چې د ده په وینا قومي تعصب ونه لري او د افغانستان ټولو خلکو ته درناوی ولري او همداراز د سیمې د هیوادونو او لوېدیځ له ملاتړه برخمن وي.
نور په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې له جنرال عبدالرشید دوستم او محمد محقق سره ولیدل.
د نور دا خبره:
د داسې کاندید ملاتړ کوي چې د ده په وینا قومي تعصب ونه لري او د افغانستان ټولو خلکو ته درناوی ولري او همداراز د سیمې د هیوادونو او لوېدیځ له ملاتړه برخمن وي.
مطلب یې دا دی چې که دی کاندید نه شو او فیصله دا وه چې باید ولسمشر پښتون وي، پښتانه ټول متعصب دي او دوی به یو بې خاصیته پکې ومومي
سعدي وایی :
سعدیا شیرازیا پند مده کمزاد را
کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استاد را
اوس به زمونږ د هېواد ولسمشر هم یو خلیفه وي. خلیفه عطا مامد .
یو وخت به یوڅوک داسې هم ولیکي: له سرکلي اوپوستین فروشي تر ریاست جمهوري!
به نام هاي وليد، ميترا، نور… حستحو تناييد معلوماتهاي جالبي خواهيد يافت كه حاصل جهاد مقدس ماليم صايب عطا جان را برايتان معرفي نمايد