تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي مشر عطا محمد نور د ټاکنو د لومړنیو پاسلو د اعلان له کبله د ټاکنو له کمېسیون مننه کړې او دولت ساز ته یې په ټاکنو کې د مخکښۍ له کبله د بریا مبارکي ویلې ده.

عطا محمد نور په یوه اعلامیه کې نورو ټاکنیزو ډلو ته هم د ښه چانس هیله کړې ده او ویلي یې دي خوشاله دی چې بالاخره کمېسیون، ټاکنیز جنجال ته د پای ټکی کیښود او پایلې یې د ده په وینه له زحمتونو ګاللو وروسته په پوره زړورتیا اعلان کړې

عطا محمد نور په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: (( افغانانو د امنیتي ګواښونو سربیره په ټاکنو کې ګډون وکړ او حق یې و چې ژر د خپل انتخاب په اړه خبر شي، هیله من یم ټول موانع له منځه ولاړ شي او نهایي پایلې هم واورو.))

عطا محمد نور هیله ښودلې چې د پایلو په اعلان سره به اقتصادي رکود پای ته ورسېږ، د پانګه والو باور به بیرته په نړرمال شوي وضعیت ټینګ شي او خلک به هوسا ژوند ته وروګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان کړ چې د کمیسیون د اعلان په تړاو یوناما او د امریما سفارت هم هرکلی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *