یوه ډله افراد چې په یوه مشخصه جغرافیه کې تر واحد قلمرو لاندې ژوند کوي، دولت بلل کېږي. د دولت په تعریف کې تر ټولو مهمه کلیمه مشخصه جغرافیه ده، افراد که هر چېرې راټول شي او یو قلمرو ځانته غوره کړي، خو چې خپلواکه او مشخصه جغرافیه و نه لري؛ نه دولت بلل کېږي او نه یې هم ملګري ملتونه د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني. کله چې دولت په دې درېیو (افرادو، مشخصه جغرافیه، قلمرو) حاکم وي، د ملي حاکمیت درلودونکی دولت بلل کېږي.
تر پورتنۍ سریزې وروسته؛ عطا نور، هغه څوک چې د جهاد اوږده ږیره یې پر فرانسوۍ نکټایي بدله شوه. عطا نور هغه څېره چې له جهاده تر بدماشۍ راورسېد. هغه عطا نور چې جهاد یې د ایران، فرانسې او روسیې پر بادارانو وپلوره. عطا نور چې ټول اصول او قوانین یې تر پښو لاندې کړل او اوس ملي حاکمیت ته یو لوی ګواښ دی!
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عوامو په اند؛ د کرزي تر ټولو لویه تېروتنه همدا وه چې عطا نور یې بې ځایه د واک اوج ته ورساوه. ښاغلي کرزي د ښوونځي د یو استاد غلط تصویر ولید. کرزي د اصلي هندارې پر ځای له مجازي هندارې ګټه واخیسته او ګیدړه د زمري په څېره کې ورته ښکاره شوه.
له تېرو آتو کلونو راهیسې د عطا نور ناقانونه کارونو زور واخیست؛ د تریاکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د تېلو قاچاق او د هیواد له ملي ګټو سره خیانت هغه ناقانوني کارونه وو چې له معلم عطا نور یې اوسنی عطا نور جوړ کړ. سره له دې چې کرزي په وروستیو کې د نوموړي د ګوښه کولو هڅه وکړه، خو اوبه تر ورخ تېرې شوې وې او له وخت ډېره وروسته هڅه وه. د کرزي حکومت د بن له پیله تر پایه د لنډغرو پټنځی بلل کېده؛ سره له دې چې ډېره ګناه د کرزي نه، بلکې د بن پرېکړې وي او اصلي لامل یې د ۹۰مې لسیزې بدبختۍ بلل کېږي. له همدې کبله خو چا له کرزي ډېره تمه نه درلوده چې عطا نور او ورته ملګري یې دې وځپل شي.
خو افغان اوسنی ولسمشر له پیله بیا تر ننه همدا چیغې وهي چې د لنډغرو، یاغیانو، باغیانو او فسادیانو پر وړاندې مبارزه کوم. عطا نور د ولسمشر غني له لومړۍ ورځې بیا تر ننه هره ورځ د غني پر خبرو خندلي او پسخند یې کړی. ولسمشر یې هم پر وړاندې عاجز دی او نه توانېږي، دا لوی ښامار تس نس کړي.
د ولسمشر غني د حکومت دوه کاله ووتل، خو د سرپرستانو لړۍ ورځ تر بلې همداسې پټه پاتې کېږي. سره له دې چې ولسمشر غني عطانور سرپرست پرېښی او تر دې دمه یې نرمه غاړه ورسره وړې، خو نوموړی پر ولسمشر هغه د چا خبره خیال نه راوړي او داسې یې نه بولي لکه د خیرک ادې.
تېره ورځ ولسمشر لس والیان د راپور ورکولو په موخه راغوښتي وو. نهه والیانو ګډون وکړ، خو عطا نور یې خپل مستوفي راولېږه. دا په ښکاره د نوموړي بغاوت دی، په ښکاره د افغانستان د مشخصې جغرافیې یوه برخه (مزارشریف) تر خپلې ولکې لاندې نیول دي.
د عطانور پرونۍ کړنه د ملي حاکمیت، اساسي قانون او ډیموکراسۍ تر پښو لاندې کول دي. پوهېږو چې ولسمشر یې پر وړاندې بې وسه دی، خو افغانان نور باید پټه خوله پاتې نه شي. نور د دې وخت رارسېدلی چې یو مومن خان را پیدا شي، دا ښامار دوه ټوټې کړي او د افغانستان ملي حاکمیت ته دغه لوی ګواښ؛ له سحنې وباسي.
وما علینا الابلاغ